<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-06 16:28:15    
د استراليا په سيدني کې د چين د لوی ديوال د تاريخی اثارو نندارتون

cri

د چين د لوی ديوال د تاريخی اثارو نندارتون چې د چين د ملی موزيم او د استراليا د پاوهاوس موزيم له خوا په ګډه جوړ شوی، د سپتمبر په ٢٧ نېټه د استراليا په پلازمينه سيدني کې پرانيستل شو. دا د لومړنی ځل لپاره په بهرکې د چين د لوی ديوال په اړه نندارتون جوړول دی. د هنر او کلتور په ننني پروګرام کې به تاسو ته د دغه نندارتون په اړه څه معلومات درکړم.

---اواز ١---په داسي حال کې چې د ډولونو او سنجونو اواز څپی په هوا کې پورته وی او د زمريو په شکل د نڅا ننداره وشوه ، د امپراطور ۍ دورې ، غټ ښامار او د وسلوالو سرتيريو په نامه د چين د لوي ديوال په هکله نندارتون د استراليا په سيدني ښار کې په درندو مراسمو سره پرانستل شو . د دغه نندارتون پلان جوړونکی او د سيدنی د پاوهاوس موزيم مشر داکټرې کلاېر روبرت وويل

----اواز ٢---مونږ د لوی ديوال په شاو خوا سيمو کې د بېلا بېلو قومونو کلتورنه او د خلکو په ژوند کې کيسې د نندارتون موضوعات وټاکل او د لوی ديوال د تاريخی پرمختګ سره سم مو څه د پاسه يو سل څلويښت تاريخی اثرونه ننداری ته وړاندی کړل. هيله لرو چې د دغه نندارتون له لارې نندارچيان دا معلومات تر لاسه کړي چې لوی ديوال په څه ډول په لرغونی موده کې له پوځی دفاعی سيستم څخه د چين په اوسنی نښې،د نړۍ په کلتوری ميراث او د سيلانۍ په مشهور ځای بدل شوی دی.

په نندارتون کې ډول ډول تاريخي شيان ايښودل شويدي لکه د سرتيريو او أسونو

هغه مجسمې چې د چين د لومړني امپراطور له مقبرې څخه تر لاسه شوې ، د چين په لرغونی موده کې د ملی لږکيو د ښځو سيګارونه،د مينګ د امپراتوری په دوره کې د لوی ديوال نقشه،د چينګ د امپراتوری په دوره کې د امپراتور کالی او زغره لرونکی جنګی جامې،د لوی ديوال خښتې او اړوند وسايل او د ساتونکو وسلی دي چې دغو شيانو د ګڼ شمير نندارچيانو پام راجلب کړيدي . د لوی ديوال په اړه د مهمو تاريخی پيښو د معلوماتو لپاره اړوندی نقشي،عکسونه او فلمونه هم نندارچيانو ته چمتو شوي دي.

د چين د ملی موزيم مشر ښاغلی پان ځن يو دا هيله څرګنده کړه چې نندارچيان د چين د لوی ديوال په اړه نوی پېژندنې تر لاسه کړي. ده وويل

---اواز ٣--- په لرغونی موده کې لوی ديوال نه يوازی يو پوځی دفاعی سيستم بلکې د بېلا بېلو قومونو د اقتصادی پرمختګ او کلتوری تګ راتګ يو بنسټ و. د لوی ديوال تر ساتنې لاندی د چين ښکلی وريښمين شيان د هېواد له لوېديځ څخه لوېديځې أسيا ته او بيا له لوېديځې أسيا څخه اروپا ته ليږدول شوی او په همدی مهال د اروپا او منځنی او لوېديځې أسيا قيمتی شيان هم په پرله پسی توګه چين ته داوړل شوي دي.

نندارچيان فرصتونه لري چې د لوی ديوال په اړه په لکچرونو کې ګډون وکړي. له ډېرو هېوادونو څخه راغلو کارپوهانو هم د لوی ديوال د څېړنې په موخه نړيوالی غونډی جوړی کړی.د چين ،استراليا او امريکا کارپوهانو په ګډه د چين د لوی ديوال په نامه يو کتاب ليکلی او چاپ يې کړی او دوی پکې په ځانګړی ډول د لوی ديوال تاريخی اهميت او اوسنی اغېزې څرګندې کړي دي. په سيدنی کې د چين کلتوری مستشار