په ژوند کې د مناسب لوړوالي په هکله معلومات د روغتيا لپاره ډير ګټور دي .
بالښت بايد د يوې اوږې له پلنوالي يعني پنځلسو سانتي مترو سره برابر وی چه په دې توګه سر او غاړه د بيديدو په مهال أرام او تنفس منظم او په سينه کې د وينو بهيدنه عادي کيږي . د ماشومانو لپاره د بالښت لوړوالی بايد لږڅه ټيټ وي چه د يو کلن ماشوم لپاره يي لوړوالی بايد له شپږ سانتي مترو څخه اوچت نه وي او د سپين ږيري او سپين سرې لپاره يي له پنځلسو سانتي مترو څخه ټيټ وي .
د کټ لوړوالی بايد له زانګو څخه لږ څه لوړ وي چه کټ ته پورته او له کټ څخه د ښکته کيدو لپاره مساعد وي ، خو د اوږد عمر کسانو لپاره دغه لوړوالي لږ څه ټيټ وي څو چه دوي د پورته يا کښته کيدو په مهال کې له پريوتلو څخه ځان وژغورل شي .
د کوټې لوړوالی بايد لږ تر لږه له دوه سوه شپيتو سانتي مترو څخه ټيټ نه وي . که له دغه لوړوالي څخه ټيټ وي ، نو په کوټه کې د ژوند فضا له تنګوالي څخه ډکه وي .
په کور کې له ميز څخه د څراغ د ځوړندولو لوړوالی هم بايد مناسب وي . شپيته واټه څراغ بايد له ميز څخه د سل سانتي مترو ، څلويښت واټه څراغ د پنځه پنځوس سانتي مترو ، پنځه ويشت واټه څراغ د پنځوس سانتي مترو او پنځلس واته څراغ د ديرش سانتي مترو په لوړوالی کې ځواړنده وي . څلويښت واټه فلورسنت څراغ بايد له ميز څخه يو سل او پنځوس سانتي متره ، ديرش واټه دا ډول څراغ يو سل او څلويښت سانتي متره ، شل واټه څراغ يو سل او لس سانتي متره او اته واټه څراغ
پنځه پنځوس سانتي متره فاصله وساتل شي .
په کور کې تلويزيون بايد په هغه ميز باندي ايښودل شي چه د کوټې له سطحې څخه يو نيم متره لوړ وي ځکه دغه لوړوالی د ليدو لپاره مناسب وي .
زمونږ په ژوند کې د ديجتال تکنولوژۍ کارول
د کمپيوتري عصر تر رارسيدو وروسته د ديجتال تکنولوژۍ د کارولو نوی عصر پيل شو او د دغې تکنولوژۍ د کارولو ژوند به ژر په حقيقت بدل شي : کله چه له خوبه راويښ شو ، د کټ په څنګ له يوې الکترونيکي پردې څخه د هوا پيشبينی راښکاره کيږي او د کاليو اغوستلو په وخت کې د مرکزي کمپيوتر تر کنترول لاندي په پخلوځي کې د ډوډۍ پخولو ماشين فعاليږي او د سباناري کولو په مهال ښکلي موزيک هم پورته کيږي . له کاره وروسته کور ته د ستنيدو په لار کې هم کيداي شي چه د موبيل تيلفون په وسيله کميپوتر ته امر ور کړی چه د حمام په منګ کې تودې اوبه ډکې شي . د نړۍ د لومړي بډاي بيل ګايڅ کور د ديجتال او کمپيوتري تکنولوژۍ د کارولو ښه بيلګه ده ځکه چه دده کور د څو کلونو د زيارونو له لارې جوړ شوی دی . دده په کور کې د دوه پنځوسو ميلو په اوږدوالي د بريښنايي قبيلونو په غزيدلو سره د کمپيوترونو يوه کورني شبکه جوړه شوه .
د کور دروازه د کوربه موټر د رسيدو په عين وخت کې خلاصيږي او د دروازې په بهر کې د هوا پيژندنې تجهيزات نصب شوي او د همدې ورځې د هوا له مخې په کور کې مناسبه تودوخه او تازه هوا برابريږي .
د ميلمنو سالون ته تر ننوتلو وروسته د هر ميلمه په سينه يو ستن ولګول شي چه پکې دده اړوند معلومات مثلا د تودوخې ، ځلا ، لوندوالي او موسيقې ، انځور او
فلمي او تلويزيوني پروګرامونو سره د منلو وړ معلومات زيرمه شويدي چه د ميلمه
لپاره مناسبه فضا او چاپيريال برابريږي حتی د لامبو وهلو حوض له تل څخه هم خوندورموزيک پورته کيږي .
په پخلنځ کې ټول تجهيزات په اوتوماتيک ډول کابو کيږي سره له دې چه بيل ګايڅ پخپله ډوډۍ نه پخلوي .
د حمام منګ هم د کمپيوتر له خوا کنترول کيږي چه مناسبې تودې اوبه په ټاکلي وخت کې تيارې شي .
هر څراغ کوټې ته د رسيدو دمخه لګول کيږي او له وتلو وروسته ګل کيږي .
د چاپيريال ساتنې په هکله بيل ګايڅ په خپل انګړ کې څلويښت کلنه ونه خوښوي چه په پايله کې دغه ونه د څليرويشتو ساعتو لپاره د کمپيوتر تر څارنې لاندي ده او په مناسب وخت کې ور ته اوبه ورکول کيږي . لنډه دا چه د بيل ګايڅ په کور کې ديجتال تکنولوژۍ تر بشپړې استفادې لاندي ده .