<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-06 16:19:54    
ايريكو او د چين په هكله د هغې انګيرنې

cri

درنو اوريدونکو ښې چارې ،هيله ده چې د ژوند ټولې ستونزې مو په بري سره له منځه وړي وي،محترمو اوريدونکو دادی يو ځل بيا بهرنيان په چين کې د برخې وار رارسيدلی،پدې اوونۍ کې مې هم په بيجينګ کې له يوې بهرنۍ سره مرکه کړيده او د چين په اړه به د هغې انګيرنې تاسو ته بيان کړم، نو هيله ده چې د خپرونې تر پايه راسره مل پاتې شۍ،

څو ورځې دمخه په بيجينګ کې د يوه افغان کور ته ورغلم،هلته مې وليدل چې يوه بله بهرنۍ هم هلته وه،کله مې چې ورڅخه پوښتنه وکړه نو ځان يې د جاپان هيواد اوسيدونکې را وپيژانده او ويل يې چې په چين کې دافغانستان په هکله د يوه فلم په جوړولو بوخته ده، نوم يې ايريکو ميګاوا دی لوړې زده کړې يې د امريکې په متحدو ايالتونو کې کړيدي،او اوس په چين کې له ژوند کولو او د خپلو چارو له تر سره کولو څخه ډيره خوښه ده،ايريکو په بيجنګ کې د خپل ژوند په اړه داسې څرګندونې لري:

ژباړه:زه په چين کې ډير په زړه پورې وخت لرم په تيره بيا چې زه د سينما په برخه کې کار کوم نو دلته رنګارنګ فلمونه او سينماګانې شته چې ماته ډير د پاملرنې وړ ،او راته په زړه پورې دي.

چين د تيرو څو لسيزو په ترڅ کې په بيلابيلو برخو کې خپلې چارې ګړندی کړي او زيات پرمختګونه يې هم کړيدي، له اقتصاد څخه نيولې بيا تر آبادۍ او ټولينزو برخو کې يې ډول ډول پرمختياوو د نړيوالو پام ځان ته وراړولی دي،په رښتيا هم د خلکو په ژوند کې د پخوا په پرتله څرګند توپيرونه ليدل کيږي او تر څنګ يې د خلکو کلنی عايد هم زيات شوی، ايريکو هم په همدې آند ده او وايي چين په ورستيو څو لسيزو کې له هر پلوه زيات پرمختګونه کړيدي، دې وويل:

ژباړه: په چين کې په چټکۍ سره پرمختګونه شويدي،د خلکو په ژوند کې زياتې آسانتياوې ليدل کيږي،له نويو شيانو او تکنالوژيو سره مينه لري،ښې او سترې مفکورې لري،زما په آند هغه هيلې يې چې چينايانو مخکې درلودې ورته رسيدلي دي،

چين تر ديرشو زيات ولايتونه او په لسګونو لوي او واړه ښارونه لري،چې په هره سيمه کې يې ځانګړي دودونه عادتونه،تاريخي آثار،رنګارنګ خوراکونه او د ليدو وړ ګڼ شمير ځايونه لري،که هرې سيمې ته ولاړ شۍ نو حتمآ به داسې يو څه وګورۍ چې له نورې نړۍ سره توپير لري او د چين ځانګړتيا وې به ولري، ايريکو وايي چې له بيجينګ پرته ځينو نورو سيمو ته تللې ده،چې هر څه ورته نوي،او په زړه پورې وو:

ژباړه: زه شينګجيانګ ته څو ځلې تللې يم،ډير ښکلی ځای دی،له بيجينګ سره يې توپيرونه زيات دي،کله چې د هغوي حرکات ،کړنې ،خبرې او کلتور وګورۍ نو باالکل ځانګړی دی،او دا په رښتيا جالبه خبر ده چې په يوه هيواد کې له هر پلوه دومره زيات توپيرونه ليدل کيږي،خلک د هغوي خوراکونه او هر څه کاملا بيل ډول دي.

ايريکو وايي مخکې لدې چې چين ته راشي نو زياتې انديښنې ورسره وې ځکه وړاندې تر دې يې د چين په اړه زيات معلومات نه درلودل نو ځکه يې کورنۍ او په خپله دې وړاندې تر دې چې چين ته راشي انديښمنه وه خو کله چې چين ته راغله نو هر څه يې وليدل چې بل شان او ډير ښه وو:

ژباړه: زما کورنۍ ماته ډيره انديښمنه وه ما پخپله هم انديښنه درلوده ،خو کله چې زه چين ته راغلم او له زياتو چينانو سره مې ليده کاته وکړل نو را ته جوته شوه هغه څه چې ما اوريدلي وو له ليدلي حالت سره يې زيات توپير درلود.او زه ددوي له چلند څخه خپله خوښي څرګندوم. ايريکو داسې زياتوي:

ژباړه: دوي (چينايان) له بهرنيانو سره خاصه مينه لري او خوښيږي يې ،کله چې له کوم بهرني سره مخامخ شي نو غواړي پوه شي چې له کوم هيواد څخه راغلي ،او څه يې خوښيږي،چې دا زما په آند ډير ښه او تود چلند دی.

درنو اوريدونکو هغه څه چې ما په چين کې تر نورو شيانو يو څه ستونزمن وليدل هغه د چيني ژبې ليک دود دي يعني د چينايي خط ليکل او لوستل ،چې د هر بهرني لپاره ډير ګران ښکاري ،خو بيا خبرې زده کول يې دومره ډير سخت ندی ،کله مې چې له ايريکو څخه د چيني ژبې د ليک لوست په اړه وپوښتل نو په خندا او ډير وياړ سره يې راته وويل چې په امريکې کې يې د چيني ژبې ليک لوست کړي دي :

ژباړه: ما په امريکې د خپلو زده کړو په بهير يعني په پوهنتون کې چينايي ژبه لوستې، زه کولاي شم خپلې ستونزې پدې برخه کې حل کړم،او دا مهال مې زيات چيني ملګري هم پيدا کړي دي ،او هيله منده يم چې تر نيم کال نور پورې لا نوره ژبه هم زده کړم او خپلې پاتې ستونزې مې پدې برخه کې حل شي.

ايريکو وايي کله يې چې اوسنۍ دنده پاي ته ورسيږي نو بيا هم داسې هيلې ورسره شته چې يو ځل بيا چين ته راشي او له بيلابيلو په زړه پورې ځايونو څخه يې ليدنه وکړي،په داسې حال کې چې زياتې دندې لري خو غواړي چې دا هيله يې ترسره شي:

ژباړه: زه له چين سره د اړيکود ټينګولو په برخه کې ځانکړې مينه لرم،او غواړم چې بيا د نورو پروژو د پلي کولو لپاره چين ته راشم.

د چين د بين المللي راډيو درنو اوريدونکو او د ويبپاڼې قدرمنو لوستونکو ددې اونۍ د بهرنيان په چين کې د برخې لپاره وخت همدومره وو،هيله ده چې راټول شوي مطالب ستاسو د پام وړ ګرځيدلي وي،تر راتلونکې اونۍ پورې مو په پاک او مهربانه خداي سپارم.