د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اکتوبر د دوهمې نېټې سهار په لسو بجو د افغانستان د پلازمينې کابل په ختيځ جلال اباد ته پر لار يوه ځانمرګي چاودنه وشوه. د عينی شاهدانو په وينا، بريدکوونکی په داسی حال کی د لارې پر غاړه ناست و چې د چاودنې مواد يی تر ملا تړل شوی و. کله چې د ناتو د ګزمی يو موټر د ده له مخ تيريده، بريدکوونکی سمدلاسه منډې کړې او له چاودنې وروسته ځای پر ځای ووژل شو او د ناتو دری تنه سرتيری او دری تنه نور عام خلک ټپيان شول.
روان کال څه دپاسه دوه زره او څلور سوه تنه د افغانستان په بيلا بيلو شخړو کی وژل شوي دی.