جی نان پوهنتون په چين کی بهرنی زده کوونکی منونکی لومړی پوهنتون و او اوس تر ټولو زيات د بهرنيو زده کوونکيو لرونکی پوهنتون هم دی. دغه پوهنتون په ١٩٠٦ کال کی په نان جينګ کی جوړ شو او وروسته د جګړې له امله په ١٩٤٩ کال کی په فو دان پوهنتون کی ورګډ شو او په ١٩٥٨ کال کی بيا په ګوانګ جو ښار کی جوړ شو.
د جی نان پوهنتون نوم معنی د چين کلتور نړۍ ته خپرول دي. له ډېرو کلونو راهيسی، دغه پوهنتون تل د چينی ښه عنعنوی کلتور له لاری پر روزنې ټينګار کړی او په فعاله توګه د بهرنيو زده کوونکو د منلو اصل يی ساتلی چې تر اوسه پوری د يو سلو او شپږ هېوادونو او د هانکانګ، تايوان او مکاو يو سل او اتيا زره تنو زده کوونکو په دغه پوهنتون کی زده کړه کړی دي.
په ١٩٩٦ کال کی جی نان پوهنتون د چين په مهمو پوهنتونونو کی شامل شو. په دغه پوهنتون کی شل پوهنځی، څلورڅلويښت څانګی ، د څېړنې اتيا ارګانونه او اته شپېته لابراتورونه شته. پر دې سربيره، دغه پوهنتون د علمی څېړنې او روزنې څو مهمې اډې هم لری.
دغه پوهنتون په ګوانګ جو، شن جن او جو های ښارونو کی په څلورو برخو ويشل کيږی او عمومی پراخوالی يی يو سل او پنځه اويا هکتاره او د ودانيو پراخوالی يی يو مليون او څلويښت زره مربع مترۍ دی. په کتابتون کی يی څه دپاسه دوه مليونه او اوه کله کتابونه شته.
جی نان پوهنتون په فعاله توګه له بهر سره د ښوونې او روزنې په تبادلې بوخت دی چې د امريکا، برازيل، بريتانيا،المان، فرانسی، روسيی، جنوبی افريقا، استراليا، جاپان، کوريا جمهوريت، اندونزيا، هانکانګ او مکاو په شمول هېوادونو او سيمو له اويا پوهنتونونو او کلتوری ارګانونو سره يی دوه اړخيز تړون لاسليک کړی او يا يی د تبادلې اړيکې ټينګی کړی دی. دغه پوهنتون په هانکانګ او مکاو کی دفترونه پرانيستی او په هانکانګ کی يی د روزنې صندوق جوړ کړی دی.
د ما پن چو، جن جن دو، ليانګ چيو شه، چيان جونګ شو په شمول د چين مشهورو پوهانو په دغه پوهنتون کی د ښوونکيو په توګه دنده تر سره کړی. اوس په دغه پوهنتون کی يو زر او پنځه سوه او لس تنه ښوونکی شته چې اوه تنه يی د چين د علومو او انجنيرۍ د دوو اکاډميو غړی او څه نا څه اته سوه تنه يی پروفيسران او يا د پروفيسرانو مرستيالان دي.
اوس څه دپاسه درويشت زره تنه زده کوونکی په دغه پوهنتون کی په زده کړی بوخت دی چې پکی لس زره تنه له هانکاګ، تايوان او نورو بهرنيو هېوادونو څخه راغلی دی. په دغه پوهنتون کی ډېر زيات وتلی کسان روزل شوی دی. د بيلګی په توګه د تايلند د پارلمان پخوانی مشر شو ګو ماو او د سينګاپور د سوداګرۍ عمومی ټولنې پخوانی مشر چن ګونګ څون او اوس په ستره برخه، هانکانګ او مکاو کی د حکومت او سوداګرۍ ډېر مشهور کسان له دغه پوهنتون څخه فارع شوی دی.
په اوسنيو نويو حالاتو کی جی نان پوهنتون نوره ژوره دنده په غاړه اخلی او د هېواد د پرمختګ لپاره به زيات کوشش وکړي.