<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-09 16:56:29    
د چيني باب جوړولو د لرغوني اډې نوی پرمختيايي لار

cri

نړيوالو د چيني باب له لارې چين پېژندلی دی او په چين کې ډير مشهور چيني باب د منځني چين په جين ده جن ښار کې جوړيږي چې دغه ښار د توليد شوي غوره چيني باب له امله د هيواد په دننه او بهر کې ډير شهرت موندلی دی . تاسی همدااوس د چين يو ولسي موسيقي واوريده . خو د يادونې وړه خبره دا ده چې دغه أهنګ د چيني باب لخوا غږول شويدی . جين ده جن د منځني چين د جيانګ شي ولايت په شمال ختيځ کې پروت دی او دلته خاوره ځانګړي د چيني باب جوړولو لپاره مساعده ده . زر کاله دمخه د چين د سونګ د امپراطورۍ په دوره کې امپراطور په يوه کوچني علاقه داری کې وليدل چې دلته جوړ شوی چيني باب ډير ښکلی او کيفيت يي ښه دی، نو د دغه علاقه دارۍ نوم د خپلې امپراطورې کال جين ده په نامه ونومول شو چې له دې نه وروسته دلته جوړ شوي چيني باب سامانونه خاص د شاهي کورنۍ لپاره کارول شوي او زياته اندازه توليدات يي د وريښمو له سمندرې لارې نورو هيوادونو ته صادر شوي وو ، نن ورځ د نړۍ په بيلا بيلو لويو موزيمونو کې د جين ده جن لخوا توليد شوي اتل او نفيس چيني سامانونه ليدل کيږي .

له وروستيو کلونو راهيسې د نورو دوديزو شيانو په شان چيني باب هم له ننګونې سره مخامخ وو ځکه چې ډولونه يي کم ، بسته بندي يي ساده وو او د خپلو توليداتو تبليغات کمزور ښکاريدل په تيره بيا جعلي شيان په بازار کې ډير ليدل کيږي .

د جين ده جن ښار د چيني جوړولو ادارې مشر ښاغلي هوانګ کانګ مين په دې هکله وويل په وروستيو کلونو کې د بازارونو د ګډوډۍ او د جعلي شيانوپلورنې له امله زمونږ لخوا توليد شويو چيني سامانونو پلورنې ته زيانونه رسيدلي او په بهرنيو

هيوادونو کې زمونږ د مارکونو په غيرقانوني کارولو سره زيات نندارتونونه جوړ شوي وو . ځينو بدنامو کسانو حتی د مشهورو چيني جوړونکو په نامه تقليدي سامانونه پلورلي چې دغه ناوړه عمل د جين ده جن چيني باب شهرت ته زيانونه رسولي دي .ددې حالت د بدلون لپاره څو کاله مخکې د جين ده جن ښار له پنځو چيني جوړونکو لويو فابريکو څخه لومړنی لوی محدود شرکت جوړ شوی او په ځانګړې طرحې او نقش او بسته بندي پيل شوی چې د نويو مارکونو په وسيله خپل توليدات نړيوال بازار ته داخل شي . د نويو مارکونو د نوښت په هکله د جين ده جن ښاروال ښاغلي يو ګوه چينګ په هيجاني توګه وويل له حقايقو څخه څرګنديږي چې د مشهورو مارکونو جوړونه نه يوازې په نړيوال بازار کې د تصديو د سيالۍ توان او د خپلو توليداتو د کيفيت او د تصديو بڼې د لوړوالي لپاره ګټوره ده ، بلکې د قانو له لارې د ګڼ شمير اخيستونکو ځاني ګټې هم تامين کوي . د توليداتو کيفيت په بازار کې د سيالۍ توان د پياوړتيا لومړني اهميت لری . ددې لپاره چې د جين ده جن چيني باب له نړيوال معيار سره برابر شي ، د نوموړي محدود شرکت د چيني جوړولو نوي تکنولوژۍ اختراع کړې چې په پايله کې يي د ښکلا د ساتلو تر څنګ زهرلرونکي عناصر خوشي نه کيږي . ددې شرکت مشر ښاغلي وانګ ياو د دغې نوي تکنولوژۍ د يادونې په وخت کې وويل اوس زمونږ لخوا جوړ شوی توليدات د سرب د شامليدو په هکله د اروپايي ټولنې له ټاکل شوي معيار سره بيخي سمون لری نو ويل کيږي چې زمونږ توليدات ډاډمن دي .

د ژوند د اوتياوړ چيني سامانونو د جوړولو نه پرته د جين ده جن تصدۍ هم ساختمانی او هنری او نور ځانګړي چيني باب هم جوړولی شي .د بيلګې په توګه په

انسان وړونکي فضايي بيړۍ کې د تودوخي پر ضد چينی باب هم نوښت شويدی .

د جين ده جن د چيني جوړولو اډې د ځانګړتياوو او ښيګڼو د ساتلو لپاره د فني ماهرانو روزنه ډير اهميت لری . نن ورځ په دې ښار کې د چيني باب يو لوړپوړی پوهنځی جوړ شوی چې لس زره تنه زده کوونکي پکي په زده کړې بوخت دي . د جين ده جن ښار له نوې پرمختګ څخه ددې ښار د چيني جوړولو صنعت ښکلی راتلونکی تر سترګو کيږي . اوس به مونږ د ياسمين ګل په نامه د چيني باب لخوا غږول شوې موسيقي واورو .