د چين د سن هوا اژانس د خبر له مخې : د اکتوبر د شپارلسمې نېټې په غرمه د افغانستان په مرکز کابل کې يوه ځان وژونکی چاودنه وشوه او له امله يی ځان وژونکی مړ او دری تنه نور ټپيان شول .
دغه چاودنه په تېرو پنځو ورځو کې په افغانستان کې پنځمه ځان وژونکی بمی چاودنه ده . د افغانستان د پوليسو په قول ، نوموړی کس په دغه هېواد کې د امريکا د سفارت او د کابل د هوايی ډګر ترمنځ په سړک کې چاودنه وکړه .