<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-10 19:19:43    
په مونتريال کې د اولمپيک د يوويشتمې دورې سپورتي لوبې

cri

د ١٩٧٦ کال د جولای له اوه لسمې نه د اګيست تر لومړې نېټې پوری ، د اولمپيک د يوويشتمې دورې سپورتي لوبې د کانادا د مونتريال په ښار کې تر سره شوې او له دوه نوی هېوادونو او سيمو څخه شپږ زره او څلور اتيا تنو لوبغاړو پکې ګډون کړی و . په دغو لوبو کې له يوويشتو لويی لوبو او يو سل او اته نوی کوچنې لوبو نه پرته د ښځينه وو باسکتبال او هندبال لوبې هم زياتې شوې ، بر سيره پردی د اتلتيک ، د لامبو وهلو ، د نښی ويشتلو ، د غشی ويشتلو ، د وزن پورته کولو د لوبو په ګډون په يو شمير لوبو کې دوه اتيا نړيوال ريکاردونه مات شول. د دې ترڅنګ ، د مصنوعی سپوږمکۍ له لارې د اولمپيک د لوبو مشال په استازيتوب له عصری ساينس او تکنالوژۍ څخه استفاده کول د دغې دورې د لوبو ليږدولو نښه وه .

مونتريال ټينګه اراده درلوده

د دغو لوبو له تر سره کولو نه مخکې مونتريال تل هيله درلوده چې د اولمپيک د سپورتي لوبو يوه دوره پکې تر سره شی ، خو هغه په پر له پسی توګه په څلورو ځلو ټاکنو کې ناکام و . په ١٩٧٠ کال کې مونتريال د پنځم ځل لپاره غوښتنه وړاندی کړه ، بالاخره يی د اولمپيک د سپورتي لوبو د تر سره کولو فرصت تر لاسه کړ . د مونتريال خلکو په ټينګه اراده برياليتوب وموند . په دغو لوبو کې يو سګ لاهو چې ارميک نومېده د لوبو د نيکمرغه حيوان په توګه وټاکل شو .

مونتريال د اولمپيک د سپورتي لوبو د جوړولو لپاره پور اخيست .

په بريالی توګه يی د اولمپيک د سپورتي لوبو د جوړولو حق له تر لاسه کولو وروسته تر خپل وسی پوری دغو لوبو ته تياری وکړی . خو په هغه وخت کې د کانادا د اقتصاد پرمختګ له سونزو سره مخامخ و چې د توليداتو بيی ژر لوړې شوې او تعميراتی کارکوونکو له خپلو کارونو څخه لاس واخيست . برسيره پردی د تنظيمونکو د بدې ادارې له امله ، د دغو سپورتي لوبو د جوړولو لګښت له ټاکلې اندازې نه ډېره زياته شوه . د يو شمير خبرونو سره سم ، يوازی د جمنازيومونو او ستديومونو د جوړونو لګښت له ټاکلې اندازی نه دری ميليارډه امريکايی ډالره زيات وه .

د افريقايی هېوادونو له دغو لوبو سره مخالفت وکړ .

په هغه وخت کې جنوبی افريقا د نژادی بيلتون پاليسی د پلی کولو له امله د نورو افريقايی هېوادونو له خوا يواځی پاتی شوه. د ١٩٧٦ کال په جون کې جنوبی افريقا د نوی زيلاند د راګير فوټبال ټيم ته بلنه ورکړه چې دغه هېواد ته سفر وکړی . له دې وروسته د افريقا جګ پوړی سپورتي شورا نوی زيلاند ته ګواښ وکړ چې که دغه ټيم له جنوبی افريقا څخه ليدنه وکړي ، دوی به د اولمپيک د سپورتي لوبو نړيوالی کميټې ته وړانديز وکړي چې په مونتريال کې د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د ګډون کولو حق نوی زيلاند ته ورنه کړي . خو دغه ټيم له جنوبی افريقا څخه ليدنه وکړه . نو له دې امله د مصر او الجزاير په ګډون څه دپاسه ديرشو افريقايی هېوادونو په دغو لوبو کې ګډون و نه کړ .

د مصنوعی سپوږمکی له لارې د اولمپيک لوبو مشال انتقال شو

مونتريال د خپل ساينس او تکنالوژۍ د برياليتوبونو د ښکارولو لپاره په دغو لوبو کې د مصنوعی سپوږمکۍ له لارې د اولمپيک لوبو مشال راوليږداوه. د اولمپيک لوبو مشال د يونان د اولمپيک په سيمه کې له لګيدلو وروسته سمدلاسه اتن ته وليږدول . په اتن کې د اور اټومونه چې برقي چارج لری په الکترونيکی ناڅاپی قوې بدل او مصنوعی سپوږمی ته انتقال شول او له مصنوعی سپوږمی څخه په اوتاوا کې د ليزر د اخيستونکې ماشين ته وليږدول شو . بالاخره دغه مشال د لوبغاړو له خوا د ځغاستې له لارې مونتريال ته ورسيد .