جه جيانګ پوهنتون د چين يو لرغونې تاريخ لرونکی او مهم پوهنتون دی . په ١٨٩٧ کال کی د دغه پوهنتون بنسټ ايښودل شوی او د چينايانو لخوا پخپله له لومړنيو جوړو شويو پوهنتونونو څخه دی. له سل کلني فعاليت راهيسی اوس دغه پوهنتون د يو ټينګ بنسټ، پياوړې توان او ځانګړتيا لرونکی عمومی پوهنتون په توګه ګرځېدلی او په نړۍ کی هم زياته اغېزه لری. د دغه پوهنتون اوسنی مشر پروفيسر يانګ وی د چين د علمی اکاډمی غړی دی.
جه جيانګ پوهنتون د جه جيانګ ولايت په مرکز هانګ جو ښار کی دی. دغه ښار لرغونی تاريخ او ښکلې منظری لری چې ډېر سيلانيان راجلبوی. دغه پوهنتون يو ډېر لوی پوهنتون دی، او په شپږو برخو ويشل کيږی او د هانګ جو ښار په بيلو سيمو کی پروت دی چی عمومی پراخوالی يی پنځه اعشاريه دری دېرش مربع کليو متره دی.
جه جيانګ پوهنتون د اوږدې مودې لپاره په جدی توګه د ښوونې په برخه کی کار کړی او ډېر وتلی شخصيتونه پکی روزل شوی چی په کور او بهر کی يی شهرت موندلی دی. دغه پوهنتون د بريتانيا مشهور پوه لخوا د ختيځ پل په توګه ګڼل شوی دی. د جو که جن او سو بو چينګ په شمول زياتو مشهورو پوهانو په دغه پوهنتون کی زده کړه او يا کار کړی دی.
جه جيانګ پوهنتون د اقتصاد، قانون، روزنې او تاريخ په شمول يوه لس عملی ډولونه لری. په دغه پوهنتون کی د ديارلس مهمو مسلکی لابراتورونو، د تکنولوژۍ
د پلټنې د پنځو مهمو مرکزونو په شمول د هېواد د علمی څېړنې ډېرې مهمې اډې شته. په دغه پوهنتون کی تقريبا اته زره او څلور سوه تنه ښوونکی شته چې دری زره او پنځه سوه تنه يی پروفيسران او يا د پروفيسرانو مرستيالان او يوويشت تنه پروفيسران يی د چين د علمونو او انجنيرۍ اکاډميو غړی دي. اوس په دغه پوهنتون کی څلور څلويښت زره تنه زده کوونکی په زده کړې بوخت دي چې يو زر او دوه سوه بهرنی زده کوونکی هم پکی شامل دي.
جه جيانګ پوهنتون د روزنې ښه شرايط او بشپړ تاسيسات لری. د ودانيو پراخواکی يی څه نا څه دوه مليون مربع کليو متره دی. پر تعليمی تاسيساتو سربيره، په دغه پوهنتون کی د سپورتی سټوديمونو او د علمی غرفو په شمول د عامو خدمتونو بيلا بيل تاسيسات هم موجود دي چې د ښوونکيو او زده کوونکيو د زده کړې ، ژوند او د کلتوری تبادلې لپاره ښه زمينه برابروی. په دغه پوهنتون کی يو لوی کتابتون شته چې پراخوالی يی دری اتيا زره مربع متره دی او د کتابونو شمېر پکی له شپږ مليون او دوه لکه او شپېته زرو نه اوړی. دغه کتابتون په چين کی له ټولو لويو او بشپړو پوهنو لرونکيو کتابتونونو څخه دی.
په اوسنی موده کی د سلو کلونو تاريخ لرونکی جه جيانګ پوهنتون نوې دنده پر غاړه لری. د چين د روزنې د ادارې ازموينې د يوې اډې په توګه به د اصلاحاتو او پرمختګ له لارې په نړۍ کی د لوړې سويې لرونکی پوهنتون وګرځی او د هېواد د ابادۍ لپاره به اړين خدمتونه وکړي.