<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-13 17:33:51    
د نيو تو په نامه پب کې د يوې چينايی نجلۍ او يوه استراليايی زلمي ترمنځ د واده کيسه.

cri
ګرانو اورېدونکو، نيکې هيلې او ښې چارې! بهرنيان په چين کې پروګرام دغې کړۍ کې مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم او په ننني پروګرام کې به له تاسو سره يوځای د چين د جنوب لويديځ د ګوانګ شی د جوانګ قوم د خپلواکې سيمې له يانګ شو ولسوالۍ څخه ليدنه کتنه وکړم. په يانګ شو ولسوالی کې نه يوازی په زړه پوری طبيعی منظررې ليدل کيږی، بلکې د ليدو وړ يوه ځانګړۍ لاره هم شته. د خبر له مخې، له دغې لارې څخه د ليدنې کتنې په ترڅ کې زيات شمېر بهرنيانو له چينايانو سره ودونه کړي دي. يانګ شو ولسوالی د ګوانګ شی د جوانګ قوم د خپلواکې سيمې د پلازمېنې ګوی لين ښار له جنوبی خوا څخه دومره ليری نه ده. که څه هم دغه ولسوالی کوچنۍ ده، خو يوه مشهوره لاره لری چې نوم يی د يانګ شو لويديځه لاره ده. هره ورځ ځان ته د نړۍ د مختلفو ځايونو د سيلانيانو د راجلبولو له امله دغه لاره د بهرنيانو د لار په نامه هم ياديږی. ( لومړی اواز) د يانګ شو لويديځه لاره يو زر او څلور سوه کاله دمخه جوړه شوې ده. د چين په جنوب کې د نورو لرغونو لارو په شان، د دغې ډبرينې لارې په دواړو غاړو کې زيات شمېر دوه پوړيز لرغونی کورونه ليدل کيږی چې د چين د مينګ او چينګ په امپوراطوری دوره کې د ودانۍ شکل لری. خو د لمر له لويدلو وروسته، دغه لرغونۍ لاره په يوې معاصرې بڼې بدليږی. دوه پوړيز کورنو په پبونو، قهوه خونو او ډول ډول دوکانونو بدل شوي دي. حتی د نيمې شپې پر وخت، په دغه لاره کې له مختلفو هېوادونو څخه راغلي سيلانيان لا هم ګرځی راګرځی او په پبونو کې لا هم زيات شمېر خلک سره خبرې اترې کوی. د دغې لارې په اوږدو کې زياتره پبونه د بهرنيانو له خوا جوړ شوي. دوی د دغه کوچنۍ ولسوالۍ د ښکلي منظرې د خوښولو له کبله غواړی په دايمی توګه دلته واوسيږی. له دغو رنګا رنګ پبونو څخه يو د نيو تو په نامه ياديږی چې خاوندان يی له استراليا څخه راغلی ښاغلی الفونسو او چينايی نجلۍ جانګ مينګ فانګ دي. ښاغلي الفونسو ځان داسی راپېژنی: ( دوهم اواز) زما نوم الفونسو دی او اوه کاله دمخه می د استراليا له سيدنی څخه راغلی او د يانګ شو په ولسوالۍ کې پنځه کاله اوسيدلی يم. د هغه په أند، د استراليا په پرتله د دغې کوچنۍ ولسوالۍ ژوند ډېر هوسا او ارام دی. بر سيره پر دې، په چين کې د هغه د ميشته کېدو اساسی لامل دا دی چې هغه په يانګ شو ولسوالۍ کې خپله مېرمن موندلې ده. هغه په دې اړه داسی معلومات ورکړل: ( دريم اواز) دلته ما له يوې ښکلۍ چينايی نجلۍ سره واده کړی، نو زه غواړم دلته پاتی شم. البته د يانګ شو ښکلی منظرې زما ډيرې خوښيږی. څو کاله دمخه د يانګ شو په لويديځه لاره کې دوی يو له بل سره مخامخ شوي وو. مېرمن جانګ مينګ فانګ د دوی د کيسې د يادونې په ترڅ کې وويل ( څلورم اواز) د ١٩٩٩ کال په اکتوبر کې هغه د بريتانيا له يوې سيلانی ډلې سره يانګ شو ولسوالۍ ته سفر وکړ. په يوه رستورانت کې مونږ سره مخامخ شوو او د ٢٠٠٠ کال په اګيست کې مو واده وکړ . که څه هم مېرمن جانګ انګليسی ژبه ويلی شی او يو شمېر بهرني ملګري لری، خو د کيسې په سر کې د هغې کورنۍ له دوی سره مخالفت څرګند کړ. خو اوس دوی يو دوه کلن زوی هم لری. مېرمن جانګ وويل ( پنځم اواز) زمونږ د زوی چينايی نوم جانګ شی روی دی او انګلسی نوم يی جېمس يکسپوسيتو دی. په پاسپورت کې د ده نوم ډېر اوږد دی چې چينايی او انګلسی نوم سره يو ځای کيږی. د دوی له خوا جوړ شوی پب د يانګ شو په ولسوالۍ کې ډېر زيات شهرت لری او ورځ په ورځ مخ په زياتېدونکي سيلانيان ځان ته راجلبوی. مېرمن جانګ په خوشحاليو سره وويل ( شپږم اواز) مونږ د يوه نوي هوټل د جوړېدو لپاره ټولې پيسې لګولي دي چې د لی جانګ د سيند پر غاړه دی. دغه هوټل نولس خونې او يو لوی ريستورانت لری. ګرانو اورېدونکو، که چيری تاسی ګوی لين ښار ته سفر وکړی، نو هيله لرم چې د يانګ شو له ولسوالۍ په تېره بيا د لويديځې لارې له دغو پبونو څخه ليدنه وکړئ. دغه ځای نه يوازی ښکلي منظرې لری، بلکه مېلمه پال خلک هم پکې ليدل کيږی.