<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-07 17:47:42    
ښوونکی لی يوان چانګ په کليوالو سيمو کې د پوهنې د پرمختګ لپاره کوشش کوي

cri

له اوږدې مودې راهيسی د چين په کليوالو سيمو کې ښوونځي له داسې مسئلو سره مخامخ شوي چې د ښوونې چارو کيفيت يی ټيټ دی او په پوهنه کې د حکومتی پانګونې اندازه لږ ده او هلته ماشومان غوره پوهنيزې سرچينې نه لري . د دغه حالت د بدلولو لپاره ګڼ شمير يو ښوونکي د کليوالو سيمو په پوهنيزو چارو کې خپل خدمتونه تر سره کوي .لی يوان چانګ همدغه شان ښوونکې دی او په تيرو شپږو کلونو کې يی د چين د شمال ختيځ د جی لين ولايت له دوو سوو کليوالو ښوونځيو څخه ليدنه کړې او دغه راز يی د کليوالو ښوونکيو د روزنې لپاره ٤٢ اډې جوړ کړې او له دی لاری يې په بی وزلو کليو کې د پوهنې د اصلاحاتو لپاره خپل کوششونه کړی او کوی يی .

ښوونکی لی يوان چانګ په ١٩٨٥ کال کې د جی لين ولايت د يوو وی جی کلی په يوه منځنۍ ښوونځي کې زده کوونکيو ته د چينايی ژبی درس ورکاوه او د هغه وخت له پيل څخه يی په دغه برخه کې په اصلاحاتو لاس پوری کړی چې په کليوالو سيمو کې يی له پوهنې سره سمون درلود .په همدی وخت کې هغه د کليوالو د ځانګړيو سرچينو له لاری په ټولنيزه روزنه کې د زده کوونکيو د ګډون هڅونه کړې ده .

لی يوان چانګ د زده کوونکو د ورتلو هڅونه هم کړې چې له بهر څخه يې ليدنه کړې او زياتې مسئلې يی تر نظر لاندی نيولی او په اخر کې يی ځانګړی مقالې هم ليکلې دي .لی يوان چانګ وويل که څه هم په کليوالو سيمو کې د پوهنی شرايط ښه نه دی خو دا د زده کوونکيو د فکر د ځانګړي توان د روزنې

په لار خنډونه نه دی رامنځته کړی .له واقعيت څخه څرګنده شوی چې زما لارو چارو ښې پايلې تر لاسه کړې دي .

د معلوماتو له مخې د ښوونکی لی يوان چانګ له کليوالو زده کوونکو څخه ګڼ شمير د پوهنتونونو له خوا منلی شوي او نوره برخه يی په کرهڼيزو او علمی چارو کې مشران ګرځيدلی دي .سره بيره پردی هغه کتاب د دغه ولايت د ښوونې د وسيلې په توګه بلل شوی چې ټاکل شوی پکی مقالې يی د ده د زده کوونکيو له خوا ليکل شوي ده .

د خبر له مخې ښاغلی لی هر کال په نژدی څلورو مياشتو کې په کليوالو سيمو کې پاتی کيږي او تر اوسه پوری يی د دغه ولايت له زياتو کليوالو ښوونځيو څخه ليدنه او پلټنه کړې ده .ښوونکی لی يوان چانګ له پلټنې وروسته داسی حالت کشف کړی چې د ښوونکيو ټيټه سويه په کليوالو سميو کې د پوهنيزو چارو د پرمختګ د مخنيوی يو مهم لامل دی .خو له دی امله چې په پوهنيزو چارو کې د حکومت پانګونې لږی دی ،نو د ښوونکيو د روزنې کارونه له ستونزو سره مخامخ شوي دي . نو په داسی حال کې ښاغلی لی په کليوالو سيمو کې د ښوونې مرکزونو د جوړولو وړانديز کړی چې کليوال ښوونکي پکی يو له بل سره درسونه اوري او سمينارونه يی جوړوي .د ده د کوششونو له امله د دغه ولايت په نهو سيمو کې د ښوونې ٤٢ مرکزونه جوړ شوي او ګڼ شمير کليوالو ښوونکيو په دغو مرکزونو کې د روزلو له لاری د خپلې ښوونې سويه لوړه کړې ده .

ښوونکی لی يوان چانګ لا اوس هم د کليوالو سيمو د پوهنی د اصلاحاتو لپاره کوشش کوي .