<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-13 17:51:34    
د ايټاليا هنری نندارتون

cri

د ايټاليا د هنر او کلتور لوی نندارتون د سپتمبر په نهمه نېټه د چين په هنری موزيم کې پرانستل شو اود ايټاليا د غوره کلتوری او هنری اثر به په يوه مياشت کې په دغه نندارتون کې د انځورونو،طرحو، کاليو او نندارو په وسيله چيني نندارچيانو ته وړاندی شي.د هنر او کلتور په نننی پروګرام کې به تاسو ته د دغه نندارتون په اړه څه معلومات درکړم.

---موسيقي----همدااوس تاسو د ولېنتينو په مشهور مارک نندارې غږ واورېده. لسو ګونو تنو چينی او بهرنيو موډلو نندارچيانو ته يې د ولېنتينو ډول ډول کالي څرګند کړي او په تيره بيا دغه مارک کلاسيک سور ماښامی کاليو د نندارچيانو تودی چکچکی تر لاسه کړي دي. د أسيا او أرام سمندر په سيمه کې د ولېنتينو شرکت د مشر ښاغلی يي ده ګاو په أند سور رنګ د ولېنتينو لپاره يوه نښه ده. ځکه چينی سور رنګ په نړۍ کې د چين نښه ده. نو په همدی ورځ د سرو کاليو ننداره ځانګړی اهميت لري. ده وويل

----اواز ٢--- سور رنګ تل د ولينتينو ښځينه کاليو يو کلاسيک رنګ او په همدی مهال په نړۍ کې د چين له ځانګړی رنګ سره برابر دی. سور رنګ په چين کې د شوق او خوشالۍ مانا لری.

د کاليو د نندارې نه پرته د ايټاليا د هنر او کلتور يو لړ نندارتونونه هم پيل شول.

په شلمه پيړۍ کې د ايټاليا د هنر په نامه نندارتون کې د دغه هېواد د ځينو نامتو انځورګرانو اثرونه څرګند شول او د ايټاليا د پنځوس کلنې طرح په نندارتون کې بېلا بېل غوره فرنيچرونه او د ژوند سامانونه د دغه هېواد د ډيزاين او صنعتي تکنولوجی د بشپړتيا څرګندويه ده . يوې نندارچې ميرمن سون يو جې وويل

---اواز ٣--- ولېنتينو په نړۍ کې يو مشهور مارک دی او په روان نندارتون کې ايښودل شوي شيان له شلو يا دېرشو کلونو راهيسی د دغه هېواد لخوا له جوړ شويو عالي شيانو څخه شميرل کيږي . دا زما لپاره له نړيوالو ښکليو شيانو څخه د خوند اخيستلو ښه فرصت دی. زما په أند دغه نندارتون ډېر ښه دی ځکه چې فيشن او هنر سره يو ځای شوی او د دغه هېواد هنر د فيشن او د خلکو لپاره د منلو له لارې نندارچينانو ته ايښودل شو.

خو يو شمېر نندارچيانو د دغه نندارتون له کتنې وروسته وويل چې په نندارتون کې ايښودل شوي شيان د دوی په فکر کې له ايټاليا سره سمون نه خوری. دا د چينايي نندارچيانو له اټکل څخه وتلې خبره ده چې ښايي د دغه نندارتون موخه هم دا ده څو چې له ډېرو چينايانو سره مرسته وکړي چې ايټاليا ښه وپېژني. په چين کې د ايټاليا سفير ګبريل منيګاتی خبريال ته وويل دوه زره کاله دمخه وريښمو لرغونې لاره د چين او روم د دواړو لرغونيو متمدنو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لپاره يو مهم پل و. نن کلتوری او هنری تګ راتګ به د چين او ايټاليا ترمنځ يو نوی پل وي. ده وويل

----اواز ٤----په چين کې د ايټاليا د هنری او کلتوری نندارتون جوړول دوه موخی لري چې يوه يې دا ده چې ډير چينايان به د نندارتون له لارې د ايټاليا لرغونی کلتور

وپيژني او بله يې د ايټاليا معاصر هنر دوی ته څرګندول دي. په رښتينی توګه مونږ

دريمه موخه هم لرو چې د ايټاليا او چين د هنری ساحو ترمنځ يوی دايمی اړيکی ټينګی شي.

د ايټاليا صدراعظم رومانو پرودي د کلتوری او تاريخی اثارو د ګډې ساتنې په ګډون د کلتوری همکارۍ په اړه د يو لړ پروګرامونو په وړلو سره چين ته راغی. دواړه هېوادونه به د کلتور په ساحه کې همکاری پياوړی کړي. سفير منېګاتی وويل چين د ايټاليا هنر ته خپله دروازه خلاصه کړې او ايټاليا هم په دغه هيواد کې د چينی هنر د ښودلو هرکلی کوی.

د چين د هنری موزيم مشر ښاغلی فن دي ان د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې وويل

----اواز ٥---د چين او ايټاليا ترمنځ هنری او کلتوری تګ را تګ ډېر اوږد تاريخ لري او د دغه نندارتون په پرانستلو سره د دواړو هيوادونو د هنري تګ راتګ په تاريخ کې يوه نوی پاڼه اړول شوې ده. څو ساعته دمخه زه له وينيزيا څخه راستون شم. هلته د فلمونو او مهندسی نندارتونونه روان دي . د چين هنری اثرونو هلته د ايټاليايي ملګرو هرکلی تر لاسه کړی دی او نن د ايټاليا د کلتور داسی پروګرامونه به هم د چين له هنری ساحې او ډېرو نندارچيانو څخه ستاينی تر لاسه کړي.