<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-11 20:07:09    
د تايوان د زده کوونکو په سترګو کې د خپل وطن لويه وچه

cri

ټولو ته معلومه ده چې تايوان د چين د ځاورې يوه نه بيليدونکي برخه ده ٠ خو د تاريخي لاملونو له امله د ډيرو کلونو راهيسي تايوان د خپل وطن څخه جلا او د وطنوالو ترمنځ تګ راتګ بند شوي وو ٠ خو په وروستيو کلونو کې د چين د اقتصاد په چټګې پرمختيا او د تايوان ابنا د دواړو غاړو ترمنځ د غير حکومتي سوداګريز و چارو په پرمختګ سره د دواړو غاړو د خلکو ترمنځ تګ راتګ هم زيات شوي دي ٠ په دي وروستيو کلونو کې د خپل وطن په لويه وچه کې رحصتۍ تيرول د تايوان د محصلينو په منځ کې ډير رواج لري ٠ لږه موده د مخه د چين د تايواني وطنوالو د ټولنې له خوا د دوبنيو رحصتيو يو فعاليت جوړ شوي چه څه د پاسه يو زر دريو سوو تنو تايواني زده کوونکو پکې ګډون درلود ٠ د دوي د زياترو کسانو له پاره دا لومړي ځل دي چې د خپل وطن لويې وچې ته يي سفر کړي دي او د سفر په ترڅ کې د خپل وطن لويې خاورې دوي ته ژورې خاطرې پري ايښي دي ٠

په دغه سفر کې دوي په وار سره د شمال لويديځ لرغوني ښار سي ان ، د جنوب لويديځ د سه څوان ولايت ډير مشهور ښکلي طبيعي منظره جيو ځاي ګو او د بيجينګ لوي ديوال او شاهي دوبني ماڼۍ ته يي سفرونه او سيل وکړ ٠ د تايوان ابنا د دواړو غاړو ترمنځ فاصله يوازي څه د پاسه دري سوه سمندري ميلو ته رسيږي ، خو د بيلا بيلو لاملونو له امله د تايوان ځوانان د وطن د لويې وچې په هکله زيات معلومات نه لري ٠ د تايوان د دارا لمعلمين د دريم ټولګې زده کوونکي وانګ ځنګ وويل چې له کوچنيتوب څخه مي د چين پخواني تاريخ کتاب له لوستلو سره زياته مينه درلوده ٠ د خپل وطن لويې وچې ته د دغه سفر له لارې د چيني ملت د کلتور په هکله مي لا زيات معلومات تر لاسه کړي دي ٠ هغه وويل چې کله مونږ په سي ان ښار کې د چن امپورطورۍ په دوره کې د هغو جنګي عسکرو او أسونو د مجسمې ليدلو ته راغلي يو چې د جن د امپورطور په لويه مقبره کې ښخ او کندل شوي ، په زړه کې مو د خپل وطن د لرغوني او ستر تاريخ له پاره د ډير وياړ او فخر احساس رامنځته شوي دي ٠ له دغو تاريخي اثارو څخه د چين پنځه زره کلن لرغوني تاريخ او غني کلتور څرګنديږي ٠

د سفر په ترڅ کې تايواني زده کوونکو په بيلا بيلو ځايونو کې د ملکي لاسي هنري شيانو د جوړلو له بهير څخه هم ليدنه کتنه وکړه ٠ لکه د ډبرين حکاکي کول ، د کاغذ کيچ کول ، له خاورو څخه د مجسمو جوړول او داسي نور ٠ تايواني زده کوونکو په بيجينګ کې د چين د مرکزي قومي پوهنتون څخه هم ليدنه کتنه وکړه او پکې يي له يو شمير محصلينو سره خبرې کړي دي ٠ د چين مرکزي قومي پوهنتون يو داسي مشهور پوهنتون دي چې محصلين يي په عمده توګه د چين د لږ کيو له سيمو څخه راغلي دي ٠ کله چې تايواني زده کوونکي دغه پوهنتون ته راغلي ، د دغه پوهنتون د ډيرو محصلينو له خوا يي تود هرکلي وشو ، محصلينو پاکيزايد او هستير په خوشحالۍ سره وويل چې مونږ د قزاقي قوم يو او هرکلي کوو چې تاسي زمونږ پوهنتون ته راځي ٠ دوي د قزاقي قوم د دودونو له مخې د ميلمنو د هرکلي له پاره ډيرې شيريني پر تايواني زده کوونکو و غورځولي ٠ دوي وويل چې که څوک شيريني لاس ته راوړي ، هغه به نيکمرغه شي ، مونږ هيله لرو چې تاسو ټول شيريني تر لاسه کړي ٠ تايواني زده کوونکو په ډير شوق او ذوق سره په لاس کې د شيريني د نيولو په فعاليت کې برخه واخيسته ٠ په دي فعاليت کې تايواني زده کوونکو هم د دغو محصلينو سره يو ځاي د تايوان سندري ويلي او له دې لارې يي خپلي خوښې او خوشحالي څرګندې کړي دي ٠ د خپل وطن په لويه وچه کې د ليدنې کتنې له لارې ډيرو تايواني زده کونکو په بيلا بيلو برخو کې د هيواد د ستر پرمختګ په باب ښه معلومات تر لاسه کړل ٠ د تايوان ددارالمعلمين زده کوونکي وانګ ځنګ وويل چې ډير تايواني دوستان هيله لري چې د لوړو زده کړو له پاره د خپل وطن مرکزي سيمو ته راشي ٠ هغه په خپله هم غواړي چې د ٢٠٠٨ کال د بيجينګ د اولمپيک په سپورتي لوبو کې بيجينګ ته راشي ٠ هغه وويل چې د ٢٠٠٨ کال اولمپيک سپورتي لوبې به ژر را ورسيږي ٠ زما په أند د بيجينګ ترانسپورتي چارې او د بهرنيو ژبو د روزنې په هکله نور هم پياوړي شي ځکه دا کارونه د دغې لوبې له پاره ډير مهم کار ګڼل کيږي ٠ د دغه دوبني فعاليت له لارې د تايوان ابنا دواړو غاړو د ځوانانو ترمنځ دوستۍ لا نژدي شوي دي ٠