<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-29 20:47:01    
د تيان جين صنعتي ښار ته په زړه پورې سفر

cri

درنو اوريدونكو نيكې هيلې او سلامونه ،هيله ده چې د بشپړې روغتيا جامې مو په تن وي، قدرمنو دوستانو ما مخكې هم تاسو ته ويلي وو چې چين ډير ستر او ښكلي ښارونه او ښايسته سيمې لري،چې هر كال په سلګونو زره تنه ددغو تاريخي او زړه راښكونكو ځايونو څخه ليدنه كوي،له دغو سيمو څخه يو هم د تيان جين صنعتي او كرنيز ښار دي چې تر ډيره حده له سمندر سره هم تړلى دى،څه موده وړاندې زما يو تن چينايي ملګري ددې ښار په هكله راته كيسې وكړې او راته يې وويل كه غواړې چې په يو مناسب وخت كې ورشو،ما هم ورسره ومنله او ورته مې وويل چې د اوونيو په پاي كې چې كله رخصت يو نو يوه ورځ به هلته ولاړ شو،تيره اونۍ د جمعې په ورځ يې راته ټيليفون وكړ او راته يې وويل كه وخت لرې نو د شنبې په ورځ به تيان جين ته ولاړ شو ما هم ورسره هو كړه،او ورته مې وويل چې هوا هم د سفر لپاره ډيره مناسبه ده،زما په آند په چين كې د كال تر ټولو ښه او خوندور فصل منى دى،ځكه پدې وخت كې نه هوا ډيره توده او نه هم ډيره سړه وي، او بله خبر دا چې پدې وخت كې رنګارنګ خوندورې ميوې هم ښې پريمانه وي،نو ځكه زه هم ژر پدې سلا شوم چې په همدې موسم كې د نوموړي ښار ليدلو ته ولاړ شم، د سهار نه نيمې بجې وې چې د ښار د منځنۍ برخې په لور وخوځيدم، ځكه هلته مې له خپل ملګري سره وعده كړې وه چې له هماغه ځايه به د تيان جين ښار ته ځو،په خپل ټاكلي وخت هلته ورسيدم ملګرى مې هم ترما لږ څه مخكې هلته رارسيدلى وو،كله مې چې وليدل نو د هغه ګڼ شمير نور د دفتر همكاران هم هلته موجود وو چې د همدې موخې په لور يې د تلو تكل درلود،تر لنډ روغبړ وروسته ټول موټرو ته وختلو د ځينو نورو دفترونو كارونكي هم راغلي وو چې په ټوليزه توګه شپږ بس موټرونه ډك شول او د بيجينګ له ښار څخه مو حركت وكړ،ډير ژر يعنې شاوخوا نيم ساعت وروسته د بيجينګ له ګڼې ګوڼې ډك ښار څخه ووتلو او زموږ موټرونه د كرنيزو او شنو ځمكو څخه په ګړندى توګه تيريدل،

درنو اوريدونكو زما په آند د تيان جين د لارې توپير له نورو لارو سره دا وو چې پدې لار كې له هماغه پيله د اوبو ډنډونه ليدل كيدل،هرې خواته اوبه وې،كرنيزې او حاصلخيزه ځمكې،زياتره كسان مې وليدل چې پخپلو مځكو كې په كارنو بوخت وو، دلارې په اوږدو كې مې ليدل چې د جوړونې كارونه ډير په بيړه سره روان دي، هرې خواته ودانۍ ،سړكونه او پلونه د جوړيدو په حال كې وو،كله چې د تيان جين ښار ته ننوتلو ،نو په لمړي سر كې مې وليدل چې هلته د موټر جوړولو د كمپنيو زياتې نماينده ګۍ شته،د بيلګې په توګه د مرسدس بينز،ټوټا،والګا فولكس ويګن،فيات،هونډا،او ځينې نور،هغه وخت چې موږ دې ښار ته ولاړو نو يوه ورځ مخكې يې هلته باران اوريدلى وو او هوا ډيره صافه او ښكلې وه،آسمان تك شين ،او ځاي ځاى ورېځې پكې ښكاريدې،تر شاوخوا دوه ساعتونو مزل وروسته زموږ د سورلۍ موټرونه ودريدل ،او ورڅخه ښكته شولو،لمړى د سيمې يو شمير كورونو ته ولاړو چې د جوړونې بيلګې وې ،له دغو كورونو څخه په يوه كور كې موجود ټول توكي زياتره له لرګيو ، ډبرو او ښيښو څخه جوړ شوي وو،چې ځانګړې ښكلا يې درلوده،ديوالونه،چت،د خوړو لوښي،ډول ،ډول ميزونه او څوكۍ ټول له لرګيو جوړ شوي وو،خوړن ځاي ،تشناب او پكې موجود ټول توكي له ډبرو او ښيښو څخه جوړ شوي و،حتي د لوبو سامانونه او بريښنايي شيان هم لرګين وو،چې ډير ښكلى او خاص مهارت پكې كارول شوى او ځانګړې بڼه يې درلوده،دا ودانۍ يواځې بيلګه وه او اړوند چارواكي راته وويل چې دا شان په سلګونو نورې ودانۍ هم جوړې او پلورلو ته تيارې دي،چې د بيجينګ په پرتله هلته د كورونو بيه هم تر ډيره حده ټيټه ده،

ددغو كورونو تر ليدلو وروسته د يوې نندارې په لور وخوځيدو،كله چې د نندارې تالار ته ننوتلو هر كس ته د پتو يا قطو يوه يوه پاڼه وركړل شوه چې دا بيا د لوبې په ترڅ كې په كار وه،په لمړي سر كې هر چا د خپلې خوښې خواړه او د څښاك لپاره څه واخيستل چې په بدل كې يې پيسې نه اخيستل كيدې ځكه له پخوا څخه ددې كار لپاره پيسې وركول شوې وې، دنندارې په لمړي سر كې د تيان جين ښار په هكله يو لنډ ويډيويي فلم وښودل شو،تر هغه وروسته د ټوكوټكالو په زړه پورې پروګرام پيل شو،كه څه هم زه تر ډيره حده د هنرمندانو په خبرو نه پوهيدم خو د هغوى كړنې ډيرې جالبې وې او ټول نندارچيان يې خندول،بيا د سندرو ويلو او نڅا پروګرام پيل شو.دې كسانو هم په خپل وار په زړه پورې نندارې ترسره كړې چې حاضرو نندارچيانو په تودو احساساتو ورته لاسونه پړكول،بيا د پتو يا د قطو د سيالۍ وار راورسيد،ما مخكې تاسو ته وويل چې تالار ته د ننووتلو پر مهال هر تن ته د پتو يوه يوه پاڼه وركړل شوې وه،نو د هغو له مخې ځينې كسان ټاكل كيدل.چې لمړنۍ پته زما په لاس كې له پتې سره برابره وه،كه څه هم په لمړي سر كې زړه نا زړه وم خو د ستيژ پر سر ولاړ وياند او نورو نندارچيانو دې ته وهڅولم چې د ستيژ سر ته ورشم ،په همدې شان تر ما وروسته لس تنه نور هم وټاكل شول،چې پخپل وار د دريځ يا ستيژ سر ته راغلل،بيا ورسته دوه كسيزه سيالي پيل شوه چې په سيالۍ كې زما ملګرى ډير تكړه وو،او د ټولو كسانو له منځه پردې وتوانيد چې دغه سيالي زموږ پر ګټه پاي ته ورسوي،نو ځكه خو د سيالۍ په پاې كې موږ ته ځينې سوغاتونه هم راكړل شول، دغه نندارې د مازديګر تر شاوخوا پنځو بجو روانې وې،چې تر هغه وروسته له نوموړي ځاى څخه راووتلو او د څو شيبو لپاره د سمندر پر غاړه وګرځيدو او ځينو كسانو يو شمير عكسونه واخيستل،او شاوخوا شپږ بجې كيدونكې وې چې بيرته خپلو بسونو ته وختو او د بيجينګ په لوري را روان شولو.او د ماښام په شاوخوا كې دغه ښار ته راورسيدو،كه څه هم اوس په بيجينګ كې يم خو د تيان جين د ښكلي ښار منظرې مې تل په ياد كې دي.