<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-16 17:41:23    
د چين د ګوانګ سی د ځوانګ قوم خپلواکې سيمې د بيو ګازو له کارولو څخه ګټې تر لاسه کړي دي

cri

ګرانو اوريدونکيو ،د بيو ګاز يوه پاکه انرژی ده او اوس د چين په زياتو سيمو کې کارول کيږي . د چين د اقتصاد او سوداګرۍ په دغه پروګرام کې به تاسو ته د ګوانګ سی د ځوانګ قوم په خپلواکه سيمه کې د بيو ګازو د کارولو په باب معلومات وړاندی کړو .

د چين د جنوب لويدځې د ګوانګ سی د ځوانګ قوم خپلواکې سيمې د بيو ګازو د کارولو په برخه کې ښې پايلې تر لاسه کړي او بزګرانو يی هم ور څخه زياتې ګټې ګټولي دي .

د دغې سيمې د مرستندويه څانګې مسئول هو ده چای وويل چې د سيمې د بی وزليتوب د له منځه وړلو لپاره د بيو ګازو کارول له بزګرانو سره د مرستې په اړه په عمومی پلان کې شامل دي .ځکه چې د بيو ګازو کارول د وګړو د ژوند د ښه والي لپاره ګټور دي .هغه زياته کړه (اواز..............) د بيو ګازو دکارولو له امله د سيمه ايزو بزګرانو د سون موادو اړتياوې پوره کيداې شي ، پخوا دوي پرې کړې شوې ونې د سون موادو په توګه کارولې وې او د زياتو ونو پري کول ايکولوژيکی چاپيريال ته زيانمن دي ، نو د بيو ګازو کارول ډير ګټور کار دی .

کله چې زمونږ د راډيو خبريال د دغې سيمې د مرکز نانينګ ښار د چين شيو سيمې د نا ووپه کلی کې د بزګر لان هوا لين کور ته ننوتلی او داسی حالت يی ليدلی چې ودانۍ يی ډيره پاکه وه چې دا د بيو ګازو له کارولو سره تړاو لري .د ده ميرمن زمونږ خبريال ته وويل (اواز...........) اوس مونږ د بيو ګازو په وسيله ډوډۍ پخوو .پخوا

مو په لرګيو ډوډۍ پخولې .

(اواز..............)

د ګونګ چنګ د ياو قوم خپلواکه ولسوالی د خپلواکې سيمې د مرکز ګوی لين په جنوب ختيځ کې پرته ده او له دری لکه نفوسو څخه نيمه برخه له ياو قوم سره تړاو لري .په دغه سيمه کې هر کور د بيو ګازو حوض جوړوي .د ياو قوم د هنګ شان په کلی کې يوازی دوه سوه وګړي شته خو د حوضونو شمير يی ٥٦ ته رسيدلی دی .

د دغه کلی بزګر ژونګ ون سی خبريال ته وويل چې زمونږ په کور کې د ډوډۍ پخولو او نورو کارونو لپاره د بيو ګاز کارول کيږي چې مونږ ور څخه ګټې تر لاسه کوو .

د بيو ګازو استخراج او کارونه پر ځايی سيمه يولړ اغيزه کړې ده .د ګوی لين ښار د ځنګلونو اداری د مسئول مرستيال جيانګ ژو های وويل (اواز..........)د بيو ګازو کارول او مرجول په کليوالو سيمو کې د انرژۍ کارولو په تاريخ کې يو اصلاح دی چې نه يوازی زيات بزګرانو ورڅخه ګټې تر لاسه کړې بلکه د ځنګلونو پوښل شوی اندازه په سلو کې له ٣٧ اعشاريه ٧ څخه په سلو کې ٦٦ اعشاريه ٤٦ ته زياته شوې ده .

دغه سيمې د بيو ګازو د کارولو له بيهر څخه ښې پايلې تر لاسه کړې دي چې سيمه ايز بزګرانو ريښتينی ګټې تر لاسه کړې بلکه په کليوالو أبادی کې يوه نوی ډول لاره موندلی ده .زياتو بهرنيو او کورنيو دوستانو له دغې سيمې څخه ليدنه کړې او د افريقايی هېوادونو په شمول له پرمختيايی هېوادونو څخه راغلو پلاويو د بيو ګازو له کارولو سره علاقه لرلی ده . د دغې سيمې د بهرنې پانګونې او مرستې د ادارې مرکز د مسئول مرستيال لی فانګ ځن وويل (اواز.........) زما د پوه له مخې د

افريقايی هېوادونو هوا زمونږ له ګوانګ سی سره يو شان دی نو ويل کيږي چې دغه هوا د بيو ګازو د جوړولو لپاره مساعده ده .دوی له دی سره علاقه درلوده او په خپله توګه يی د بيو ګازو د حوضونو کارونه وليدل .

ګرانو اوريدونکو ،که وخت لري ،د چين د ګوانګ سی د ځوانګ قوم له خپلواکې سيمې څخه به ليدنه وکړي .زمونږ نننی پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد.حوشحاله اوسی .