<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-08 20:38:04    
د هه بی ولايت يو لړ ولسی سندری

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنی موسيقی پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د هه بی ولايت يو لړ ولسی سندری وړاندی کړو٠ لوموړی به مونږ په ګډه د ياسمين ګل په نامه يوه خوندوره سندره واورو٠

( سندره ١ )

دغه سندره د چين په بېلا بېلو ځايونوکې مروجه او د عامو وګړو خوښه ده ٠ هه بی ولايت د چين په شمالی سيمه کی پروت دی او د ولسی سندرو او لرغوني تاريخ په درلودلو سره ډير مشهور دی چې د ماشومانو لپاره يو لړ سندرې هم پکې شاملې دي ٠ په دغو سندرو کی د خلکو ژوند، نظرونه او هيلې څخه څرګنديږی چې ژورې کليوالې ځانګړتياوې لری ٠ د سندرې شعر يي دا دی _

هلکه دا نجلۍ کور ته ځي

په ديوال دوتار ځوړند دی

هلک دوتار غږوي

نجلۍ سندره وايي

په سندره کي دوه مرغان په اسمان کي الوزي

په سندره کې دوه چينايی هيلی په اوبو کې لوبې کوي .

اوس به مونږ په ګډه د هه بی ولايت يوه ولسی سندره واورو چی نوم يی دی کوچنی کرم٠ دغه سندره د خپلې مور له مړينی وروسته د يو کوچنی يتيم غمونه څرګندوی٠

( سندره ٢ )

د پروګرام په پای کی به مونږ په ګډه د کاغذي ګوډي د الوزولو په نامه يوه خوندوره سندره واورو٠ د احساساتو څرګندولو په موخه داسي سندرې ډيرې دي او أواز يي هم ښکلی او په زړه پورې دی . د کاغذي ګوډي د الوزولو په نامه سندره له دغو سندرو څخه يوه ده او په دې سندره کې داسی حالت تر سترګو کيږي کله چې د پسرلي په موسم کې رنګارنګ ګلان غوړيږي ، څو نجونې د سيل لپاره بهر ته ځي او په خپله جوړ شوي کاغذي ګوډی الوزوي . د سندرې شعر دا دی

په پسرلني موسم کې أسمان شين دی ،

نجونې د سيل لپاره بهر ته ځی او کاغذي ګوډي الوزوي ،

مشره نجلۍ د پتنګ په ډول او کشره نجلۍ د توتکۍ غوندي کاغذباد الوزوي ، په هوا کې کاغذبادونه دې خوا ها خوا الوزي .........