<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-29 19:33:43    
د أسيا هنری جشن

cri

د أسيا اتم هنری جشن د سپتمبر په شپږمه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېد.د جنوب ختيځو هېوادونو ټولنې د لسو غړو هېوادونو او د چين،جاپان او کوريا هنرمندانو په بېجينګ کې د نندارو،نندارتونونو،د هنرمندانو د مشرانو د غونډې او د بشری زيرمو د روزنې په ګډون يو لړ فعاليتونه تر سره کړل.د هنر او کلتور په ننني پروګرام کې به تاسو ته د دغو فعاليتونو په اړه څه معلومات درکړم.

---اواز ١--- د اګست په يو دېرشمه نېټه د جنوب ختيځو هېوادونو د ټولنې لپاره د چکچکو کولو په نامه يوه ماښامی ميلمستيا د أسيا اتم هنری جشن پرانيستل شو. د دغې ټولنې د لسو هېوادونو هنرمندان له چينی ځانګړو سندرو سره ونڅېدل.

د أسيا هنری جشن يو سيمه ايز نړيوال هنری جشن دی چې په نولس سوه اته نوی يم کال کې د چين له خوا جوړ شو او د تفاهم او دوستۍ د پياوړتيا او ګډ پرمختګ په موخه د بېلا بېلو أسيايی هېوادونو له حکومتونو او هنرمندانو څخه يې ستاينی تر لاسه کړي دي.

د دغه پړاو هنری جشن د بهرنيو کلتورونو په اړه د چينی شرکت له خوا جوړ شو. د دغه شرکت د مشر ښاغلی ځانګ په أند نوموړی جشن د تيرو اوو جشنونو په پرتله نوی دی.ده وويل:

----اواز ٢----پخوا د أسيا په هنری جشن کې په عمده توګه ننداری تر سره کيدې خو اوس نه يوازی ننداری بلکې غونډې او روزنی هم پکې تر سره شوی چې له جنوب ختيځی هېوادونو سره همکاری نژدی او تګ را تګ ئی زيات شوی دی.

د بېلا بېلو کلتورونو په هکله د أسيايانو او نړيوالو ترمنځ د تفاهم پياوړتيا د دغه

جشن يوه دايمی موخه ده. سږ کال د چين او جنوب ختيځو هېوادونو د ټولنې ترمنځ د اړيکو د ټينګتيا له پنځلسمې کاليزې سره برابر دی. نو په دغه جشن کې د دغې ټولنې د بېلا بېلو هېوادونو کلتورونه نندارچيانو ته وښودل شول.

---موسيقي----همدااوس تاسو ميانمری موسيقي واورېده چې د دغه جشن په پرانيستونکو مراسمو کې د نوموړی هېواد د هنرمندانو له خوا وغږول شوه. په يوی لرغونی بيړۍ کې د ميانمر د موسيقی بېلا بېل ألات ايښودل شوی او نندارچيان د هنرمندانو په غوره نندارو سره دغه له رازه ډک هېواد ته وړل شوی دی.

---موسيقي----همدا اوس مو د کمبوديا د ولسی نڅا موسيقي واورېده. د دغه هېواد يوې هنر مندې چهيم نالين وويل

----اواز ٥---دغه فعاليت ډېر ښه دی. چين د لارښوونې رول لوبوي چې مونږ يو ځای سره خبرې اترې او يو له بل څخه زده کړې کوو.

---موسيقي---په دغه جشن کې نندارچيانو ته ډېری معاصری ننداری هم وړاندی شوی چې د جنوب ختيځو هېوادونو د هنر او کلتور نوی پرمختګ ورڅخه څرګند شوی دی. اندونيزيا او ويتنام خپلی مشهوری سندرغاړي ،سينګاپور او ماليزيا د نڅا معاصرې ډلې او فليپين د خپل هېواد د بلېټ نڅا يوه ډېره اغېزمنه ډله دغه جشن ته راليږله وه. د دغې ډلې غړي ښاغلی ګېرلدو فرانسيسکو وويل

----اواز ٧---مونږ خوشاله يوو چې دلته د چينی نندارچيانو لپاره ننداره کوو او مونږ د فليپين په استازيتوب له نورو هېوادونو سره د دوستۍ ټينګتيا لپاره تګ راتګ کوو.

د أسيا د هنری موزيمونو د مشرانو غونډه هم د دغه جشن په ترڅ کې تر سره شوه. له

١٥ هېوادونو څخه ٥٠ تنو مشرانو او استازيو پکې د أسيايی هنری موزيمونو د

حال او راتلونکی پرمختګ په اړه بحث وکړ. بر سېره پردی د جنوب ختيځو هېوادونو د ټولنې هنری نندارتون او د أسيا د بيلا بېلو هېوادونو د هنرمندانو روزنه هم په دغه جشن کې تر سره شوی ده.