ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم !دا د چين بين المللی راډيو ده ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د ستاينی لپاره د مشهور سندری جوړونکی ليو لين له خوا ليکل شوی يو لړ سندری وړاندی کړو٠ لومړی به مونږ په ګډه د ليو لين له خوا ليکل او د پنګ لی يوان له خوا ويل شوی سندره واورو چی نوم يی دی د مور سيند٠ په سندره کی ويل شوی :
د شفتالو ګلونه سره دی
د پاک ګلونه سپين دی
د ازاليا ګلونه غره په ټوله لمن کې غوړيږي
نن ګلونه غوړيږي
پسرلی د چا لخوا ليږل کيږي ؟
د مور سيند څپه په څپه راځي
له څپاندو اوبو څخه څومره مينه او پاملرنه ښکاري ،
اوبه يي له دښتونو څخه سمندر ته بهيږي
وګوره ، ځمکه له رنګارنګ ګلونو څخه ډک بريښي ـ
( سندره ١ )
ليو لين چې عمر يي ٦٣ کاله دي او لومړی د عړ هو په نامه د موسيقی د ألی غږونکی و چې دغه أله دوه تارونه لری ٠ په ١٩٦٢ کال کی هغه د چين د ملی هنری ډلی د يوه موسيقی غږونکی شو ، خو وروسته ليو لين د سندرو ويلوپه زده کړی پيل وکړ
چی د خپلو زيارونو له برکته د چين ولسی او بهرنيو سندرو په ويلو کی ډېر تکړه شوی دی٠ په ١٩٧٩ کال کی هغه د چين د ستاينی په نامه په لويه هنري ننداره کی ګډون وکړ او په ١٩٨٣ کال کی يی د چين د موسيقی په مرکزی پوهنتون کی د موسيقی کلتور زده کړه کړی چی د موسيقی له کلتور سره يو ځای شوی او د خپلو احساساتو د څرګندولو لپاره يی يوه ډېره ښه لاره پيدا کړی٠
( سندره ٢ )
ګرانو اوريدونکو ، تاسو همدااوس د ليو لين له خوا ليکل شوی يوه سندره واوريده چی نوم يی وو پسرلی رارسيدلی دی٠ د پروګرام په پای کی به مونږ په ګډه د سون لی ينګ له خوا ويل شوی يوه خوندوره سندره واورو چی نوم يی دی د هېواد د ستاينی سندره٠
( سندره ٣ )
ګرانو اوريدونکو، د خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ ننني پروګرام په همدي ځای پاي ته رسيږی ! روغ او خوشحاله اوسئ!