د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ناتو وياند جامس اپسورای د سپتمبر په اته ويشتمه نېټه د سلوانيا د پورتورز په ښار کی وويل د ناتو د غړيو هېوادونو د دفاع وزيرانو په همدې ورځ موافقه وکړه چې په افغانستان کی د نړيوالو مرستندويه ځواکونو د سوله ساتو عملياتو سيمه د دغه هېواد ختيځ ته پراخه شي چې تقريبا دوولس زره تنه امريکايی سرتيری به په نوموړی ځواکونو کی شامل شي.
اپسورای وويل دا به د نړيوالو مرستندويه ځواکونو د څلورم پړاو کاری پلان وي. هغه دې هم ته اشاره وکړه چې يوازی د ناتو په واسطه افغانستان ته ثبات نه شی راتلای، ناتو د افغانستان د حکومت او نړيوالې ټولنې همکارۍ ته اړتيا لری.
د ناتو د دفاع وزيرانو دوه ورځنی غير رسمی غونډه د روانې مياشتی په اته ويشتمه نېټه په پورتورز کی پرانيستله شوه او د نوموړی موافقې سره سم به دوو لس زره تنه امريکايی سرتيری د روان کال تر پايه پوری د ناتو په مشرۍ په نړيوالو مرستندويه ځواکونو کی شامل شي.