<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-15 17:16:54    
په امريکا کې د الماسو کندې دولتي پارک

cri

د امريکا يوې ښځې او څښتن يي د تير سپتمبر په درويشتمه نيـټه د ارکنسس ايالت د الماسو کندې په دولتي پارک کې د شپږ اعشاريه پنځه ديرش قيراطه الماس وموند چې دا د دغه پارک له پرانستلو راهيسې اتم لوی الماس دی او له وروستيو اتو کلونو راپدې خوا پيدا شوی تر ټولو لوی الماس هم دی . خو له شک څخه وتلی خبره دا ده چې په دې پارک کې پيدا شوي الماسونه په پيدا کوونکو پوري اړه لری او پارک هيڅ لګښت ځنی نه اخلی .

د ياد شوي الماس نوم رودن دی چې غټوالی او رنګ يي د قهوې يوې دانې ته ور ته دی . په حقيقت کې د الماس د پيدا کيدو ښه زيری هره ورځ په دې پارک کې اوريدل کيږی . نوموړی پارک په نولس سوه دوه اويايم کال کې پرانستل شو او په نړۍ کې د الماسو کان يوازنی پرانستونکی پارک دی او د پرانستلو له دوه ديرشو کلونو راهيسې په دې پارک کې پنځه ويشت زره اوه سوه څوارلس دانې الماسونه پيدا شويدي په بله ژبه هره ورځ يوه دانه پيدا کيږي . له پيدا شويو الماسونو څخه اوه سوه دانې له يو قيراط څخه زيات وزن لری .

په نولس سوه نويم کال کې د همدې ايالت اوسيدونکې ميرمن سترونګ د درې اعشاريه درې سلم قيراطه الماس پيدا کړ او ورپسې په نيويارک کې ددې الماس له برش کولو وروسته دغه الماس په اته نويم کال کې د الماسو د لومړني کچې لخوا وټاکل شو . د امريکا د قيمتي ډبرو د ټولنې په اند داسی بی لکه او بي داغ الماس له هر يو ميليارد څخه يوازی يوه دانه پيدا کيږي .

د يادونې وړ خبره دا ده چې د امريکا د پخواني ولسمشر کلينتون ميرمن هغه ژيړ رنګ الماسي ګوته چې دوولس مخونه لری او د کلينتون د ولسمشرۍ د لوړې په

مراسمو کې يي د اجارې په توګه په ګوته کړې ، هم په دې پارک کې پيدا شو او هميشه د الماسو په نندارتونونو کې ايښودل کيږي . هغه الماس چې د امريکايي لويې وچې په شمال کې پيدا شوي لومړني لوی دی ، هم په نولس سوه دوه څلويښتم کال کې په دې پارک کې وموندل شو او وزن يي څلويښت اعشاريه درويشت قيراطه دی.

د الماسو کندې دولتي پارک پنځلس هکتاره ځمکه لری او تر ځمکې لاندي پنځه نوي مليونه کاله دمخه د اورغورځونکي غره يوه لار ده . د اورغورځونکي غره د چاودنې په وخت کې تر ځمکې لاندي زيرمه شوي الماسونه له ويلي شويو ډبرو سره يو ځاي ځمکې ته وغورځول شول ، نو په دې پارک کې د ځمکې تر سطحې لاندي زيات الماسونه پيداکيږي . په نولس سوه شپږم کال کې ددې ځمکې څښتن چې جان هاردسن نوميده ، لومړني الماس وموند او ورپسې د دغه خبر په اوريدو سره زيات شمير کسان د الماسو د کيندلو لپاره له بيلا بيلو ځايونو څخه دلته راغلل . په نولس سوه دوه ايايم کال کې حکومت دغه ځمکه د پيسو په وسيله واخيسله او د يوه دولتي پارک په توګه يي عامو وګړو ته پرانست . د پارک ټکټ بيه د لويانو لپاره شپږ ډالره او د هغو ماشومانو لپاره چې عمر يي له شپږو څخه تر دوولسو کالو پورې دي ، درې ډالره دی او له شپږو کالو نه کـم ماشومان وړيا دي . کيدای شي چې سيلانيان په ازاده توګه په بيلچو په پارک کې الماس وکيندی . خو اجازه نشته چې برقي الات وکاروي . که سيلانيان د کيندلو الات له ځانه و نه لری، له پارک څخه د اجارې په توګه اخستی شي . برسيره پردې د پارک ادارې په خپله ويب پاڼه کې په ځانګړي توګه د الماسو د کيندلو لارې چارې برابروي او په وړيا ډول د الماس پيدا کوونکي لپاره د الماس کچې ارزونه کوي او تصديقليک ورکوي .