د ازادې لامبو وهلو ملکه __ شاني ګولد
د استراليا پيغلې شاني ګولد چې په هغه وخت کې عمر يی شپاړس کاله وه د مونيخ د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د ازادې لامبو د ٢٠٠ مترو او ٤٠٠ مترو په سياليو کې او د ٢٠٠ مترو د څو مختلفو ډولونو لامبو په سياليو کې يی د سرو زرو مډالونه تر لاسه کړل او له دې امله يی د ازادې لامبو وهلو د ملکې لقب حاصل کړ .
د چنګښی په ډول د لامبو د پيړۍ لوبه
د مونيخ د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د چنګښی په ډول د لامبو وهلو په سياليو کې د امريکا غوره لوبغاړی جون کين د جاپان له غوره لوبغاړی تاګوچي نوبوتاکا سره مخا مخ و . د چنګښی په ډول د لامبو د ١٠٠ مترو په لوبه کې د جاپان لوبغاړی د نوبو تاکا بريالی شو ، خو د چنګښی په ډول د لامبو د ٢٠٠ مترو په سيالۍ کې جون کين د سرو زرو مډال تر لاسه کړ . دواړو کسانو په جلا جلا توګه د دوو سياليو نړيوال ريکاردونه مات کړل . نو له دې امله د دوی ترمنځ سيالي د چنګښی په ډول د لامبو وهلو د پيړۍ لوبه وګڼل شوه .
د مونيخ د اولمپيک په لوبو کې زرينه پيغله اولريکي مېتارڅ
د المان د جګ ټوپ وهلو لوبغاړې اولريکي مېتارڅ د مونيخ د اولمپيک له سپورتي لوبونه مخکې په هيڅ نړيوالو لوبو کې ګډون نه وکړی. خو په هغه وخت کې
پيغله مېتارڅ شپاړس کلنه وه او د جګ ټوپ وهلو په سيالي کې په بريالی ډول د يو اعشاريه دوه نوی مترو لوړ ټوپ وواهه او د ښځينه جګ ټوپ وهلو په تاريخ کې د سرو زرو مډال ډېره کوچنۍ اخيستونکې وه . له دغې سيالي وروسته د المان ټولو ورځپاڼو مېتارڅ ته د مونيخ د زرينې پيغلې نوم ورکړ .
د ديپلوماتيکې ستورې په نامه لوبغاړې کوپبيت
که د مونيخ د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د شوروی اتحاد لوبغاړې پيغله کوپبيت د خلکو له خوا د ډېرې مينه وړ لوبغاړې په توګه وټاکل شوه . په هغه وخت کې هغه اولس کلنه وه د موازنې لرګي ، ازاد جمناستيک او ډله ايز جمناستيک په سياليو کې يی د سرو زرو درې مډالونه تر لاسه کړل . کله چې پيغله کوپبيت د لوبې ډګر ته داخله شوه ، نو نندارچيانو ورته تودې چکچکې وکړې ، د اولمپيک د سپورتي لوبو له ختميدو وروسته هغې د بلنو له مخې د بريتانيا ، امريکا او ايران په ګډون له يو شمير هېوادونو څخه ليدنې وکړې . د خلکو په اند په ديپلوماتيکه ساحه کې د پيغلې کوپبيت رول د شوروی اتحاد د لسو تنو ديپلوماتانو د رول سره برابر و .
غوره لوبغاړی او انجنير انيکسايف
د مونيخ د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د شوروی اتحاد لوبغاړی وشيلی انيکسايف د لومړی ځل لپاره د اولمپيک په سپورتي لوبو کې ګډون وکړ . له يو سل او لس کيلوګرامو څخه د زيات روند وزن په سياليو کې يی د سرو زرو مډال تر لاسه
کړ . ښاغلی انيکسايف د ونې د پری کوونکي په کور کې زيږيدلی دی . هغه نه يوازی ډېر قوی دی ، بلکې يو مشهور انجنير هم دی . نو له دې امله خلکو ورته غوره انجنير او تکړه لوبغاړی ووايه .