<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-16 17:00:26    
د چين دولتی مهم تاريخی اثر--- د توغلوق تيمور خان قبر

cri

د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم په خپلواکه سيمه کښی ډير زيات منظره لرونکی ځايونه او تاريخی اثار شته چې هر کال بی شمير چينی او بهرنی سيلانيان راجلبوی٠ د دې سيمې د ايلی د قزاقی قوم د خودمختارې لويې ولسوالۍ په قورغاس ولسوالۍ کښی يوه ښکلی اسلامی ودانی چې د سيمې د خلکو لخوا لوی مزار ورته ويل کيږی، له دغو لرغونی تاريخی أثارو څخه د ليدو وړ يو مشهور ځای دی ٠ د لرغون پيژندونکو د څيړنې له مخی، دا د چين د ٌ يوان ٌ سلسلې د موسس چنګيز د اووم نسل لمسی توغلوق تيمور خان قبر دی٠

د معلوماتو له مخی ، د توغلوق تيمور خان قبر په شينجيانګ کښی د ٌ يوان ٌ سلسلې يوازنی داسی اسلامی لرغونی ودانی ده چه تر اوسه پوری لا هم پاتی ده ، نو په ١٩٥٧ کال کښی د شينجيانګ د خپلواکې سيمې د ولسی حکومت لخوا د سيمې په درجه او په ٢٠٠١ کال کښی د چين د مرکزی حکومت لخوا د دولت په درجه د مهم تاريخی اثر په توګه وټاکل شو٠

توغلوق تيمور خان په ١٣٢٨ ميلادی کال کښی وزيږيده او د ختيځ چاغتان سلطان و٠ د ميلادی١٤ پيړۍ په دوهمه او دريمه لسيزه کښی د چاغتان سلطنت تجزيه شو چه په يوه وخت کښی د بيلا بيلو خانانو ترمنځ جګړې وشوې او ټولنيزه ارامتيا يی خرابه شوه ٠ په ١٣٤٦ ميلادی کال کښی د مغولستان د توګرات قبيلې ظالم مشر بولاګی اعلام وکړ چه ١٦ کلن توغلوق تيمور خان د چاغتای د سلطان يی سيان بو خوا زوی دی، هغه په اقسو کښی له توغلوق تيمور خان څخه پلوی وکړه چې د سلطنت چوکۍ ته پورته شی٠ نو په دی توګه د ختيځ چاغتان سلطنت جوړ شو٠ توغلوق تيمور خان مغول و او اصلأ يی پر تبتی بوديزم باندی عقيده درلودله٠ خو هغه په ١٣٥٤ميلادی کال کښی د شيخ زم الالدين او د ده د زوی لوی مولوی عيش الدين تر تاثير او تشويق لاندی له يوه بودايی څخه په مسلمان بدل شو او په شينجيانګ کښی لومړی داسی مغولی سلطان و چې د اسلام پر مبارک دين باندی يی ايمان درلود٠ ورپسی يی د خپل سلطنت يو لکو شپيته زره تنه مغوليان دی ته اړکړل چه پر اسلامی دين باندی عقيده وکړی٠ نو له دې امله په شينجيانګ کښی د اسلام خپريدو ته چټکتيا ورکړی شوی وه ٠ د ١٣٦٠ميلادی کال د مارچ په مياشت کښی توغلوق تيمور خان د ٌ هه جونګ ٌ ناحيه د زور په واسطه ونيوله او د چاغتای جلا شوی سلطنت يی د لنډې مودې دپاره يو کړ٠ خو دری کاله وروسته هغه د شپږ ديرشو کالو په عمر مړ شو٠ د توغلوق تيمور خان له وفات نه وروسته محلی مسلمانانو د الملق ښارګوټی په ختيځه خوا کښی د ده لپاره لوی مزار جوړ کړی او د اسلامی دود له مخی يی د جنازې د درنو مراسمو پر ځای کولو سره د ده مړی په مزار کښی خښ کړی و٠ د الملق ښارګوټی د چاغتای سلطنت مرکز و٠ الملق په ترکی او ويغوری ژبو کښی د مڼو د باغ معنی لری٠ په ميلادی دوولسمه او ديارلسمه پيړۍ کښی الملق د منځنی اسيا مشهور ښار و، که څه هم معلومه نده چې دا ښارګوټی کله جوړ شو، خو د اتمې ميلادی پيړۍ په تاريخی اسنادو کښی د دی ښارګوټی نوم ياد شوی٠ په ١٢٢٥ ميلادی کال کښی چنګيز د اروپا او اسيا پراخې مځکې چه د ده لخوا ونيولې شوې، په خپلو څلورو زامنو وويشلې٠ دوهم زوی يی چې چاغتای نوميده، د ٌ ايلی ٌ ناحيې په شاوخوا کښی د منځنی اسيا د پراخو چمنونو خاوند شو او په الملق کښی يی خپلی مرکزی خيمې ودرولې، په هغه موده کښی الملق سمسور او اباد شو او د منځنی اسيا د جنت لقب يی درلود٠ وايی چې په هغه وخت کښی د دی ښارګوټی دوره پنځه ويشتو کيلومتره وو٠ څرنګه چې الملق د مغولستان امپراطورۍ د څلورو سلطنتونو په مرکزی ناحيه کښی پروت و، نو د وخت اروپائيانو دا ښارګوټی د مرکزی امپراطورۍ د پلازمينې په حيث باله٠ له هغه وخت څخه په څو سوو کالو کښی الملق هميشه دمنځنی أسيا سياسی، اقتصادی او کلتوری مرکز او د ختيځی او لويديځی خواوو ترمنځ مهم ترافيکی مرکز و٠ خو د تاريخ د بدلون له امله الملق ورو ورو کمزوری او په پای کښی نابود شو٠ اوس د دی ښارګوټی په کنډوالی کښی د توغلوق تيمور خان له مزار نه پرته نورې ودانی نشته او يوازی پراخې کرنيزې پټې ليدل کيږی٠

د توغلوق تيمور خان مزار بالکل اسلامی ساختمانی سبک لری٠ مخکښنی ديوال يی په هغو ډول ډول هندسی ګرافيک ښکلی شوی چې له چونی، ابی او سپينو مينا خښتو څخه جوړيږی٠ د دروازې دپاسه په ابی مينا خښتو ٌ بسم الله الرحم الرحيم ٌ او د دروازې په دوو خواوو کښی په ابی مينا خښتو او په عربی ليک دود د ستر سلطان او د ده د ملکې د ستاينې په باب څو جملې حکاکی شويدی٠ د معلوماتو له مخی، د دې ودانی طراح عراقی و او ساختمانی مواد يی د شل ګونو اوښانو په وسيلې له منځنی أسيا څخه راوړل شوی وو٠ دغه راز دا مزار د ازبکستان د سمرخان د مزار په ساختمانی بڼه جوړ شوی٠ د مزار د ودانۍ په دننه کښی دوه فبرونه شته ، لوی قبر د توغلوق تيمور خان دی او کوچنی قبر د ده د ښځې دی٠ د قبرونو په شاوخوا کښی د لمونځ کولو لپاره څو کوچنی کوټې شته٠ هر کال زيات مسلمانان او چينی او بهرنی سيلانيان د دی مزار زيارت او سيل کوی٠