<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-11 19:19:28    
صدراعظم وين جيا باو د لومړنی ښوونځی زده کوونکو ته په خپل ځوابی ليک کې د دوی د پرمختګ هيله څرګنده کړه

cri

د چين صدراعظم وين جيا باو تل اوسيدونکو ته پام اړوی او تل د عامو وګړو کارونو او کورونو ته خپله پاملرنه او هيلې رسوي . څو ورځی مخکې د بيجينګ ښار د من تو ګو سيمی د تان ځه شه په مرکزی لومړنی ښوونځی کې ټول زده کوونکی ډير خوشحالی وو څرنګه چې صدراعظم وين جيا باو دوی ته يو ځوابی ليک ورليږلی دی .

د دغه ښوونځی يوه زده کوونکې چې شياو جو نان نوميږي ، وويل د تير کال د سپيتمبر په نهمه نېټه ښاغلی صدراعظم وين جيا باو د زياتو چارو د بوختيا سره سره زمونږ ښوونځی ته راغلی وو ، هغه هيله څرګنده کړه چې مونږ زده کوونکی د هيواد د أبادی په موخه کوښښ وکړو او زمونږ ښوونکو ته يی وويل زده کوونکو ته د ښوونی په وخت کې بايد خپله مينه ورکړي . د صدراعظم خبره د ماشومانو په زړه کې ژوره خاطره پاتی شوه ، نو څو ورځی مخکې د دغه ښوونځی ټولو زده کوونکيو صدراعظم ته يو ليک ورليږلی او په کې يې ليکلی چې زمونږ ښوونځی ته د تاسو له راتګ څخه تر اوسه پوری مونږ ټول پخپل راتلونکی باور لرو ، مونږ هم زيات برياليتوبونه او پرمختګونه تر لاسه کړي ، د بيلګې په توګه ځينو زده کوونکو د من تو ګو سيمی د بيلا بيلو لومړنيو ښوونځيو تر منځ د انګليسی ژبی په سيالی کې برياليتوبونه او جايزې تر لاسه کړی دی . روان کال زمونږ ښوونځی د بيجينګ د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک سپورتی لوبو د ښوونی د بيلګر په توګه وټاکل شو . برسيره پر

دې زده کوونکيو په خپل ليک کې د ښوونځی د أبادی په هکله هم صدراعظم ته معلومات ورکړی وو .

د زده کوونکو د ليک د ليږلو له لنډی مودی وروسته صدراعظم په ځوابی ليک کې وليکل ستاسی ليک رارسيدلی دی ،ډير خوشحاله يم او هيله يی لرم چې تاسی پر له پسی پرمختګونه تر لاسه کړي . د تان ځه معبد د ښوونځی زده کوونکيو د دغه پيغام له لوستلو وروسته د ډيرې نيکمرغۍ احساس کړی او پرېکړه يی وکړه چې په راتلونکی کې به په کوشش سره زده کړې وکړي ، له نورو کسانو سره به مرسته وکړي او د کمونست ګوند او خلکو د روزنې او د صدراعظم د پاملرنی د جبران کولو په موخه به پر له پسی کوښښ وکړي .

د من تو ګو سيمی د ښوونی او روزنی کمېټی مشر چن په تير کال د صدراعظم له ليدنی کتنی راهيسی د دې سيمی د ښوونی د پرمختګ د حالت په هکله معلومات ورکړل . هغه وويل له يو کال راهيسی يې د دغې سيمې په کليو کې د نهو منځنيو او لومړنيو ښوونځيو د أبادی لپاره زيات کارونه تر سره کړي او په دغو ښوونځيو کې د موسيقې ، هنر او سپورت د روزنې لپاره د ٤٢ لکه يوانو په ارزښت تجهزاتو برابر کړي دي . اوس د دغې سيمی په ټولو کليوالو ښوونځيو کې د کمپيوترونو د ښوونی ټولګی شته ، هر دوه تنه ښوونکی يو کمپيوتر لری ، د لومړنيو ښوونځيو هر دوولس تنه زده کوونکی او د منځنيو ښوونځيو لس تنه زده کوونکی يو کمپيوتر لری .

په دغې سيمی کې د بی وزلو زده کوونکو د ښوونی او روزنی لپاره هم د زده کړی د لګښت د لغوه کولو او مرسته کولو تدبيرونه نيول شوي چې د دغو بی وزلو زده کوونکو ښوونه په ښه توګه تر سره کيږي .