<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-04 16:39:18    
د ځونګ چيو په نامه جشن بيا راورسيد

cri

د چين په دوديزو جشنونو کې د ځونګ چيو په نامه جشن يو ډير مهم جشن ګڼل کيږي ٠ د چين د کرهنيزې جنترۍ له مخې هر کال د اګيست پنځلسمه نيټه د ځونګ چيوپه نام له جشن سره برابره ده ٠ هر کال په دغه نيټه کې د شپې په وخت کې سپوږمۍ ډيره روښانه او پوره دايروي ښکاري ٠ د دودونو له مخې د دغې نيټې د شپې په وخت کې د هرې کورنې غړي بايد يو ځاي سره راغونډيږي ، د خپل کور په انګړ او يا په بهر کې د يوي بين په نامه يوه ډوله خواږه خوړه خوري او د سپوږمۍ سيل کوي ٠ د چينايانو له پاره د خوښې وړ خبره خو دا ده چې د روان کال د ځونګ چيو په نام جشن د اکتوبر له شپږمې نيټې سره برابر دي چې دغه ورځ به د چين د ملي جشن د روحصتيو په موده کې تيره شي ، نو د دغه جشن فضا به لا نوره هم ډيره توده شي ٠

د چين د جنوب لويديځ د سه چوان ولايت د چنګ دو ښار اوسيدونکي ښاغلي يانګ بيان د حکومتي سازمان يو کارکوونکي دي ٠ هغه وويل چې د ځونګ چيو په تيرو جشنونو کې مو د يوي بين د خوړلو ، د کشتۍ د چلولو لوبو د سيل او داسي نورو فعاليتونو کې برخه درلوده ، خو د روان کال په دغه جشن کې به خپل پروګرام بدل کړم ٠ د جشن په موده کې به زه او زما ملګرې بهر ته سفر وکړو او په نورو ځايونو کې به د سپوږمۍ سيل وکړو ٠ هغه وويل چې د چنګ دو ښار د هوا له امله سپوږمۍ صفا او روښانه نه ده ٠ خو د سي څانګ په ښار کې چې

له چنګ دو څخه زر کيلو متره ليري دي ، هوا ډيره ښه ده ، نو د جشن په ورځ کې ډيره روښانه ، لويه او دايروي سپوږمۍ ليدلي شي ٠

د ځونګ چيو په جشن کې پرته د سپوږمۍ له سيل څخه بل مهم دود د يوي بين خوړل دي ٠ يوي بين يو ډول دايروي کيک په شان خواړه دي چه د ننه يي ډول ډول ميده شوي وچې ميوې او شيريني شته او نور خواړه هم پکې ورزياتيږي ٠ له دي امله چې دغه ډول خوړه دايروي شکل لري ، نو د چينيانو د دوديز مفکورې له مخې يي د کورني د نيکمرغۍ او د نيکې هيلې نښه ګڼل کيږي ٠ اوس د يوي بين ډولونه تر پخوا نه ډيرزيات دي ٠ د چين د جنوبي خوا د ګوانګ تونګ په ولايت کې توليد شوي يوي بين ډير شهرت لري ٠ په دي وروستيو کلونو کې په دي ولايت کې د روغتيا او غذا په نظر کې نيولو سره زيات او بيلا بيل نوي ډول يوي بين توليد شوي دي ٠ د چينايانو له پاره د يوي بين د خوړلو او د سپوږمۍ د سيل اصلي موخه دکورنيو غړو او خپلوانو ترمنځ د ژورې مينې احساسول دي ٠ د ګوان جيو ښار اوسيدونکي ښاغلي لو جون وي وويل چې د ځونګ چيو په جشن کې بايد يوي بين وخوري ، عمومأ دغه جشن د شپې د ډوډۍ د خوړلو نه وروسته زمونږ د کور په لمريز ه تخته کې پر ميز باندې يوي بين ، ميوې او نور خواړه کيښودل او چاي هم تيار يږي ٠ دغه راز د کورنۍ غړي ټول سره يو ځاي يوي بين خوري او د سپوږمۍ سيل کوي چې دغه احساس په ريښتيني توګه ډير ښه دي ٠ ميرمن ګو لي لي د بيجينګ د يوه پوهنتون پروفيسره ده ٠ که څه

هم په عادي وخت کې ډيره بوخته ده ، خو هرکال د ځونګ چيو د جشن په ورځ حتمأ د خپلې کورنۍ له غړو او د خاوند د پلار او مور سره يو ځاي د ځونګ چيو شپه تيروي ٠ هغې وويل چې زما په أند دځونګ چيو د جشن په ورځ بايد د خپل کورنۍ له غړو او له خپل پلار او مور سره يو ځاي شي چې دا ډير مهم دي ٠ پلار ، مور او زړو خپلوانو ته خوشحالۍ رسول ، زما له پاره د خوښې وړ کار دي ٠

په چين کې د ځونګ چيو جشن د هر کورني د غړو د راغونډيدو يو ډير ښه فرصت ګڼل کيږي ٠ دغه جشن د چين په مرکزي سيمه کې د تايوان دوطنوالو او تايواني سوداګرانو له پاره هم يو شان ارزښت لري ٠ د تايوان اوسيدونکي ښاغلي چونګ هاو تيان د سوداګرۍ له پاره يوولس کاله مخکې د وطن مرکزې سيمو ته راغلي دي او چمتو دي چې د دغه جشن د تيرولو له پاره بيرته تايوان ته ولاړ شي ، خبريال يي ته وويل چې ما هم يوي بين اخيستې چې د سيا من په ښار کې توليد شوي ٠ هغه وويل چې په تايوان کې د دغه جشن دودونه همداسي دي چې د کورني غړي سره راغونډيږي او يو ځاي يوي بين خوري او د سپوږمي سيل کوي ٠