
ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوم ! اوس به تاسو ته د پومی قوم يو ښوونکی شيونګ ګوی هوا په اړه څه معلومات وړاندی کړم چې له انترنټ شبکې سره ځانګړی مينه لری .
کله چې زمونږ خبريال لومړی ښاغلی شيونګ وليد هغه د يو کمپيوټر په وړاندی کار کاوه او ده ته يې د کمپيوټر په مخ د چين د پو می قوم د کلتور په اړه يوه پاڼه وښوده .
( موسيقی )
ښاغلی شيونګ ګوی هوا جګه ونه نه لری او لږ چاغ دی او د ده له تور پوستکی څخه د پو می قوم د خلکو ځانګړتيا څرګنيږی . هغه په خپلو خبرو کی کله نا کله د انترنټ په اړه ځينی نوی مسلکی کلمې کاروی په روان کال کی د ښاغلی شيونګ عمر څه دپاسه شپېته کلونو ته رسيدلی دی .
د پومی قوم نفوس زيات نه دی او اقتصاد يی وروستی پاتی ښکاری خو ښاغلی شيونګ له خپل قوم سره ژوره مينه پيدا شوې . ډير پخوا يی د خپل قوم له سرچينې سره مينه کړې او په هغه وخت کی يی د چين د جنوب لويديځ د يون نان ولايت په يوه ولسوالی کی د ښوونکی په توګه کار کاوه .
( اواز )
په لومړی وخت کی ما د غو مسئلو ته ډير پام وکړ چې زمونږ قوم له کوم ځای څخه رغلی او سرچينه مو چيرته ده . د نورو قومونو د وګړو په شان زه غواړم د خپل قوم سرچينه معلومه کړم او له دی امله په دې هکله زما مينه او علاقه هم پيدا شوې ده .
بيا وروسته ځايی حکومت وغوښتل چې د ښاغلی شيونګ ګوی هوا په مرستو د
پومی قوم په اړه يو کتاب وليکل شی . نو هغه د لازياتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د پومی قوم د وګړو بيلابيلو اوسيدونکيو ځايونو ته تللی او له دوی سره يی نژدی اړيکی ټينګې کړی او په دې ترڅ کی يی زيات اړوند اسناد راغونډ کړی دی .
په ٢٠٠٢ کال کی ښاغلی شيونګ ګوی هوا د ښوونکی له دندې څخه تقاعد شو او يو کمپيوټر يی واخيست . هغه کله نه کله په انترنټ کی بيلابيلې ويب پاڼې ګوری او فکر يی وکړ چې ولی د انترنټ له لارې د پومی قوم کلتور خپور نه کړی ؟
( اواز )
په انترنټ کی شتمن معلومات شته د بېلګې په توګه د وښو ، غوړيو او ملت په اړه شبکې هم ليدل کيږی . زمونږ د پومی قوم نه پرته نور قومونه خپلې انترنټ شبکې لری . نو ما فکر وکړ چې د کتاب په پرتله انترنټ نورهم اغېزمن دی نو بايد د خپل قومی کلتور د خپرولو لپاره له دغې وسيلې څخه استفاده وکړم .
هغه خپل أندونه له کورنيو سره شريک کړل او لور يی له ده څخه ټينګ ملاتړ کوی . لور يی أغلی شيونګ سو لان نوی واده شوې او سره له دې چې په هماغه وخت کی يی زياتې پيسې نه درلودې خو د پومی قوم دکلتور د خپرولو او خپل پلار د ملاتړ لپاره يی زره يونه خپل پلار ته ورکړي دي .
هغې وويل :
( اواز )
زمونږ د قوم د وګړو شمير ډير لږ دی او پخوانی ليکل شوی اسناد نه شته او تاريخ مو يوازی خوله په خوله ساتل شوی دی . نو د زوړ نسل په مرګ سره زيات توکی له منځه تللی دی .
د خپلو کورنيو او دوستانو په مرستو د شيونګ ګوی هوا له خوا د پومی قوم په اړه
يوه ځانګړی انترنټ پاڼه جوړه شوه او د دغې شبکې لپاره ښاغلی شيونګ ګوی هوا د کمپيوتری محارتونو د زده کړې او د پومی قوم په اړه د معلوماتو او عکسونو د راټولولو لپاره زيات کوشش کړي دي .
ښاغلی شيونګ يونګ هوا د يون نان پوهنتون يو زده کوونکی دی چې د پومی له قوم څخه دی او زمونږ خبريال ته يی وويل چې له خپل قوم سره دښاغلی شيونګ ګوی هوا مينه د درناوۍ وړ ده .
( اواز )
ښوونکی شيونګ ګوی هوا زمونږ د کلتور د ساتلو او خپرولو لپاره زيات کوشش کړي دي . د کشر ځوان نسل په توګه مونږ هغه ته د زړه له کومې درناوی کوو او په ژبه کی می نه شو څرګندولی .
کله چې مونږ د ښوونکی شيونګ ګوی هوا له کور نه ووتلو شپه شوې وه خو ښاغلی شيونګ لاهم د کمپيوټر په وړاندی ناست او په خپل کار بوخت و .