<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-09 16:42:59    
د شينجيانګ مشهور فلمی دايريکتور شيرزاد

cri

دا چين بين المللی راډيو ده، ګرانو اوريدنکو، د چين د شيجيانګ ښکليو منظرو ، ځانګړی قومی دودونو او غنی کلتوری هنرونو د فلمونو او تلويزونی فلمونو اخيستونکې ډلې راجلبې کړې دی٠ څرنګه چې شينجيانګ د ختيځې او لويديځې نړۍ د کلتورونو د يوځای کيدو ځای دی ، نو د دغې سيمې د ځايی دايريکتورانو لخوا په اخيستل شويو فلمونو کښی سيمه ايز قومی کلتورونه او د ملی لږکيو ژوند ښودل شوی، د چينی او بهرنيو نندارچيانو لخوا ډير ستايل کيږی٠ په نننی پروګرام کښی به تاسو ته د شينجيانګ د تيان شان د فلم ستوديو د دايريکتور شيرزاد په هکله څه معلومات وړاندی کړو٠

د روان کال په مۍ کښی << د تورفان عشقی سندرې >> په نامه د شينجيانګ يو فلم د چين د اړوندې څانګې لخوا د فرانسی د ګانا د فلمونو په نندارتون کښی د يوه ګډون کوونکی فلم په توګه وټاکل شو٠ په دی فلم کښی د تورفان سيمې د يوه ويغوری کلی د زاړه مشر د دريو اولادونو عشقی کيسې بيان شوېدی٠ د شينجيانګ څو مشهورې عشقی سندرې مثلأ << ستاسې څخه سره پرده له مخې پورته کوم >> چې اوس يې تاسی اوری، په دی فلم کښی اوريدل کيږی او ورڅخه د شينجيانګ څرګند قومی دودونه ښکاريږی٠ دا د شينجيانګ داسی لومړی فلم دی چې د نړۍ د فلمونو په مشهور نندارتون کښی وښودل شو٠ د دغه فلم دايريکتور شيرزاد دی٠ ويل کيږی چې شيرزاد د دغه فلم په ښودلو سره شينجيانګ چينی او بهرنی نندارچيانو ته ورښودلی دی٠

شيرزاد په ١٩٦٣ کال کښی د وروموچۍ په يوه کارګرو کور کښی وزيږيده، په پنځه کلنۍ کښی يې له خپلې مور سره يو ځای د << سره څراغ >> په نامه يو فلم وکوت٠ له دی فلم څخه د تيرې پيړۍ په دريمه لسيزه کښی د جاپانی تيری کوونکو پرضد د چينائيانو د زړورې مقابلې په هکله يوه کيسه بيان شوې وه او په کيسه کښی د ښودل شويو بېلا بېلو کسانو بڼې تل د شيرزاد په دماغ کښی پاتی دی٠ هغه خبريال ته وويل : ٌ زه له کوچنيتوب څخه د فلمونو له کتلو سره ډيره مينه لرم، فلم << سره څراغ >> ما ته ډير ژور خاطرات پريښودل ، د دی فلم د بېلا بېلو کسانو تصويرونه می وکښل او حتی له مورڅخه می د دی فلم د يو ځل بيا کتلو په هکله غوښتنه وکړه٠ٌ

څرنګه چې ځوان شيرزاد له فلم او نقاشۍ سره ډير مينه وال ؤ ، نو د کانکور د أزموينې له لاری د بيجينګ د فلم په پوهنځی کښی داخل شو او ټينګه اراده يې وکړه چې په راتلونکی کښی به د شينجيانګ د هغو ځانګړی فلمونو د اخيستلو لپاره کوششونه وکړی چې د نړۍ د نندارچيانو زړونه ورپوی٠

د بيجينګ د فلم له پوهنځی څخه له فراغت نه وروسته شير زاد د شينجيانګ د تيان شيان په فلم ستوديو کښی د تصويرونو کښونکی وګرځيد٠

د شلمې پيړۍ د نهمې لسيزې په پيل کښی د بهرنيو مشهورو فلمونو د وارديدو له امله د شينجيانګ د ملی لږکيو په هکله ځانګړی فلمونه د سوړوالی په حال کښی وو او حتی ځينو فلم اخيستونکو په نورو کارونو لاس پوری کړ ٠ خو د ښاغلی شير زاد په أندد شينجيانګ د ځانګړيو فلمونو د پرمختګ يوازنی لار په خپله سيمه کښی د ريښو ځغلول دی٠ نو پريکړه يې وکړه چې په فرعی وختونو کښی د شينجيانګ د دودونو ښودلو په هکله د سوداګريزو اعلانونو تلويزونی فلمونه واخلی ترڅو په راتلونکی کښی د فلم د دايريکتور د ګرځيدو لپاره ښه بنسټ کيږدی٠ هغه وويل : ٌ د سوداګريزو اعلانونو تلويزونی فلمونو د اخيستلو

په برخه کښی زما هدف د دايريکتور په توګه د فلم اخيستلو کامره چلول وو ٠ ما له هنری لاری د سوداګريزو اعلانونو تلوزونی فلمونه واخيستل چې په ديرشو يا څلويښتو ثانيو کښی می د دوو يا دريو تصويرونو په وسيله يوه فلمی کيسه بيان کړه او د دغه ډول اعلانونو له لاری مې نه يوازی تصديو ته اقتصادی ګټې رسولې، بلکې د هنری اختراعاتو په برخه کښی می خپل استعدادونه هم لوړ کړل ٌ

د سوداګريزو اعلانونو هغه تلويزونی فلمونه چه د شير زاد لخوا واخيستل شول ، د چين د شينجيانګ څرګند خصوصيتونه يې درلودل او څو څو ځله يې په چين کښی سترې جايزې ترلاسه کړې٠ هغه د تلويزونی فلمونو د اعلانونو د اخيستلو له لاری د دايريکتور په توګه د فلمونو اخيستلو ته ډير ښه بنسټ کيښود٠ ښاغلی شير زاد << د تورفان عشقی سندرې >> په نامه د فلم اخيستلو په هکله د خپل اصلی هدف د يادولو په وخت کښی وويل : د شينجيانګ د پخوانيو ځينو فلمونو محتويات ساده او په زړه پوری نه وو چې له شينجيانګ نه د بهرنيو نندارچيانو زړونه يې ونشول رپولای٠ نو شير زاد فکر وکړ چې زه به هرو مرو د شينجيانګ يو هغه ځانګړی فلم واخلم چې له عادی قاعدې څخه وتلی وی ٠

د تير کال په اګيسټ کښی شير زاد د شينجيانګ د تيان شان د فلم ستوديو د مشر په ملاتړ << د تورفان عشقی سندرې >> فلم د دايريکتور دنده په غاړه اخيستې او بری يې ترلاسه کړيدی٠ د دغه فلم له ښودلو نه وروسته د ملی لږکيو زياتو نندارچيانو د شير زاد د لاس په نيولو سره وويل چې تاسی د فلم په وسيله زمونږ غوښتنې او کيسې څرګندې کړې دی٠ خو د شير زاد په أند د موسيقي، صميميت او مينې په وسيله د يو ډول احساساتو ښودل د چينی مليتونو ګډه هيله ده او قومی توکی د نړۍ شتمنی هم ده ٠