<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-01 16:49:42    
د راين سيند

cri

د راين سيند په اروپا کې له والګا او دانيوب سيندونو وروسته دوهم لوي سيند دی چې د ألپ له غرونو څخه سرچينه اخلي او يو زر او درې سوه او شل کيلومتره اوږدوالی لری . ددغه سيند حوضه د شمالي معتدلې دايرې د اتلانتيک سمندر په اقليم پوری اړه لری ، نو هوا يي معتدله او لنده ده او اورښت يي زيات دی چې په دې حوضه کې د اورښت کلني اندازه يو زر او سلو مليمترو ته رسيږي او په دغه سيند کې د اوبو بهيدو منځنی ظرفيت په ثانيه کې دوه زره او دوه سوه مکعب متره دی ، نو دغه سيند د بيړيو د تګ راتګ ، د بريښنا توليد ، د اوبو برابرونې ، سيلانۍ ، اوبو لګولو او د ايکولوژيکي چاپيريال د ساتنې په شمول زيات رول لوبوي .

د راين سيند اوبه چې د حوضې پراخوالی يي يو سل او پنځه اتيا زره مربع کيلومتره دی ، له سويس، جرمني ، فرانسې ، اطريش ، لوکزامبورګ ، هالند ، بيلژيک ، ايتاليا او لختن اشتاين څخه شمالي سمندر ته بهيږي . ان له ميلاد نه مخکې جرمنيانو ددغه سيند په اوږدو کې لرغوني اروپايي تمدن جوړ کړی و . اوس پنځوس مليونه تنه په دې سيمه کې اوسيږي او د اوسپنو او فولادو ، ساختماني موادو ، ماشين الاتو ، الکترونيکي شيانو جوړولو او د نفتو او کيميا په شمول ډير مشهور صنعتي ښارونه پکي پراته دي چې دغه ښارونه د لويديځې اروپا په اقتصادي او ټولنيز ژوند کې مهم رول لوبوي .

په لرغوني جرمني ژبه کې راين د پاکوالي او سپيڅليتوب مانا لری . د تيرې پيړۍ په پنځمه لسيزه کې د راين سيند اوبه ډيرې پاکې او د لامبو وهلو لپاره مساعدې وې . خو د پنځمې لسيزې له پای راهيسی د سيند په دواړو غاړو کې د انرژۍ ، کيميا او فلزاتو د ويليدو فابريکې جوړې شوې چې په پايله کې سيند ته د ککړو شويو اوبو د بهېدو له امله يی اوبه ډېری زياتی ناولی شوي دی . د تيرې پيړۍ تر اومې لسيزې پورې په دغه سيند کې د کبانو ډولونه ډير کم شوی و چې په نتيجه کې د راين سيند د نړۍ له ډيرو ککړو شويو سيندونو څخه وشميرل شو .

د نولس سوه پنځوسم کال د جولاي په مياشت کې د هالند په وړانديز د سويس ، فرانسې ، لوکسومبورګ ، جرمني او هالند شپږو هيوادونو د راين سيند د ککړتيا د مخنيوي د لارو چارويه موندلو پيل وکړ او د نيمې پيړۍ د کوششونو له برکته د راين سيند ښکلي منظرې بيا اعاده شوي ، د سيند په دواړو غاړو کې د ترانسپورټ ، اوبو لګولو او د سيلاوونو د مخنيوي پروژې ويجاړې شوي او سيند ته د ککړو شويو اوبو او نورو موادو د ايستلو اندازه هم تر کنترول لاندي راغلې ده ، نو څلور کاله دمخه د م م د يونيسکو سازمان لخوا د پنځه شپيتو کيلومترو په اوږدوالي د راين سيند منځنۍ برخه د ډول ډول کلتورونو په شمول د طبيعت ساتونکي ميراث په توګه وټاکل شوه . تر دوه زره دريم کال پورې د راين سيند اوبه پاکې شوي او هغه کبان او د اوبو نباتات چې د زياتو کلونو لپاره نه ليدل کېدل ، اوس بيا ليدل کيږي .

د تيرې پيړۍ له اتمې لسيزې څخه تر اوسه پورې د راين سيند په اوږدو کې چاپيريال په څرګند ډول ښه شويدی . په روانه پيړۍ کې د راين سيند د ساتنې نړيوالې کميټې د سيند په اوږدو کې د ايکولوژيکي سيستم دوام لرونکي پرمختګ د لومړني موخې په توګه وباله چې د سيند اوبه نوری هم پاکې شي .

باور دی چې د راين سيند په حوضه کې د طبيعي سرچينو د دوام لرونکي کارونې او سالم ايکولوژيکي سيستم لخوا د برابرو شويو خدمتونو له لارې ددغه سيند په دواړو غاړو کې د اقتصاد او ټولنې له دوامدارونکی پرمختګ څخه ملاتړ وشی چې د چاپيريال د ساتنې او د اقتصاد د پياوړتيا په دواړو برخو کې ګټې تر لاسه شي .