د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د ناتو په مشرۍ د امنيت نړيوال مرستندويه پوځ د اکتوبر په اومه نېټه د يوې مطبوعاتی ابلاغيې په خپرولو سره وويل د دغه پوځ يو سرتيری د همدې ورځې په سهار د افغانستان په جنوب د کندهار په ولايت کې په يوه بمی چاودنه کې ووژل شو. په دغه مطبوعاتی ابلاغيه کې ويل شوي چې همدې ورځ د ناتو يو پوځ موټر د ګزمې پر وخت د کندهار ولايت د پانجوايی سيمې پر يوه لاره له بمی بريد سره مخامخ شو او بيا له وسله والو کسانو سره ونښتل چې له امله يی يو سرتيری ووژل شو.
|