د پاکستان د ګډ خبري اژانس د خبر له مخې : د پاکستان د بلوچيستان په ولايت کې پوليسو د اکتوبر په څوارلسمه نېټه پر يوه اورګاډې باندی د بريد يوه توطيه شنډه کړه .
د خبر له مخې د دغه ولايت د کويته سيمی د اورګاډې ستيشن پوليسو په همدې ورځ په يوه اروګاډې کې د امنيت د څارنې په وخت کې تر يوې څوکې لاندی يو بکس پيدا کړ چې په کې پنځه لاسی بمونه موجود وو .
د روان کال د اګيست په شپږويشتمه نېټه د لوجيستان په ولايت کې د پاکستان د دولت له خوا د حکومت ضد د يوې ډلې د مشر له وژلو راهيسی په دغه ولايت کې حالات ډير خړپړ شوی ؤ چې په زياتو بمی چاودنو کې يې ډير شمېر کسان وژل شوي دي .