د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د بغلان ولايت د پوليسو مشر عظيم هاشمی د اکتوبر په اومه نېټه د دغه خبر پخلی وکړ چې د روانې مياشتې د شپږمې نېټې په شپه د دغه ولايت د تاله و برفک سيمې په يوه کلی کې د المان غږ راډيو دوه خبريالان د ځينو وسله والو کسانو له خوا وژل شوي دي. تر اوسه پوری هېڅ ډلې د دغې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې. د روان کال له پيل راهيسی، دری تنه خبريالان په افغانستان کې وژل شوي دي.
|