<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-12 18:16:56    
غاب وهل او پر شمع لاس تيرول

cri

وايی چې يو ړوند سړی په دې نه پوهېده چې لمر څرنګه شی دی. يو ملګري يی ور ته وويل لمر د مسي غاب په شان ګردی شکل لری. دغه ملګری يی چې خبرې ور ته کولی، غاب يی وواهه. څو ورځې تېری شوي، نو ناڅاپه له ليری نه د زنګ وهلو غږ د ړانده سړي تر غوږو شو، نو هغه په ډاډه اواز وويل لمر راختلی دی، لمر راختلی دی. يوه بل سړي ور ته وويل چې غلط يی، دا د زنګ غږ دی، لمر روښانه دی او حتی له شمع نه هم زياته رڼا لری. د خبرو وروسته يی ړانده ته شمع ورکړه او ويی ويل چې په شمع لاس تېر کړی. ړانده خپل سرکښته پورته کړ. ښايی چې دا وار په پوره توګه پوهيدلی وای. نوری څو ورځې تيری شوی. نورو هم څو څو ځله د لمر شکل ړانده ته ووايه، خو ړوند په هېڅ پوه نه شو. له دې قصې نه څيزونه نشی پوره.

د دروازې په مخ کې يو چوغکی نيولی شی. په خوانۍ زمانه کې دوه لوړ رتبه مامورين وو چې هره ورځ به يی زيات شمېر ميلمانه د دوی کور ته تلل او بنډار به يی جوړاوه، خو لږ موده وروسته پر دوی باندی يو تور وليد او له امله يی وظيفې له لاسه ور کړې او دوی واړه خواران شول. بيا نو هغو ميلمانو چې پخوا به د دوی کور ته زيات ورتلل، خپلې اړيکې ور سره پرې کړي. ور سره د تاريخ په نامه کتاب کې د دوی د حال احوالو له څرګندولو وروسته ليکل شوي چې دوی دواړو د زای نومی سړي په شان برخليک درلود. کله چې زای په لوړه چوکۍ ناست و، نو ميلمانه يی ډېر زيات وو. خو کله چې معذور شو، نو ميلمانه يی هم تيت و پرک شول، حتی د دروازې په مخ کې يی چوغکی نيول کيدی. دا وضعه چې پخوا زمانه کې د مامورينو په دايره کې د دوی د روابطو نښه وه. نو دغه متل چې وايی د دروازې په مخ کې يی چوغکی نيولی شی، د ميلمنو د کموالي مفهوم لری.