<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-30 18:03:33    
د چين په کليوالو سيمو کې د سره صليب ملکی ټولنه

cri

د سره صليب ټولنه د يو مرستندويه سازمان په توګه د کنډوالو او ناورين ځپلو وګړيو سره په مرستې بوخت دی او د بشری مرستې په کارونو کې ګډون کوي .د چين د سره صليب ټولنه په ١٩٠٤ کال کې جوړه شوې او تر اوسه پوری د ولايتونو په کچه ٣١ ځانګې لري .

د چين په جنوب ختيځ د فوجيان ولايت د سی سی ښار د جين شانګ په علاقه داری کې د سره صليب يو ملکی ټولنه کارکوي چې په پوره توګه د خلکو ترمنځ د پيسو او شيانو د راغونډولو په اتکا د عامو خلکو له خوا جوړه شوې او په خيريه فعاليتونو لاس پوری شوی چې په دی بهير کې د خلکو له خوا هر کلی شوی دی .

دغه علاقه داری يوه ساحلی سيمه ده او نفوس يی له لس زرو څخه کم دی .خو په بهرنيو هېوادونو کې د دغې سيمې د اوسيدونکو شمير له لس زره تنو څخه اوښتی دی او د هر تن په سر يی کلنی عايدات له اتو زرو يوانو څخه زيات دی .که څه هم د دغې علاقه داری اقتصاد پرمختللی دی او د خلکو ژوند يی شتمن دی .خو لاهم يو شيمر هغه وګړی موجود دی چې د ناروغيو او يا دناورين له امله په بی وزلی حال کې پاتی دی او ټولنيزو مرستو ته يی اړتيا لري .

په ١٩٩٩ کال کې يوه ورځ ښاغلی وو چې چانګ چې د کلتوری شيانو په پلورنې بوخت و ،له دی امله چې يو بی وزلی سړي د خپل مور د ناروغۍ د علاج لپاره د فلپين خپلوانو ته د يو ليک د ليکلو لپاره ورڅخه مرستې غوښتنه وکړه چې د يو صندوق د جوړولو فکر وکړ .

د ده افکار د ښاغلی چيو يو شانګ له افکارو سره يو شان وو.نو د دوی د کوششونو له امله د ٢٠٠١ کال د جنوری په ١٧ نېټه د دغې علاقه داری د سره صليب ټولنه په رسمی توګه جوړه شوه او له جوړولو وروسته يی اغيزمن کارونه تر سره شول .

په دغه علاقه داری کې د يو کوچنی هلک چيو يو يو بدنی معاينې په ترڅ کې د زړه ناروغی کشف شوې خو د کورنی د اقتصادی ستونزو له امله د ناروغۍ د درملنې توان نه دی موندلی .

د دغه خبر له تر لاسه کولو وروسته ښاغلی چيو او ښاغلی وو د مقوی درملونو په وړلو سره د دغه هلک کور ته ورغلي وو.د همدی ورځې په سهار دغې ټولنې په بيړنۍ توګه د شورا د غړيو غونډه تر سره کړه چې له بيلا بيلو کليو څخه ٣٠ تنو پکی ګډون وکړ .د دغه هلک د ناروغۍ حالت له معلومولو وروسته ټولو کسانو پيسی ور کړي چې د دوی د کوششونو له امله يو لک او ديرش زره يوانه راغونډ شول .

په اخر کې چيو يو يو د دغه ولايت د پوځيانو په عمومی روغتون درملنه ومنله او له څلورو مياشتو وروسته له ناروغۍ نه جوړ شو او بيته يی سوونځۍ ته په ورتللو پيل وکړ .

له ٢٠٠١ کال راهيسی دغې ټولنې څه د پاسه څلور لکه يوانه راغونډه کړې چې دری زره وګړيو ور څخه ګټې تر لاسه کړي دي .د دوی د چارو د پرمختګ له امله د دغې ټولنې د غړيو شمير له ٣٧ څخه ٢١٢ تنو ته زيات شوي او غړی يی له لسو کليو څخه شاو خواو علاقه داريو ته هم پراخ شوی دی .

اوس سره صليب دغه ملکی ټولنه نه يوازی خپله شورا لري بلکې د ماليې او غونډو جدی نظامونه لري .دغه راز په ټاکلی وخت کې د غړو غونډه او د اړوندو مقرراتو سره سم خپل کارونه تر سره کوي .