د چين له شانګهای ښار څخه راغلی يوه نجلۍ چې د ونی په سرطان اخته شوې ، څو ورځی مخکې يې د هانکانګ د ځانګړی اداری سيمې د ديزني ساتېرۍ ځای د کارکوونکو په مرسته دغه ځای ته د ورتلو خوب رښتيا شو . هغې په همدې ورځ وويل پرون شپه می د ديزني هوټل په يوه ښکلی کوټه کې خوب وکړ ، نن سهار زه په شپږو بجو له خوب څخه پاڅيدم او په نهو بجو تر ټولو لومړی د ديزني ساتېری ځای ته داخله شوم .
څوارلس کلنی نجلۍ شانګ يی په خوشحالۍ سره وويل د ديزني ساتيری ځای زما له خيال څخه هم زيات يوه معجزه ښکاری . تر ټولو نه په ځنګلو او سيندونو کې د اکتشافی سيلانی فلم ډير په زړه پوړی دی چې هر شی رښتينی بريښی . ما هم د ځينو کارتونی مجسمو او د نامتو سندرغاړی جانګ شيو يو سره عکسونه واخيستل . د هغې پر کاليو د ديزني ساتېرۍ ځای د يادونی څو نښې هم ځوړندې دی .
نجلۍ شانګ يی د شانګهای ښار په منځنی ښوونځی کې يوه زده کوونکی ده او له کوچنيوالی څخه يی د ديزنی له کارتونی څېرو سره مينه درلوده . هغې د تليويزيون له لاری معلومات تر لاسه کړي چې په هانکانګ کې د ديزنی ساتېرۍ ځای پرانستل شوی ، نو تل يې دا هيله درلوده چې په دغه ساتېرۍ ځای کې د کارتونی څېرو له رولونو سره لوبه وکړي .
د تير کال د مارچ په مياشت کې شانګ يی د ونی په سرطان اخته شوه او له دې
وروسته د تل لپاره په روغتون کې بستره کيده . هغې د ناروغی د اخته کيدو په وخت
کې ډير ټينګا کاوه او تل يې داسی خوب درلود چې يوه ورځ د هانکانګ د ديزنی ساتېرۍ ځای ته لاړه شي . تير کال نجلۍ شانګ يی د شانګهای د ماشومانو په طبی مرکز کې د نقاشيو په نندارتون کې ګډون وکړ او په خپلو نقاشيو کې د ديزني د کارتونی څېرو زياتی منظرې يې کښلی . له دغو نقاشيو څخه د شانګ يی هغه خوب څرګند شوی چې د ديزنی د ساتېرۍ ځای وګوری . په شانګهای کې د ديزنی ساتېرۍ ځای د څانګې کارکوونکو د نجلۍ شانګ يی د خوب له معلومولو وروسته پرېکړه وکړه چې دغې نجلۍ ته د هانکانګ د ديزنی ساتېرۍ ځای دجوړيدو د لومړنی کاليزی د لمانځنی په مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړی .
اوس د بيلا بيلو خواوو د کوششونو له لاری نجلۍ سانګ يی د خپل پلار او دريو
ډکترانو په ملګرتيا د هانکانګ د ديزنی ساتېرۍ ځای ته تللی او خپل خوب يې هم پلی کړی دی . د ديزنی ساتېرۍ ځای د لمانځنی په مراسمو کې شانګ يې خپله يوه نقاشی د دغه تساتېرۍ ځای مشر ته وړاندی کړه او مننه يې ترې څرګنده کړه . د شانګ يی پلار وويل دا يوه بدمرغي ده چې لور يې د ونی په سرطان اخته شوی ده ، خو دا هم يو نيکمرغي ده چې دومره زيات کسان ده لور ته پاملرنه کوي او د هغې د خوب د تر سره کولو په موخه مرستندويه لاس ورکوي . د ديزنی ساتېرۍ ځای يو چارواکی وويل هری کورنی او ماشومانو ته خوشحالي رسول د ديزنی ساتېرۍ ځای د نړيوال پلان يوه برخه ده .