<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-13 17:54:45    
ښاغلی ځاو جيو فانګ د چين په منځنی سيمه کې له سلو غوره او اغېزمنو کسانو څخه وشميرل شو.

cri

د ٢٠٠٦ کال په يوه ورځ ٥٣ کلن بزګر ځاو جيو فانګ د هه نان ولايت د بو يانګ ښار په يو منځنی ښوونځی کې وينا وکړه او و يې ويل ګرانو زده کوونکو! تاسی بايد د زده کړې له فرصت سره په مينه او احتياط چلند وکړي او په راتلونکی کې په خپلو برياليتوبونو سره خپل وطن ته خدمتونه وکړي.

د ځاو جيون فانګ کورنۍ اوس شتمنه نه ده، خو لس کاله دمخه هغه شتمن و. په دغو لسو کلونو کې د ده په کلی کې نورو کسانو د خپلو کورونو لپاره ډيري ودانۍ جوړې کړې خو د ځاو جيون فانګ په کور کې هيڅ بدلون نه راغلی ځکه ده په دايمی توګه خپلی پيسی د غريبو کورنيو ماشومانو ته ورکړې چې ښوونځيو ته ولاړ شي.

د ځاو جيون فانګ ماشوم وو، پلار يې مړ شو او د ده کورني ژوند ډېری ستونزی درلودلی نو په ښوونځی کې له زده کړو بې برخې شوی وو، خو په هغه وخت کې يې د درس لوستلو هيله ډيره قوی وه.

په ١٩٩٨ کال کې يوه ورځ ځاو جيو فانګ د تلويزون په وسيله دا خبر واوريده چې د هه نان ولايت په پو يانګ ښار کې د يو منځنی ښوونځی د دريمې کچې يو زده کوونکی له موسيقي سره ډېره مينه لري او غواړی چې په هنری ښوونځی کې داخل شي. خو له بدمرغه مور او کوچنی ورور يې په پر له پسی توګه د سختی ناروغی له امله مړه شول. د ټولو پاتی شويو پيسو له مصرفولو وروسته هغه خپلې زده

کړې پريښودې. ورپسی ځاو جيو فانګ د تلويزون له لارې دغه زده کوونکی پيدا کړ او له هغه سره يې مرسته وکړه چې خپلې زده کړې ته دوام ورکړي.

له دغې پيښې وروسته ځاو جيو فانګ پريکړه وکړه چې هغه به د خپل وس سره سم د غريبو ماشومانو د زده کړې لپاره ورسره مرستې وکړي. نو هغه د ښوونځی له لارې د غريبو زده کوونکو يو لست واخيست.

په اوو کلونو کې ځاو جيو فانګ د خپل ځان له خوا سپمول شوی پيسی ياد شويو زده

کوونکو ته برابر کړې او کله به يې چې پيسی نه درلودلی، خپلی کالی او بړستنې يې دوی ته ورکړي دي. خو د ځاو جيو فانګ دغه عمل د هغه د کورنۍ ملاتړ نه دی تر لاسه کړی.په دغه وخت کې هغه يو ښه خبر واخيست چې د ده تر مرستې لاندی يو زده کوونکی د ښو برياليتوبونو په درلودلو سره د څينګهوا پوهنتون له خوا ومنل شو.ځاو جيو فانګ د دغه خبر له امله ډېر خوشال و او پريکړه يې وکړه چې د غريبو زده کوونکو سره د مرستې لارې ته دوام وکړي.

د ٢٠٠٤ کال د جولای يوه ورځ د ځاو جيو فانګ دوه کلن لمسی ځاو يي بو په تصادفي توګه خپل مټ ژوبل کړ او روغتون ته ولېږل شو. خو د ځاو جيو فانګ کورنی د دارودرملو بيه او فيس نه شو برابرولی . د ٢٠٠٤ کال په اګست کې د ځن جو ولايت د خلکو پنځم روغتون د دغې پيښې له اورېدو نه وروسته وويل چې دوی به په وړيا توګه د ځاو جيو فانګ د لمسی درملنه وکړي.

د ٢٠٠٥ کال په وروستی ورځ د هه نان تلويزون سټيشن يو خاص پروګرام خپور کړ چې ښاغلی ځاو جيو فانګ د غريبو زده کوونکو د مرستې له امله د چين په منځنی سيمه کې له سلو غوره او اغېزمنو کسانو څخه وشميرل شو.