<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-10 18:47:40    
د ښځو لپاره د کليسم علمي علاوه او بشپړتيا

cri

ګرانو اوريدونکو ! دا دی يو ځل بيا د ښځي او ټولنې د پروګرام وخت رارسيدلی دی . زه غوټی يم او د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يم ، هيله ده چې د پروګرام تر پايه پوری له ما سره پاتی شی .

ټولو ته معلومه ده چې کليسم په بدن کې ډېر مهم عنصر دی . که کليسم کم وی ، نو ځينی ناروغی به په وجود کې پيدا شی . خو په وجود کې له ټاکلې اندازې څخه زيات کليسم هم ناروغی رامنځته کوی . نو د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته په د کليسم د علمي زياتوالی او بشپړتيا په اړه يو شمير معلومات وړاندی کړم . ( سندره)

په چين کې د خلکو د ژوند د سطحې له لوړولو سره سم ، په ځوړو کې د کليسم زياتول او بشپړتيا د روغتيا د ساتنې لپاره يوه مهمه لاره ده . نه يوازی زاړه کسان ، بلکی ښځې او ماشومان هم هره ورځ د کليسم ګولۍ خوری . خو ډېر کسان په دې ښه نه پوهېږی چې د کليسم نا معقوله ځوراک په روغتيا باندی بده اغيزه کوی او د ناروغۍ لامل هم دی . د بيلګې په توګه وانګ نومي يوې ښځې په تېرو مسلسلو لسو کلونو کې هره ورځ د کليسم اوه او يا اته ګولي خوړلې ، خو لږه موده دمخه يی لا هم ملا خوږيده او په ادارار کې يي وينه پيدا شوې وه . له معاينې وروسته ډاکټر ورته وويل : له دې امله چې په تيره اوږده موده کې له ټاکلې اندازې څخه ډېر زيات کليسم خوړلی ، نو په پښتورګی کې يي ډبرې پيدا شويدي .

د چين د بېجينګ پوهنتون د غذا او خواړو د روغتيا څانګې پروفيسر لي که جي وويل : ( اواز)

په چين کې د کليسم د بشپړولو اندازه ټاکل شويده چې د کليسم د جذبولو ورځنې اندازه دوه زره ميليګرمه دی . که له دغې اندازې څخه زيات کليسم جذب شي ، ښايي چې د ناروغی به وګرځی .

هره ورځ له ډوډۍ خوړلو څخه څه دپاسه دری سوه او پنځوس ميليګرمه کليسم اخستی شی . د څېړنی سره سم ، په پنځه سوه ګرمو شيدو کې شپږ سوه ميليګرمه کليسم شته . نو که يو کس هره ورځ د معقول غذايی نظام پر بنسټ تازه شيدې وڅښی ، کافی او بشپړ کليسم تر لاسه کولای شی .

پوهانو دا وړانديز وکړ چې که غواړی کليسم بشپړ کړی ، بايد لومړی تر طبی معاينې لاندي راشۍ چې د کليسم بشپړتيا ته اړتيا لری که نه . که د ښځو په وجود کې کليسم کم وی ، امکان شته چې د ورونو او عضلاتو او د هډوکی نرموالي په ناروغيو اخته وي ، که ماشوم د کليسم په کموالي اخته وي ، د هډوکو د کوږوالی په ګډون به يو شمير ناروغي ورته پيدا شی . که په وجود کې کليسم لږ کم وی ، ښه به دا وی چې د معقول غذايي نظام سره سم د کليسم کمښت پوره شي ، کيداي شي چې لا زياتې لوبيا ، شيدې او غوښې وخوری . يوازی د ناروغيو د نښو په سختيدو سره د کليسم ګوليو او اړوندو درملو خوړلو ته اړتيا لری .

اوس په بازارونو کې د کليسم ګولۍ او درملو ډولونه ډېر دی . د بيلګی په شان کليسم ګولۍ ، د درملو پوډر او داسي نور . په بېجينګ کې يوه ښځه چې نوم يی وانګ لي يون دی په تېرو څو کلونو کې د کليسم ګولي خوړلي . هغې وويل : ( اواز)

ما د کليسم بېلا بېلې ګولۍ خوړلی دی . کله چې ما د کاربونيک کليسم ګولۍ خوړلي ، معده مې خوږيږی . پخوا د اثنی عشر کولمې زخم په ناروغۍ اخته شوی وم ، نو معده مې ښه نه ده او د کاربونيک کليسم نشم خوړلی .

د بېجينګ پوهنتون پروفيسر لي که جي وويل : د کليسم ګولۍ يا پوډر دری ډولونه لری : يو ډول يي د کاربونيک کليسم دی چې غيرعالی کليسم هم نومېږی ، بل ډول يي عالی کليسم دی چې له فوسفات او اسيدلاکتيک کليسم څخه عبارت دی . بر سيره پردی د حيوانانو په هډوکيو کې يو ډول کليسم هم شته . هر تن بايد د ډاکترانو د لارښوونې سره سم د خپل وجود کليسم بشپړ کړي .

برسيره پردی د کليسم ګوليو د خوړلو په وخت کې بايد د مڼې او پالک په ګډون له يو شمير خوړو څخه ډډه وکړي چې پکې اوکساليک اسيد شته . ډيره مهمه خبره خو دا ده چې هر تن بايد په ژوند کې ښه عادت وساتی چې د کليسم د جذبولو توان يی لوړ شي .