<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-14 18:25:41    
د چين بزګرانو د ملی جشن رخصتي تيره کړه

cri

د روان کال په ملی جشن کې لازياتو بزګرانو په سيلانی چارو کې ګډون وکړ او لازياتې ګټې يی ورڅخه تر لاسه کړې .

د چين د نان جينګ ښار د يو هوا سيمې د جوجيا او کلی بزګر جو فا چون خبريال ته وويل چې د ٢٠٠٤ کال په ملی جشن کې د سيلانی چارو په ګډون پيل وکړ .پخوا کليوالو وګړو په ښارونو کې کارکاوه خو اوس د کليوالو سيلانی سرچينو په اتکا عايدات مې زيات شوي دي .تير کال په سيلانی چارو کې له ګډون څخه شل زره يوانه تر لاسه کړل .جو فا چون زياته کړه چې په دغه کلی کې له ٧٨ کورونو څخه ١٦ کورونه د کليوالو سرچينو له لاری سيلانی فعاليتونه تر سره کوي او هر کال د جشنونو په رخصتيو کې زيات ښاريان راجلبولی کوي چې دری کورونه شتمن شوي دي او د هر کور کلنی عايدات دوه يا دری لکه يوانو ته رسيږي .

د نان جينګ ښار د کرنې پوهنتون د اقتصاد ی ادارې د څانګې مشر جو اينګ هنګ وويل چې په چين کې د ١٩٩٩ کال له پيل څخه د کارګرو د نړيوال جشن او د چين د ملی جشن د لمانځنی لپاره د اوه ورځينو رخصتيو نظام ټاکل شوی دی چې د سره زر اونۍ په نامه ګنل کيږي .هر کال په دغو جشنونو کې د سيلانيانو لپاره د اورګاډۍ په کارولو سره د ليږل شويو مسافرينو اندازه نژدی سل مليونه تنو ته رسيږي خو پخوا په يوه اوږده موده کې زياتو بزګرانو په دغو چارو کې ګډون نه دی کړی .

په وروستيو دوو کلونو کې د چين د اقتصاد د چټک پرمختګ او د سيمه ايزو حکومتونو د لارښوونې له امله هغو بزګرانو چې فنی روزنه يی منلې ده ، په نوموړو رخصتيو کې لازياتې ګټې تر لاسه کړې دي .

په وروستيو ورځو کې د چين د سيلانی چارو د ادارې د شميرنې له مخې هر کال دری سوه مليونه سيلانيان تنه کليوالو سيمو ته سفر کوي او په کليوالو سيمو کې سيلانی عايدات له څلويښت مليارډو يوانو څخه اوښتی دی . اوس په کليوالو سيمو کې د سيلانۍ چارې د بی وزليتوب د له منځه وړلو لپاره يوه ښه لاره ده .

په همدی وخت کې لازياتو بزګرانو په دغو رخصتيو کې د سفر په ترڅ کې د سيلانی توکيو په پلورنې لاس پوری کړ .

د چين د ځه جيانګ ولايت د ون جو ښار د يونګ جيا ولسوالی بزګر چين شيانګ ځان چې د نينګ شا د هوی قوم د خپلواکې سيمې د اين چوانګ له ښار څخه ليدنه وکړه ،خبريال ته وويل که څه هم زه بوخت يم خو هر کال که وخت ولرم نو له سيلانی ځايونو څخه ليدنه کوم .په وروستيو کلونو کې زمونږ ولسوالی پرمختګ کړی او د او کانګ او دا ځونګ په شمول يو لړ مشهوره نښه لرونکی توليدات يی رامنځته کړي چې له امله مونږ شتمن شوي وو او لازيات کليوالو د هېواد له نورو ځايونو څخه ليدنه کړې ده .

نه يوازی د چين د منځنی برخې د پرمختلليو ولايتونو او سيمو بزګران بهر ته تللی او سفر يی کړی دي بلکې د لويدځو سميو لکه د نينګ شا د هوی قوم د خپلواکې سيمې زياتو بزګران هم بهر ته تللی وي .د دغې سيمې د بهرنی سيلانۍ د کمپنۍ د عمومی مدير مرستيال جانګ يوانګ هوا وويل چې زمونږ کمپنۍ په سيلانی چارو کې نژدی زرو تنو بزګرانو ته خدمتونه او برابرې کړې چې ځينو يی له بيجينګ څخه ليدنه وکړه او ځينی نورو يی له هانکانګ او مکاو څخه ليدنه وکړه .

د هېواد د سيلانی چارو د اړوندې څانګې د شميرنې له مخې په ٢٠٠٤ کال کې ٦٤٠ مليونه کليوال وګړي د سيلانۍ لپاره له خپل کور څخه وتلی دي چې د لګښتونو اندازه يی ١٣٥ مليارډه ١٦٧ مليونه يوانو ته رسيدلی دی .په ٢٠٠٥ کال کې د هېواد په دننه کې د سيلانيانو شمير ١ مليارډ ٢١٢ مليونه تنو ته رسيدلی چې زياتره يی بزګران دي .