<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-29 19:22:45    
ځوان موسيقي پوه چن شيو

cri

چن شيو د تيری پېړۍ په اتمه لسيزه کې د چين د شمال ختيځ په هې لاونګ جيانګ ولايت کې زېږېدلی او په ماشومتوب کې يې له سندره ويلو او نڅا کولو سره مينه درلوده. له منځنی ښوونځی څخه تر فراغت وروسته د بکسينګ يو لوبغاړی شو ، ورپسې د پوليسو په پوهنځي کې شامل شو چې په پايله کې پوځي پوليس شو . خو هغه په فارغ وخت کې لا هم له سندره ويلو او نڅا کولو څخه لاس وا نه خيست ، نو پوليسي دنده يي له لاسه ورکړه او د خپل هنري خيال د ترسره کولو لپاره بيجينګ ته راغی ، په ٢٠٠٠ کال کې هغه د کوريا جمهوريت د يوه ګرافون شرکت په استازيتوب د سندره ويلو په سيالي کې بريالي شو او د تي اين تي په هنري ډله کې وشامل شول . د کوريا په جمهوريت کې د يوې مودې له روزنې وروسته چن شيو وويل

له دې امله چې په سيالي کې له سل زره تنو څخه لس تنه وټاکل شول ، نو د ټاکلو مودې يي نيم کال دوام درلود . له دغو لسو تنو څخه په دريو ګروپونو وويشل شول چې په پايله کې درې تنه تکړه سندرغاړي وټاکل شول .

چن شيو د خپلو هڅو له لارې د تي اين تي هنري ډلې د مشر او عمده سندره غاړي په توګه وټاکل شو او د کوريا په جمهوريت کې يي ډير شهرت وموند او زيات شمير مينه وال يي راجلب کړل . د نندارو نه پرته چن شيو د أهنګ جوړولو په هنر کې څخه زده کړې وکړې او د سندره ويلو او نڅا کولو په روزنو کې يې هم ګډون وکړ. د کوريا جمهوريت د موسيقي په ساحه کې د دريو کلونو له هڅو وروسته هغه د هيپ

هوپ(hip-hop) په يوه موسيقي پوه بدل شو.

په ٢٠٠٣ کال کې چن شيو بېرته خپل وطن ته راستون شو او ورپسي يې د چن شيو او

ګلدانۍ په نامه د خپل لومړنی د موسيقي البوم خپور کړ او دغه البوم په هغه وخت کې د چين د موسيقي په هنر کې د نوی ځواک د نښې په توګه وګڼل شو.

تر اوسه پوری چن شيو دری البومونه خپاره کړی دی چې هر البوم يي د زيات شمير مينه وال لخوا ستايل شوی. هغه تل پر خپلي ځانګړی موسيقي ټينګار کوی او خپله أهنګونه او شعرونه جوړوي.

ځوانان د چن شيو سندرې ډېرې خوښوی ځکه د ده د سندرو شعرونه له انساني احساساتو څخه ډک دی. چن شيو په خپلو سندرو کې خپله مينه او هيله څرګندوي او همداشان ګڼ شمير مينوالو يي هم دده له سندرو څخه الهام اخيستی دی .

د موسيقي په اړه د چن شيو ځانګړی نظر دا دی چې په بېلا بېلو مودوکې کلتوری ځانګړتياوي هم بيلې دي . يوه موسيقي پوه بايد د موسيقي ډولونو د بدلون ترڅنګ کلتوري بدلونونو ته هم په درنه سترګه وګوري.

اوس چن شيو د خپل څلورم البوم د جوړولو لپاره چمتوالی نيسی چې د ټولو سندرو أهنګونه او شعرونه به پخپله جوړ کړي . دغه راز هغه د خپلو نويو سندرو لپاره د نڅاوو حرکتونه طرح کړي . د يوه ځوان موسيقي پوه په توګه هغه پر خپل راتلونکي پوره باور لری .

په ژوند کې چن شيو داسي ځوان دی چې له خوشحاليو ، شوق او تودو احساساتو څخه ډک دی او له دې سره مينه لری چې د موټر په چلولو له سيل سره مينه لری چې له کړکۍ څخه بهرني منظرې وګوري . هغه وويل چې د خلاقيت الهام يي هم له همدی څخه ورته راځي .