د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، په افغانستان کی د ناتو د مرستندويه پوځ جګ پوړی قوماندان داويد ريچارد د اکتوبر په لسمه نېټه د پاکستان په راولپنډی ښار کی د دغه هېواد له ولسمشر پروزير مشرف سره خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو موافقه وکړه چې د ترهګرۍ پر ضد فعاله همکاری وکړي.
د پاکستان د خبری رسنيو په اند، مشرف وويل پاکستان به ترهګرانو ته اجازه ور نه کړي چې د تخريبی عملياتو د تر سره کولو لپاره له دغه هېواد څخه افغانستان ته داخل شي.
ريچارد د افغانستان د تازه حالاتو او په دغه هېواد کی د ناتو د مرستندويه ځواک د پوځی فعاليتونو په هکله پرويز مشرف ته معلومات ور کړل.