دوبی تير شوی او په مني کې د سمندر پر غاړه له کب نيوونکو سره يو ځای د کب نيولو د سيلانی پروګرام او د دوی له ژوند څخه خوند اخيستنه زيات شمېر سيلانيان راجلبوي چې د سيلاني دغه فعاليت له کب نيونکو سره يو ځاي له خوښيو څخه د ډکې سيلانۍ په نامه ياديږي . چين ته د سفر په نننی پروګرام کې به له ما سره يو ځای د چين په ختيځ د شان دونګ ولايت د های يانګ په ساحلي ښار کې د دغه فعاليت سيل وکړئ !
های يانګ يو ساحلی ښار دی او له دې امله چې د سمندر پر غاړه يې شګې زرين رنګ لری ، نو د طلايی ساحل په نامه يي د تيرې پيړۍ له اتيايمی لسيزی وروسته ډير شهرت موندلی او زيات شمير سيلانيان يي راجلبوي . د سمندر پر غاړه کتار په کتار ښکلی کورونه په تيره نويمه لسيزه کې جوړې شويدی . په شپه کې د کب نيونکي په کور کې د بيديدو ، په بيړيو کې د سمندري ژويو د خوړلو او له کب نيوونکو سره يو ځاي سمندر ته د تګ په شمول د سيلاني پروګرامونه د ځايي حکومت له خوا د خپلو ځانګړتياوو له مخې ترتيب شوی او د زيات شمېر سيلانيانو خوښ دی .
د سمندر پر غاړه له کب نيوونکو سره د ژوند په هکله له دې خوا ها خوا خبری هم د سيلانيانو لپاره د خوښۍ وړ کار دی ._____ (اواز)______
سيلاني : دا کب څه نوم لری ؟.
کب نيوونکی : دا د جي نومی کب دی او بل نوم يی چينګ يان سوو دی .
سيلانی : د دغه کوچنی کب نوم څه دی ؟
کب نيوونکی : مونږ هغه ته بو مي وايو .
سيلانی : خوندور دی که نه ؟
کب نيوونکی : هو ، ډير خوند لری .
سيلانی : کوم کب تر ټولو نه خوندور دی ؟
کب نيوونکی : تر ټولو خوندور کب د لو يو نومی کب دی .
د سمندر پر غاړه لوبې کول د سيلانيانو خوښېږي . د سمندرې څپو له کښته کيدو وروسته سيلانيان د سمندر پر غاړه کوچنی کبان ، شريمپونه، صدفونه او نور سمندري شيان لاس ته راوړی شي .مونږ ګورو چې نجلۍ جانګ فان اوس د سمندر په غاړه د ډبرو ترمنځ په ډنډو اوبو کې په دقيق ډول وړوکي سمندري ژوي مومي. هغې وويل ____اواز_____
ما په ډنډو اوبو کې يوازی څو کوچنی سمندری شقايقونه لاس ته راوړي دي او ددوي موندل ډيرمشکل دی ، ځکه چې شقايق يو ډول نرم حلزون دی . د سمندر پر غاړه د سيل پر وخت می يو لوي صدف هم پيدا کړ چې په شګو کې پټ و ، په هغه وخت کې مې د سيلانۍ علاقه نوره هم زياته شوه .
د سمندري څپو له ښکته کيدو وروسته د ډبرو تر منځ لږ څه اوبه لا هم پاتی کيږي . نجلۍ جانګ فان وويل که څه هم اوبه کمې دی ، خو په کې زيات شمېر سمندری ژوي پيدا کيږي . د يوې ډبرې له پورته کولو وروسته مې وليدل چې زيات شمېر کوچنی کوچني چنګاښونه هرې خوا ته تښتي . سيلانيان د سمندر پر غاړه د کوچنيو ژويو له موندلو څخه خوند اخلي . نجلۍ جانګ فان وويل _____اواز_____
مونږ په عادی ډول د اونيو په پای کې له ملګرو سره يو ځای د سمندر پر غاړه لوبې او
سيل کوو ، کوچنی سمندری ژوي لاس ته راوړو ، د سمندر ښکلې منظرې وينو او د سمندري څپو د پورته او کښته کيدو اواز اورو ، لنډه دا چې په دغه ځای کې سيلانی ډيره خوندوره ده . د بيلګې په توګه د سمندر پر غاړه شګې ډيرې نرمې دي او سيل کول مونږ ته د أرامی احساس راکوي . نو اوس دلته له بيلا بيلو ځايونو څخه زيات شمېر سيلانيان را ځی .
د نجلۍ جانګ په اند د های يانګ ښار د سمندر غاړې اوس يو ډير نامتو منظره لرونکی ځای ګرځيدلی دی . د چين د ان هوی له ولايت څخه راغلی سيلانی ښاغلي وو شنګ د لومړی ځل لپاره د های يانګ ښار د سمندر پر غاړه لوبې او سيلاني کوی ، دغه ځای يې ډير خوښو شوی . هغه وويل ____اواز____
مونږ د ان هوی له ولايت څخه راغلي يو او دغه ډير خوندور ځای دی . منظرې يي ډيرې ښکلی او ځايي وګړي يي هم ميلمه پال او دوستانه دي .