دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د سوسن ګل په نامه د ځوانانو هنری ډلی له خوا ويل شوی يو لړ ولسی سندری وړاندی کړو٠ لومړی به مونږ په ګډه د هه نان ولايت يوه ولسی سندره واورو چی نوم يی دی د ټوکرۍ اوبدل٠
دغه سندره يو سيمه ايز خاصيت څرګندوی او د منځنی چين د هه نان په ولايت کی ډېره مشهوره ده ٠
( سندره ١ )
د سوسن ګل هنری ډله په ١٩٩٧ کال کی جوړه شوی او ټول غړی يی د شن جن ښار د لوړپوړی منځنی ښوونځی زده کوونکی دي چی عمر يی له ١١ څخه تر ١٧ پوری دی٠ دوی په خپل فارغ وخت کی له ځانګړی ښوونکی څخه د سندرو ويلو زده کړه کړی او د ډلی د جوړېدو له ٩ کلونو راهيسی يي زيات شمېر چينی او بهرنی مشهوری سندری نندارچيانو ته وړاندي کړي چې په پايله کې يی د سندرو ويلو په اړه خپل ځانګړی سبک رامنځته کړی دی٠ اوس به مونږ په ګډه د دوی له خوا ويل شوی يوه چينی ولسی سندره واورو چی نوم يی دی د ياسمين ګل ٠ په سندره کی ويل شوی : د ياسمين ښکلی ګل دی، بوی يی ښه، رنګ يی سپين دی، غواړم چی و يی شکوم، خپلې ملګرې ته يی ورکړم٠
( سندره ٢ )
ګرانو اوريدونکو، د پروګرام په پای کی به مونږ د غرنی هلک په اړه يوه سندره واورو چی د چاي شکول په نامه د فوجيان ولسی سندره او د للوللو ترانه په نامه د هانی قوم سندره په ګډون جوړه شوې ده٠
( سندره ٣ )
ګرانو اوريدونکو ، د دغې خوندورې سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنی موسيقی نننی پروګرام په همدی ځای پای ته رسيږي ! روغ او خوشحاله اوسئ!