<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-02 16:53:58    
د چين تصدۍ د نښه لرونکو توکيو د توليد لپاره کوشش کوي

cri

ګرانو اوريدونکو ،په وروستيو کلونو کې د چين له خوا توليدشوی توکي په بهرنيو هېوادونو کې ښه بازار لري او د بهرنيانو هر کلی او پاملرنه يې ځان را اړولې ده .د توليداتو د پلورلو په ترڅ کې د چين صنعتګاران پر دی پوه شوي چی د توليداتو د نښو ټاکل د دوی تصدۍ د پرمختګ لپاره ډير اهميت لري .د چين د توليداتو په دوديزو چارو او د عصری تکنالوژۍ په ساحه کې ځينی مشهورې نښې رامنځته شوي دي .د چين د اقتصاد او سوداګرۍ په دغه پروګرام کې به تاسو ته د چين د نښه لرونکو تصديو د پرمختګ په باب معلومات وړاندی کړو .

د توليداتو د صاداراتو د زياتوالی ترڅنګ خلکو دې ته پام کړې چې د چين د مشهور نښه لرونکو تصديو له خوا د توليد شويو توکيو شمير کم دي او پرډيرو يی بهرنی نښې لګول شوي دي .نو د چين تصديو له صادراتو څخه لږې ګټې تر لاسه کړي دي .د دغه حالت په وړاندی د توليداتو د پلورنی په برخه کې د زياتو تجربو له تر لاسه کولو وروسته د چين تصديو د نښه لرونکو توکيو په توليد پيل کړی دی .

د ډير وخت راهيسی بهرنيو نښو د چين د موټر په بازار کې زياته برخه نيولې ده .خو په وروستيو کلونو کې د چين داسی موټر توليدونکی تصدۍ په پر له پسی توګه رامنځته شوي چې د ځانګړی مالکيت پر حق باندی ولاړی دی .د مثال په توګه د چی ژوی په نامه شرکت يوه همدغه شان تصدي ده . د چين د منځنۍ کچې موټرونو په بازار کې د دغه شرکت له خوا د توليد شويو موټرونه نه يوازی د خلکو له خوا هر کلی کيږي بلکې زياتره يی بهرنيو هېوادونو ته پلورل کيږي .د روان کال په لومړنی نيمه کې د چی ژوی په نامه د نښه لرونکو موټرونو

صادرتی اندازې د چين د ټولو موټرونو د صادارتی اندازې په سلو کې ٧٠ برخه نيولی او څه د پاسه څلويښت هېوادونو او سيمو ته پلورل شوي دي .دغه راز د روان کال له پيل څخه د چی ژوی په نامه نښه لرونکی ماشينونه شمالی افريقا ته پلورل شوي او يوازی امريکا ته صادر شوی اندازه يی له اوه زرو څخه اوښتي ده .د دغه شرکت د عمومی مدير مرستيال لی فونګ وويل نښه لرونکی توليدات د شرکت د پرمختګ ضمانت دي .(اواز.........)

مونږ هغو نښه لرونکو موټرونو ته پاملرنه کوو چې کمې انرژۍ کارول کيږي دغه راز مونږ د دغو موټرونو د بشپړتيا لپاره هم کوشش کوو چې په بازار کې زمونږ د نښو اغيزه زياته شی .

د دغه شرکت پرمختګ د چين د ان هو ولايت د وو هوو ښار د شتمنۍ لامل هم شوی دی .له ١٩٩٨ کال څخه تر اوسه پوری د دغه شرکت په اړه د موټرونو د تجهيزاتو دوه ديرش توليدونکو تصديو دغه شرکت ته د خدمتونو د برابرولو لپاره په دغه ښار کې پانګه اچولي ده او د روان کال په لومړنی نيمه کې د چی ژوی او دغو تصديو توليدی اندازه ٩ مليارډ او دری سوه مليونو يوانو ته رسيدلی چې دغه اندازه د دغه ښار د صنايعو د عمومی توليدی ارزښت په سلو کې څلويښت برخه نيولی ده .

د چين مشهورې نښې نه يوازی په دوديزو چارو کې بلکې د عصری تکنالوژۍ په چارو کې هم رامنځته شوي دي .د بيجينګ د هوی چی د ډيجټل او علومو محدود شرکت چې په ١٩٩٣کال کې جوړ شوی اوس د چين د ډيجيټل توليداتو په برخه کې د مشر رول لوبونکي په توګه بلل کيږي .د دغه شرکت له خوا توليد شوی توکي په چين کې ښه بازار لري او د پلورنی ارزښت پرمختيايی انډول يی په تيرو

دوامدارو لسو کلونو کې په سلو کی ٦٠ ساتلی دی .تير کال د دغه شرکت د توليداتو د پلورنې ارزښت نژدی دوه مليارډيوانو ته رسيدلی دی .د شرکت عمومی مدير خبريال ته وويل (اواز..............)مونږ په دی پوه شوی يوو چې د مشهورو نښه لرونکو توليداتو له مخې له توليداتو سره د خلکو باور او اختراعی روحيه هم څرګنديږي .نو زمونږ شرکت د يوې نړيوالې نښه لرونکی تصدۍ په توګه لومړی د کورنيو خلکو لپاره خدمتونه تر سره کوي او پر دی بنست بهرنيو اخيستونکو ته هم خدمتونه برابروي .

له دی امله چې مخ په زياتيدونکی تصدی دی ته پام کړی چې نښه د تصديو د پرمختګ لپاره ډير اهميت لري ،نو لازياتې تصدۍ لکه چی ژوی ،هوی چی او بی دو د نښه لرونکو توليداتو د جوړولو لپاره ډيره پانګه اچوي .د چين د سوداګرۍ وزير بو سی لای وويل (اواز............) اوس په نړۍ کې د چين له خوا توليد شوی نښه لرونکی توليدات ډير مشهور دي خو مونږ بايد لازيات غوره توليدات ولرو .