نان جينګ پوهنتون چی د نان جينګ په ښارکی دی، د چين يو مهم عمومی پوهنتون دی او د پوهنې له وزارت سره تړاو لری. دغه پوهنتون په ١٩٠٢ 1کال کی جوړ شوی او په تاريخ کی يی بيل نومونه درلودل. د ١٩٥٠ کال په اکتوبر کی د ښوونې او روزنې وزارت لخوا نان جينګ پوهنتون ونومول شو.
اوسنی نان جينګ پوهنتون دوه برخه لری او پراخوالی يی دوه سوه څلويښت هکتارو ته رسيږی چې پکی ښه منظره ، ستری ودانۍ او د تعليمی او علمی څېړنې عصری تاسيسات شته. د دغه پوهنتون عمومی توان په چين کی له لومړنيو پوهنتونونو سره برابر دی. کيميا پوه پروفيسر چن جون د دغه پوهنتون اوسنی مشر دی. د مې شلمه نېټه د نوموړی پوهنتون د جوړېدو له ورځی سره برابر ده.
د نان جينګ پوهنتون تاريخ تل د هېواد او ملت د سرنوشت او د ټولنې له بدلون سره نژدی اړيکی درلودې. د ١٩١٩ کال د می د څلورمې نيټې د چين د ځوانانو د عملياتو په موده کی نان جينګ پوهنتون په نان جينګ ښار کی له هېواد سره د مينه والو ځوانانو يو مرکز و. د شلمی پېړۍ په دوهمه لسيزه کی د چين د سوسياليستی ځوانانو ډلې دوهم کانګړس دلته تر سره شوه.
د چين له ورخلاصون او اصلاحاتو راهيسی، نان جينګ پوهنتون د ګړندی پرمختګ په حال کی دی. اوس دغه پوهنتون اوه لس پوهنځی او دوه پنځوس څانګی لری. شپږ مهم دولتی لابراتورونه ، د بنسټيزې علمی څېړنې يولس اډی هم پکی شاملې دی. د دوه زرو تنو ښوونکيو له ډلې څخه يی شپږ سوه څلور پنځوس تنه پروفيسران ، دېرش تنه د چين د علمې او انجنيرۍ اکاډمی غړی دي.
نان جينګ پوهنتون د روزنې او ښوونې په برخه کی ستر برياليتوبونه تر لاسه کړی دی. د بيلګی په توګه، د علم په نړيواله ساحه کی، له نوموړی پوهنتون څخه فارغ شوی اوو تنو زده کوونکيو د امريکا د ولسمشر جايزې تر لاسه کړې. د انګليسی ژبی د لوستلو په سياليو کی چې په بريتانيا کی جوړې شوی، د دغه پوهنتون زده کوونکيو دوه ځله لومړی مقام نيولی دی. په ١٩٩٩ کال کی د خپلو زده کوونکيو د کوششونو له لارې، د دغه پوهنتون په سترو برياليتونو سره په خپلو تعليمی کارونو کی د چين د ښوونې او روزنې وزارت لخوا غوره ارزونه تر لاسه کړه.
نان جينګ پوهنتون د ښوونې ښه شرطونه لری. په کتابتون کی يی د کتابونو شمېر له څلور مليونو دوه لکو نوی زرو څخه زيات دی او د علمی څېړنې لپاره يو سل او اته ويشت رنګارنګ مرکزونه پکی شته. دغه پوهنتون له بهرنيو پوهنتونونو سره ډېرې علمی تبادلې کوی. له ١٩٧٩ کال راهيسی دغه پوهنتون د دېرشو هېوادونو له يو سل او اتياوو پوهنتونونو او د علمی څېړنې ارګانونو سره د تبادلې او همکارۍ اړيکی ټينګی کړی او يو سل او شل نړيوالی غونډی يی جوړې کړی. دوه زره پنځوس تنو ښوونکيو يی په بهرنيو هېوادونو کی زده کړې او يا هم بهر ته سفرونه کړی. يو زر او اته سوه تنو بهرنيو پوهانو په بلنه په نوموړی پوهنتون کی زده کړی ور کړي او شپږ زره تنو بهرنيو زده کوونکيو په دغه پوهنتون کی زده کړې کړی دي. د امريکا پخوانی ولسمشر بوش، د فرانسی پخوانی ولسمشر ميتراند او د استراليا پخوانی صدراعظم هوکی په شمول بهرنيو مشرانو له دغه پوهنتون څخه ليدنې کړی وې.