<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-28 15:49:25    
ښکلی ځای بای يانګ ديان چې په کې زيات جهيلونه او سيندونه تر سترګو کيږي

cri

چين ته د سفر نننی پروګرام ته مو زه ډيوه هر کلی کوم ! نن به په دغه برخه کې تاسی له ما سره يو ځای بيجينګ ته نژدی د بای يانګ ديان نومی ښکلی ځای سيل وکړئ او جهيلونو او سيندونو به له نژدی څخه وګورئ !

بای يانګ ديان د هه بی ولايت د ان شين په ولسوالی کې پروت دی او له بيجينګ څخه څه دپاسه يو سل شپيته کيلومتره واټن لری. دغه ځای يو سل څلويښت لوي يا کوچني جهيلونه لری او د اوبو پراخوالی يي دری سوه شپږ شپيته کيلومترو مربع ته رسيږي . په بای يانګ ديان کې د جهيلونو د رامنځته کولو په هکله يوه ښکلی کيسه شته . د ځايي سيلاني ادارې لارښوونکې پيغلې ژن لي وويل ____اواز____

کيسه يي دا ده چې وايي د سپوږمۍ د بشپړيدو په شپه د چانګ غه په نامه ښاپيرې يو ډول خوندور شراب وڅښل اکسير وخوړ او أسمان ته د الوتلو په وخت کې يې خپله هنداره په بي پروايي سره ولويدله چې په پايله کې هنداره په يو سل دری څلويښتو برخو ټوټې ټوټې شوه او په ځمکه کې يو سل دری څلويښت جهيلونه رامنځته شويدي .

د بای يانګ ديان د يادونې په وخت کې بايد لومړی د نيو په هکله تاسو ته معلومات درکړو ، څرنګه چې ني په دغه ځای کې ډير ارزښتناک توکي دی . ځاي اصطلاح ده چې وايي يو نی د سرو زرو يوې خښتې ته ورته دی . هر کال د اګيست او سپتمبر په مياشتو کې د نيو د پخيدو په وخت کې د جهيلونو هر ځاي له سرو او ژيړو رنګونو څخه ډک وی ، دغه منظره ډيره ښکلی ده .

په بای يانګ ديان کې ني په زياتو برخو کې کارول کيږي ، د بيلګې په توګه ني د

هنری نقاشيو او کاغذ جوړولو اومه مواد دي او د سون موادو په توګه هم استفاده ورڅخه کيږي .

د نيو د پاکو او نرمو ريښو په وسيله ښوروا او شراب توليد او د کلکو ريښو په وسئله درمل جوړيدای شي . د دغه ځای يوی اوسيدونکې يانګ شيو چې د نيو په وسيله د هنری اثارو د يوی مغازی خاونده ده ، وويل د نيو په وسئله اودل شوي شيان نه يوزای د يادونې او ساتنې ارزښت لری بلکی په ژوند کې هم استعماليدای شي . په ورځ کې له نيو څخه جوړې شوی خولۍ د لمر له وړانګو د مخنيوی رول لری او له نيو څخه اودل شوی بوټونه چې يوازي څو يوانه بيه لری ، د جهيلونو په شاوخوا کې د پلي ګرځيدلو لپاره مساعد دی . هغې وويل ____اواز____

دغه ډول بوټونه د لوړی تودوخی په وسيله د بڼی له سمولو وروسته د لاس په وسيلې په لاسی توګه اودل شوي دي ، نو ډير مساعد دي . د کليوالو له خوا د اوبو له وښو څخه جوړ شوی بوټونه بالکل د بای يانګ ديان يوه ځانګړتيا ده .

د نيو نه پرته په باي يانګ ديان کې د نيلوفر باغ د سفر بل ښه هدف دی . هر کال په دوبي کې نيلوفر غوړيږي او په باغ کې د جهيل ستره برخه د نيلوفر په ګلونو پټه وي ، په ترږمۍ کې د نيلوفر ګلونه ډير ښکلي ښکاري . په باغ کې د ډبرو څخه جوړه شوی لار چې د نيلوفر د ګلونو او پاڼو په منځ کې غزيدلې ده ، د سيلانيانو د سيل او عکس اخيستلو په موخه ده ، سيلانيان لکه په ګلانو کې چې قدم وهی . د بيجينګ سيلانې پيغلی جاو جي چې په ځانګړی توګه د نيلوفر ګلونو د خاصې ليدنې لپاره دغه ځای ته راغلې ، وويل ___اواز____

دغه باغ ډير ښکلی دی ، له ډيرو زياتو نيلوفرو سره می له نژدی تماس نيولی چې پخوا می نه و ليدلی . زما په اند د نيلوفر ګلونه ډير ښکلی دی ، نو زيات عکسونه

می هم ورسره اخيستي دي .

د کوچنی بيړۍ په وسيله له نيو څخه په ډکو جهيلونو کې لوبې کول ډير خوندور دی او که لوي جهيل ته ننوزي ، ليدلی شي چې کب نيونکی له يوی ځانګړی او زړی لاری کبان نيسي .

زاړه کب نيونکی په جهيل کې کښتۍ ګرځوی، څو کب نيونکي دريايي عقابونه سمدلاسه په ابوبو کې غوټي وهي ، عقابونه چې بيرته کښتۍ ته راستانه شول ، د هر يو په خوله کې يو کب موجود وو . پخوا په بای يانګ ديان کې کب نيوونکو په عمده توګه د کب نيولو له لاری ژوند کاوه ، اوس زيات شمېر سيمه ايز اوسيدونکی په سيلاني لاس پوری کوي . دوی هره ورځ د خپلې کښتۍ په وسئله سيلانيان ليږدوي راليږدوي . د سيلانۍ اداری لارښوونکې ژن لي وويل ___اواز____

په بای يانګ ديان کې په هر کور کې کښتۍ شته ، کښتۍ په ځمکه کې د بيسکل رول لری . زيات شمېر کښتۍ برقي نه دي ، خو نن ورځ ځينو کليوالو ښوونځيو ته د ماشومانو د ليږلو لپاره په کښتيوکې موټورونه نصب کړی دی .