<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-07 16:36:34    
پوښتنو ته ځوابونه

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! دا د چين بين المللی راډيو ده او پوښتنو ته د ځوابونو پروګرام ته مو هرکلی کوم ! زه احمد ځلمی يم !

څو ورځې دمخه له پاکستان څخه يو ليک زمونږ څانګې ته رارسيدلی او ليکوال يی ښاغلی شيرولی خان دی چې د پاکستان د خيبر لسنرز کلب مشر دی . ده په خپل ليک کی ليکلی چې خپرونې مو ډيرې په زړه پوری او خوندورې دي ډيره زياته مينه او علاقه ورسره لرم . نو دلته زه هم د خپلو ټولو همکارانو په استازيتوب له شيرولی خان صاحب څخه مننه کوم . مونږ به د پروګرامونو د ښه والی لپاره کوشش وکړو. برسيره پردی ، هغه په خپل ليک کی له مونږ څخه ځينې پوښتنې هم کړي نو د پروګرام په دغه کړۍ کی به زه هم هغه ته ځوابونه ورکړم . ښايی زمونږ د څانګې نور اوريدونکی هم دغې پوښتنې ولری .

(موسيقی )

لومړی ، هغه ويلی چې محترمو دخيبر لسنرز کلب د سی أر أيی سره ډيره زياته موده وشوه خو د بده مرغه تراوسه پوری مو را ته نه څه سند يا څه يادګار راونه ليږلو . محترام شيرولی خان صاحب ، زمونږ همکاران هر ليک ته چې د اوريدونکو له خوا زمونږ څانګې ته راورسيږی ، ځواب ورکوي . ښايی د ليکونو د سپارلو په ترڅ کی مشکلات شته . خو څو ورځې دمخه کله چې ستاسی ليک زمونږ څانګې ته راورسيد زما همکارې سپوږمۍ يوځل بيا ستاسو ليک ته ځواب ورکړی دی . نو مهربانی وکړی چې انتظار وباسی ښايی څو ورځې وروسته زمونږ ځوابی ليک درورسيږی .

دوهم ، محترام شيرولی خان ويلي چې دلته ستاسو يو اوريدونکی دی چې د چين بين المللی راډيو د ١٩٩٠ نه اوری خو د بده مرغه اوس په سترګو معذوره شوی دی دا اوريدونکی ډير بی وسه او مالی حالت يی ډير زيات کمزوری دی او خپله راډيو هم نلری . زما په راډيو باندی ستاسو خپرونې اوری ما وړاندينی ليک کی هم تاسو ته ويلی وو خو له بده مرغه هېڅ مو راونه ليږل . دا اوريدونکی چې په ليک کی د خپل نوم له اخسيتلو نه ډډه کوی او د خيبر لسنرز کلب غړی دی د سی أر أی ډير شوقی دی او ډيره مينه او علاقه ورسره لری . هېله ده چې تاسو به يی د خپلو خپرونو نه محرومه کوی نه او د انسانی همدردۍ له مخی به ورته حتما يوه راډيو راډالۍ کړۍ چې دا اوريدونکی د احساس کموالی ښکاره نشی او ستاسو خپرونه په دی حالت کی هم واروی او د زړه نه درته دعا وکړی .

محترام شيرولی خان او هغه بل اوريدونکی چې نوم يی نه دی ليکلی ، زمونږ خپرونو ته سره ستاسو له غوږنيولو څخه ډيره مننه کوم . زما همکاران تاسو ته سلامونه وايی او د هغه بل ورور ته روغتيا او سلامتی غواړم ! ستاسو د اړتيا سره سم به مونږ تاسو ته يوه راډيو درکړي . خو د توکو د ليږدولو په ساحه کی په تيره بيا له چين نه بهرنی هېواد ته ليږدول بايد د ځينو مقرارتو له مخی ترسره شی او ښايی لږ څه وخت ونيسی . خو مونږ کوشش کوو چې ژرترژره تاسو ته راډيو درکړو .

(موسيقی )

د شيرولی خان صاحب په ليک کی هم ويل شوی چې هغوی به د چين د بين المللی راډيو د جوړونې د ٦١ کاليزې د يادولو لپاره يوه غونډه جوړه کړی . په دی اړه به مونږ د دغې غونډې د ترسره کولو لپاره ځينی تحريری مواد او نور توکی درکړو ! او ستاسو له دغه پلان او هېلې څخه هم مننه کوو !