<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-02 17:13:22    
د چين قزاقی مالداران ګام په ګام خپل کوچيانی ژوند دايمی استوګنځيو ته بدلوی

cri

د چين د شينجيانګ د څو قومونو مالدارانو د تاريخ په اوږدو کښی کوچيانی ژوند کاوه چې د فصلونو د بدليدو تر څنګ يې د دوبنيو او ژمنيو څړځايونو ترمنځ کډه کوله او دايمی استوګنځی يې نه درلودل٠ خو اوس اکثرو مالدارانو د ولسی حکومت په مرسته په يو ډول نوی او عصری ژوند يعنی په دايمی استوګنځيو کښی په أرام ژوند پيل کړی او دغه ژوند ګام په ګام د شينجيانګ د مالدارانو د ژوند عمده بڼه ګرځيدلی ده٠

د وروموچی په ولسوالۍ کښی د قزاقی مالدارانو څه دپاسه دوه زره او اووه سوه کورونه شته او تر اوسه پوری له دوی څخه دوه زره او دری سوه کورونو په بشپړه توګه ديره يا نيمه ديره شوی دی ٠د دوی استوګنځی په عمده توګه د ښارګوټو د اطرافو په نيمه کرنيزو او نيمه مالداری سيمو کښی پراته دی چې هلته سوداګريز اقتصاد پرمختللی ، د کرنې وړ مځکې زياتې او د اوبو، بريښنا او سړکونو اسانتياوې هم پکښی شته٠

لږه موده مخکښی خبريالانو په دغې ولسوالۍکی د قزاقی مالدارانو له يوه نوی استوګنځی څخه ليدنې کتنې وکړې٠ په سيمه کښی يې وليدل چګې له خښتو څخه جوړ شوی کورونه په قطار ولاړ دی، بامونه يی سره او ديوالونه يی سپين ښکاريدل، د مستقيمو سړکونو په دواړو خواوو کښی شنې ونې ولاړې او له ليری ځای څخه په واورو پټ غرونه ښکاريدل٠ ټول استوګنځي أرام او ښکلی ښکاری٠

د وروموچی ولسوالۍ د مالدارۍ چارواکی محمد بابا عمر چې د قزاقی قوم

هېوادوال دی، خبريالانو ته وويل : په دغه ولسوالۍ کښی د مالدارانو د ټولو استوګنځيو ساختمانی معيار لوړ دی چې هرې کورنۍ له خښتو او سمنټو څخه اويا مربع متره کور او اتيا مربع متره ګرم غوجلې جوړې کړی دی او د سړک، د نلونو اوبه ، بريښنا او غاز أسانتياوې هم ورسره شته٠ د دغو استوګنځيو د ودانولو لپاره عمومی پانګه اچونه ديارلس مليونو ژن مين بی يوانو ته ورسيدې چې د ولسوالۍ حکومت هر کور ته دری اتيا زره ژن مين بی يوانه ورکړل او مالدارانو پخپله هيڅ لګښت و نه کړ ٠

د مالدار محمد چېس کورنۍ د دغه راز کورونو له خاوندانو څخه شميرل کيږی٠ د ده کورنۍ د څلورو نسلونو لس تنه غړی لری، په روان کال کښی دوی ته د استوګنځی دری سيته کورنه ويشل شوی، د ده دوه زامنو واده کړی ، نو هر يو ته يو يو کور ورکړی شوی ، محمد چېس له خپلې ميرمن، مور او کوچنی لور سره يو ځای په يو جلا کور کښی اوسيږی٠

خبريالانو وليدل چې د محمد چېس کور د قزاقيانو د دودونو له مخی سينګار او ښکلی شوی او پر څلورواړو خواوو ديوالونو باندی يې رنګارنګ غالۍ ځوړندې وې٠ په کور کښی د يوه ميز پر سر د قزاقی قوم ډول ډول ځانګړی خوندور خوراکونه ايښودل شوی چې د کور ميرمن په تودو احساساتو سره خبريالانو ته هرکلی وايه او د خوراکونو د خوړلو ست يې ور ته کاوه٠

د محمد چېس مور اتيا کلنه ده ، خو ډيره ښه روغتيا لری او يوه خوشحاله سپين سری ده٠ پخوا هغې تل کوچيانی ژوند تيراوه او هيڅکله يې په دومره پراخ ، روښانه او ښکلی کور کښی د اوسيدو په هکله خوب هم نه و ليدلی٠ هغې د يوې خبريالې د لاس په نيولو سره وويل : پخوا زما د کورنۍ لس غړی په يوه کوټه کښی اوسيدل ، زه چې اتيا کلنه يمه ، پخوا هيڅکله په دومره ښو کورونو

کښی نه وم اوسيدلی٠ خو اوس مونږ دری جلا جلا کورونه لرو ٠ نو د زړه له کومی له خپل ولسی حکومت څخه مننه کوم ٠ ٌ

د محمد چېس د کور په انګړ کښی د وښو رېبلو يو ماشين موجود وو او د ژويو ساتلو لپاره څو غوجلې هم شته ٠ نور مالداران چې د محمد چېس په شان يې له کوچيانی ژوند څخه لاس اخيستی، هم په خپلو دايمی کورونو کښی نوی ژوند تيروی، ټول ژوي يې په دغو غوجلونو کښی ساتل کيږی او کرل شوی واښه ورکوی، که په ژمی کښی سخت واوره واوری ، د ژويو لپاره کافی واښه هم برابريدلی شی٠ د وروموچی ولسوالۍ د مالدارۍ چارواکی محمد بابا عمر خبريالانو ته وويل : هغو مالدارانو ته چې په دايمی کورونو کښی ژوند کوی ، د ژوند د ښه چاپيريال د برابرولو لپاره د ولسوالۍ حکومت د پانګو په اچولو سره د ژويو د وښو او غلودانو د کرلو لپاره څه دپاسه يو زر او دری سوه هکتاره ځانګړی مځکې أبادې کړې چې پکښی واښه او اوربشی وکر ی٠

د دغو ديرو په جوړولو او نيولو سره نه يوازی د قزاقی قوم د مالدارانو د توليدی چارې او ژوند بڼه بدله شوې، بلکی د دوی لپاره يې د روغتيا ، ژوند ، کار او زده کړو ښې زمينې هم برابرې شوېدي٠ مثلأ پخوا د کوچيانی ژوند په موده کښی د مالدارانو لپاره طبی او روغتيايی زمينې خرابې وې ، دوی به د ناروغۍ د درملنې په موخه د يوې شپې ورځې غرنيو لارو په وهلو سره د ولسوالۍ مرکز ته ورتلل ، خو اوس د ولسوالۍ حکومت په خاصه توګه د دوی په هر دايمی استوګنځی کښی يو روغتون يا کلنيک جوړ کړی دی ، که مالداران ناروغ شی ، پر وخت يې درملنه کولای شی٠