<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-08 20:50:18    
په لوړه فضا کي کثافات

cri

لږه موده دمخه په لوړه فضا کي يو سخت ټکر پيښ شو چی د امريکي د يوه راکټ وروستي پروانه چی له يو ديرشو کلونو راهيسې زمکې ته نژدي په مدار کي چورليده ، په همدي مدار کي د چين د چان جن څلورم لمبر په نامه د راکټ له وروستي پروانې سره له زمکې نه د اتو سوو پنځه اتياوو مترو په جګوالي فضا کي ټکر شوه چی له پنځو کلونو راهيسې په فضا کي ګرزيدله . په اصل کي دغه ټکر نه رامنځته کيده ، خو د ګرزيدو په بهير کي د يوه راکټ پاتی شونی له ټاکلي مدار څخه جلا شوه او ټکر رامنځته شو . د ټکر په اثر د چين د يوه باطل شوي راکټ مدار څوارلس متره کم شوی او د امريکې د راکټ بقايا په څلورو برخو ريز مريزه شوه چی دغه پيښه په فضا کي د کثافاتو يعني د باطل شويو فضايي وسايلو له امله رامنځته شوه .

د امريکي د فضايي پيلوټ ادوارد هويت څخه په نولس سوه پنځه شپيتم کال کي په فضا کي د تګ په وخت کي يو دستکښه ولويده . د نولس سوه اوه پنځوس کال نه راهيسي په زرګونو فضايي وسايل وتوغول شول او ددوي څخه زياتره برخه د خپلو دندو د تر سره کيدو نه وروسته په فضا کي پاتي شوې او په فضا کی په کثافاتو بدل شويدی .دوي په لوړه فضا کي شپه ورځ ګرزي چی د اټکل لمخې ددوي وزن زرو ټنو ته ورسيد.

څرنګه چی نژدي مدار له زمکې نه يو زرو نهه سوه کيلو متره فاصله لری ، د مصنوعي سپوږميو د چورليدو دپاره مساعد دی ، نو تر اوسه پوري شپږ سوه مصنوعي سپوږمۍ توغولې شوې چی زياتره فضايي کثافات په همدي مدار کي ګرزي .

أيا فضايي کثافات ځمکی ته ګواښ رسوي ؟ ځواب يي دا دی چی هيڅ خطر

نشته ځکه چی دوي عمومأ زمکې ته نه دا لويږي ، که ولويږي ، له هوا څخه د

تيريدو په وخت کي چاوديږي يا سوزي ، يوازني خطر يي کيهان نوردانو ته رسوي .

د شميرنې لمخې اوس په فضايي مدارونو کي يوازي په سلو کي د څلورو باطل شويو فضايي وسايلو ترمنځ تصادف پيښ شويدي . نو په دي حساب په راتلونکو پنځو يا لسو کلونو کي به د کيهايي دستګاه او پاتي شوي دستګاه ترمنځ يو تصادف رامنځته شي . خو تر دوه زره شلم کال پوري به دغه ډول ټکرونه په دوو کلونو کي يو ځل پيښ شي .

له دي امله چی په مدار کي د فضايي دستګاه او پاتي شوي دستګاه د چورليدو سرعت ډير چټک دی ، نو د نرم ټکر وروسته به فضايي دستګاه ته هم ستر تاوان ورسيږي . د مثالونو په توګه که يو فلزي ټوټه چی قطر يي يوازي صفر اعشاريه پنځه ميلي متره وی ، په فضا کي د ټکر په اثر د کيهاني پيلوټ جامې سوری کولی شي حتي مصنوعي سپوږمۍ ماتولي شي .بل مثال دا دی چی که يوه کوچني دانه چی لس سانتي ګرامه وزن ولري ، د مصنوعي سپوږمۍ سره ټکر وکړي ، د هغو دوو ګړندي موټرونو ترمنځ د سخت ټکر په شان دی چه سرعت يي د سلو کيلو مترو په شاوخوا کي وي ، نو مصنوعي سپوږمۍ به د سترګو په رپ کي ريز مريزه شي .

په فضا کي د ټکرونو د کمښت لپاره عالمانو د دغو ټکرونو د پيښيدو د امکاناتو د اټکل په موخه يو ډول موډل جوړ کړ څو چی په فضا کي د هغو باطل شويو کيهاني وسايلو تګلاره چی له کيهاني وسايلو سره يی د ټکر امکان شته ، په پخپله کړي او په وخت کيهانوردانو ته د کيهاني بيړۍ د چلولو په هکله هدايت ورکړي څو چی له ټکر څخه وژغورل شي .

د مصنوعي سپوږمۍ او نورو کيهاني وسايلو د امنيت د تامين دپاره د اروپا د

فضانوردۍ ادارې پريکړه وکړه چی هغه مصنوعي سپوږمۍ وتوغوي چی مدار به يي نور درې سوه کيلومتره لوړ شي څو چی له باطل شويو کيهاني وسايلو سره له ټکر څخه په امن کی پاتی شی٠

په فضا کې د څارنېز نظام د پياوړتيا او د فضايي کثافاتو د جدي څارنې او تعقيب او موثرو تدبيرونو د غوره کولو نه پرته عالمانو دا وړانديز هموکړ چی بايد د فضايي قانون په جوړولو سره په فضا کې د بيلا بيلو وسلو د ازموينې او ميشتوالي مخه ونيول شي څو چی لوړه فضا په سوله ايزه فضا بدله شي . د فضايي دستګاوو توغونکي هيوادونه هم بايدفضايي کثافاتو د کمښت لپاره اړين تدبيرونه غوره کړی او د دغو کثافاتو د له منځه وړلو تکنولوژۍ دی پرمختيا ومومي څو چی د استعمال شويو نقليه راکتونه وروستي برخه د خپل مدار د بدلون له لارې هوا ته بيرته ستنيدو په وخت کي وسوځول شي .