د چين د سن هوا اژانس دخبر له مخې :د چينګ های او تبت ترمنځ د اوسپنيزې لارې د جوړولو وروسته د تبت سيلاني چاری ښه پرمختګ مومی چې د چين د ملی جشن په موده کې څه دپاسه دوه لکه شپيته زره تنو بهرنيو او کورنيو سيلانيانو د دغې سيمې سيل کړی ..
په دغه موده کې په چين کې د شانګ های ، ګوانګ جو ، بېجينګ ، شي نينګ او چنګ دو په ګډون د اوو ښارونو اورګاډی لا سا ته تللی دی او د سيلانيانو لپاره يی اسانتياوی برابرې کړې وې . برسيره پردی ، د تبت د ترانسپورت څانګې د سيلاني چارو د تامينولو لپاره د تبت په بېلا بېلو سيمو کې مسافروړونکی موټرونه زيات کړل .