<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-30 19:12:19    
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ته نژدی په يوه چاودنه کې لږ تر لږه دوولس تنه وژل شوي دي ( نوی )

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې : د سپتمبر په دېرشمه نېټه سهار د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د ودانې په وړاندې د يوې ځان مرګې چاودنی له امله لږ تر لږه دوولس تنه ووژل او دوه څلويښت تنه نور ټپيان شول . د طالبانو وياند وويل چې دوی د دغې چاودنې پړه په غاړه لري .

د کابل د پوليسو د معلوماتو له مخې په همدې ورځ سهار په اتو بجو نژدی سل تنه د کورنيو چارو وزارت په وړاندې د پاسپورت د اخيستلو په موخه انتظار کاوه او په دغه وخت کې د چاودنې تر سره کوونکی د خلکو تر منځ بمی چاودنه وکړه .

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند وويل چې په دوولس تنو وژل شويو کسانو کې دوه تنه افغان پوليسان او نور يی ملکي خلک دي .