<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-14 19:08:59    
پوښتنو ته ځوابونه

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! زه احمد ځلمی يم او د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوم !

زمونږ زياتو اوريدونکو راليږلی او دا غوښتنې يی کړي چې زمونږ د څانګې د دوو افغان همکارانو خوشحال تايب او امان الله عمران په اړه ځينی معلومات ترلاسه کړي . نو د پروګرام په دغه کړۍ کی به تاسو ته د دوی د زده کړې او کار په اړه څه معلومات وړاندی کړم .

خوشحال تايب صاحب لمړنۍ او منځنى زده كړې د كابل په مريم منځني ښوونځي كې كړي، بيا وروسته د نادريې ليسې ته ولاړ او له هغه ځاي څخه تر فراغت وروسته د حالاتو د خرابوالي له امله ګاونډي هيواد ته كډوال شو،هلته يی د كرنې پوهنځۍ ولوسته،كله چې بيرته خپل هيواد ته راستون شو نو په هيواد كې سختې جګړې روانې وې نو د كار زمينه ور ته برابره نشوه،بيا يی هم زده كړو ته مخه كړه او د فارمسي په پوهنځۍ كې يی زده كړې پاي ته ورسولې،په ۲۰۰۱ كال كې يی د صبح بخير و ماښام پخير افغانستان له راديويي خپرونو سره د خبريال په توګه كار پيل كړ چې بيا د چين بين المللي راډيو ته تر راتګ پورې يی د همدې خپرونو د پښتو څانګې د چلوونكي يا ايديتور دنده پر غاړه درلوده.د هيواد زياتره ولايتونو ته يی سفرونه كړيدي،او دغه راز د يوې لنډې مودې زده كړو لپاره اروپا ته هم تللى.اوس شاوخوا اووه مياشتې كيږي چې د چين د بين المللي راډيو په پښتو څانګه كې په دنده بوخت دی . واده يی كړى او بچيان هم لری .

بيا د امان الله عمران په اړه لومړی زده کړې يی د وردګو په ولايت او پېښور کی ترسره کړې دي . د ١٩٩٣ کال په ديسمبر کې د لوړو زده کړو لپاره مصر ته لاړ او هلته يی د ١٩٩٨ کال په نومبر کې د الازهر پوهتون د ژبو او ژباړنې له پوهنځی نه په انګليسی ژبه کی د ليسانس درجه ترلاسه کړه . بيا يی د ٢٠٠٥ کال په جون کی په قاهره کی د عربی څېړنو او لوستنو له انسټيټيو ټ نه په ژورناليزم کی د لوړو زده کړو ديپلوم ترلاسه کړ په قاهره کی يې د خپلې زده کړې تر څنګ د ٢٠٠١ کال له جولای نه بيا د ٢٠٠٥ کال تر نومبر پوری د بی بی سی راډيو د پښتو خپرونې د خبريال په توګه او دغه راز د ٢٠٠٣ کال له جون نه بيا د ٢٠٠٥ کال تر نومبر پوری د مصر عربی جمهوريت راډيو په پښتو خپرونه کی هم کار کړی دی .

د ٢٠٠٥ کال د ديسمبر له ١٥ مې نېټې راهيسی په بيجينګ کی د چين د بين المللی راډيو له پښتو خپرونې سره کار کوی .

تر څنګ به يی زه هم زمونږ ګرانو اوريدونکو ته خپل ځان معرفی وکړم . زه چيناي يم او چينی نوم می شی مونګ دی . زه يو پښتو نوم هم لرم چې احمد ځلمی دی . ما د بيجينګ د کميونيکېشن په پوهنتون کی د څلورو کلونو لپاره په پښتو ژبه زده کړې دي او په ٢٠٠٤ کال کی له دغه پوهنتون نه فارغ شوم . ما د چين په بين المللی راډيو کی دوه کاله کار کړی دی . اوس زمونږ په پښتو څانګه کی د خوشحال تايب او امان الله عمران په شمول نور لس تنه هکاران کار کوی . هغه مشرکارکوونکی چې تاسو ورسره بلدوی ، په روان کال کی له دندې نه تقاعد شوی دي .

ګرانو دوستانو ، کله چې تاسو زمونږ د خپرونې او د چين په اړه نور معلومات غواړی زمونږ څانګې ته د پوستی له لارې ليکونه راوليکی يا د يميل له لارې له مونږ سره اړيکی ټينګی کړۍ .

تراوسه مونږ په پاکستان کی پوست بوکس لرو او پټه يی دا دی : Gpo post box No.2017

اسلام أباد پاکستان

او زمونږ د بريښنا ليک پټه : pushtu@Chinabroadcast.cn