<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-11 20:42:26    
چين د سمندرونو د علمي څيړنو لپاره کوشش کوي

cri

د سمندري ساينس او تکنولوژۍ لومړني ملي غونډه تازه په بيجينګ کې تر سره شوه . په دغه غونډه کې د اړوندو څإنګو چارواکيو وويل چې چين به په راتلونکي وخت کې د سمندرونو د علمي څيړنو ، د سمندري سرچينو د کشفونو ، د سمندري چارو د پرمختګ او د سمندري پلټنې په هکله زياتې هڅې وکړي .

د چين د ساينس او تکنولوژۍ وزارت مرستيال لي شيوې يون وويل په داسي حال کې چې د سمندري سرچينو د کارولو په هکله د بيلا بيلو هيوادونو ګامونه چټک شوی او د سمندري حقونو ، ګټو او سرچينو د تر لاسه کولو په اړه منډ ترړي او سيالۍ ورځ په ورځ سختيږي . چين د لسو زرو کيلومترو په اوږدوالي سمندري کرښی لری ، نو لازمه ده چې د سمندرونو د علمي څيړنو په اړه ګامونه چټک کړي او خپل سمندري حقونه او ګټې وساتي .

سمندري سيالۍ د هيوادونو ترمنځ د عمومي دولتي ځواکونو د په پياوړتيا کې د سيالۍ څرګندونه کوی او په حقيقت کې د ساينس او تکنولوژۍ په ساحه کې هم يوه سخته سيالي ده . د ملي تاکتيک د اړتياوو او د سختيدونکي سمندري سيالۍ له امله د سمندري علومو او تکنولوژيو د پرمختګ ټينګ ملاتړ او د اختراعاتو زياتوالی يو ډير اړين کار دی ، ځکه چې له دې لارې د خپل هيواد سمندري خپلواکی او حقونه وساتل شی ، د سمندري اقتصاد پرمختګ چټک شی ، سمندري امنيت تامين شي او د سمندري چاپيريال د ساتنې په هکله اړتياوې بشپړې شي . خو اوس مهال د سمندري علومو او تکنولوژيو د پرمختګ په هکله له نورو پرمختلليو هيوادونو سره د چين توپيرونه

ډير زيات دي او څيړنيزه کچه او توان يي څه وروسته پاتی دی ، نو چين به ددې حالت د بدلون لپاره زياتې پانګې ولګوي چې بيلا بيل څيړنيز پلانونه ترسره شي . د چين د سمندري چارو د عمومي ادارې مشر سون جي هوي وويل د سمندري علومو او تکنولوژيو پرمختګ زياتو پيسو ته اړتيا لری او بايد اړين تدبيرونه غوره شي او د حکومت په مشرۍ او د ټولنې ، تصديو ، وګړو او بهرني پانګونې په ګډون يو ځانګړي سيستم جوړ او بشپړ شي . د چين حکومت به په راتلونکو پنځو کلونو کې په دې ساحه کې د تيرو پنځو کلونو په پرتله لازياتې پيسې ولګوي .

د معلوماتو له مخې به چين په راتلونکي وخت کې په نژديو سمندرونو کې د سرچينو او چاپيريال پلټنه او ارزونه تر سره کړي ، د خپل هيواد تر کنترول او ادارې لاندي به د سمندري سرچينو او چاپيريال بنسټيز حالت معلوم کړي ، سمندري سپوږمکۍ به وتوغوي ، د سمندري چاپيريال د هراړخيزې څارنې نظام به بشپړ کړي ، د سمندرونو په ژورو اوبو کې به د پلټنې او برمه کاري تخنيکي سيستم جوړ کړي ، د نويو سمندري صنايعو د پياوړتيا او د هيواد د انرژۍ د اړتياوو د پوره کولو په موخه به د سمندري انرژيو د کارولو لپاره زياته هڅه وکړي .

سربيره پردې به چين د سمندرونو د علمي څيړنو زيات پلانونه پلی کړي ، د بيلګې په توګه د جنوبي قطب د لويې وچې په کنګل شوي سيمه کې به دريم څيړنيز مرکز جوړ کړي . د چين د سمندري چارو د عمومي ادارې د ځمکنيو قطبونو د دفتر مشر وانګ يون له خبريال سره د مر کې په ترڅ کې وويل اوس چين په جنوبي قطب کې د لوي ديوال او جون شان په نامه د علمي څيړنې دوه مرکزونه لری چې د جنوبي قطب وچې ته نژدې په يو ټاپو او ددې وچې په پوله کې پراته دي . اوس مهال د وچې په کنګل شوې سيمه کې د نوي څيړنيز مرکز له جوړيدو څخه څرګنديږي چې په جنوبي قطب کې د چين پلټنه او څيړنه ددې لويې وچې له پولو څخه مرکز ته رسيدلی ده .

جنوبي قطب يوه لويه کنګل شوې وچه ده او پخوا زياتره څيړنيز مرکزونه د اړينو توکيو په ليږدولو کې د ستونزو او مشکلاتو له امله په سمندري سواحلو کې جوړ شوي وو. خو اوس زيات هيوادونه د قطب په مرکزي سيمه کې د مرکزونو د جوړولو لپاره کوشش کوي ، يوازي د قطب په مرکزي سيمه کې د ټول قطب په اړه معلومات لاس ته راوړل کيداي شي . نو مونږ به يو نوی مرکز جوړ کړو چې د قطبي څيړنې توان مو پاوړي شي . دغه نوی مرکز به په هغه ځاي کې جوړ شي چې د سمندر له سطحې څخه څلور زره متره جګ دی او هوا يي هم ډيره خرابه ده ، د اټکل له مخې دغه مرکز به پنځه کاله وروسته په يوه دايمي مرکز بدل شي . د معلوماتو له مخې به چين په راتلونکي وخت کې د سمندري علومو او تکنولوژيو په ساحه کې نړيواله همکاری پراخه کړي او هم به د سمندري علومو د نړيوالو پلانونو د طرح کولو په کارونو کې برخه واخلی .